آیا روسیه او چین به د ختیځ ناټو وي ؟
انسایډ سټوری
الجزیره خبري شبکه
نېټه : ۲۰۱۲/۶/۷
ژباړن : نثار احمد صمد
دا چي د دواړو هیوادو مشران سره ګوري، نو د یو ګډ محاذ د جوړښت لپاره هغوی باید پر خپلو تیرو اختلافونو بریمن سي .
چین او روسیه د ټینګو مرستو د یو نوي عصر د پیلامې له درکه ډیره خوښي څرګندوی .
آیا دا صرف یوه علامه او اشاره ده ؟
د شانګهای د ګډ مرستیزه جوړښتون سرمشریزه غونډه په بیجنګ کې جوړه سوه .
د سړې جګړې د وخت دغو سیالانو ژمنه وکړه چي د بهرنۍ تګلارې په اړه به ګډه مرسته سره کوی ، او د نړیوالو بحرانونو حل لارو ته به یوه بېله لاس رسي مومی .
دوی اکثرأ د امریکا د نړیوال تسلط پر خلاف د یووالي ږغ پورته کړی دی ، او هم یې د بهرنۍ تګلاری د مسایلو په سر خپل دریځونه تر ډیره حده منسجم کړي دي .
هغوی د ملګرو ملتو د امنیت شورا د تلپاته غړو په توګه مشترکأ د سوریې لپاره د امنیت شورا د پریکړه لیکونو مخه نیولې ده ، او د هر ډول هغسې بهرني پوځي ننوتوب پر خلاف استدلال کوي چي وروستی هدف یې هلته د رژیم بدلول دي .
هغوی همدا راز ، د ایران د اټومي پروګرام په تور د امریکا په مشرۍ د ملګرو ملتو لخوا د ایران پر خلاف د بندیزونو مخه هم نیولې ده .
خو د بیجنګ په دغه سرمشریزه غونډه کې د هغوی اصلی لومړیتوب د افغانستان په هکله د یو ګډ دریځ لرنه ده ، ځکه نو د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هم وربلل سوی و .
د شانګهای ګډ مرستیزه جوړښتون په ۲۰۰۱ کی د چین لخوا رامنځته سو تر څو آزاد تجارت زیات کړي او هم د خپلو سرحدونو پر شا وخوا امنیتی مسایلو ته لاس رسي ولري .
د دې جوړښتون غړي چین ، روسیه ، قزاقستان ، قرغیزستان ، تاجکستان او ازبکستان دي .
هند او پاکستان دواړو د مغولستان ، او ایران په شمول چی فعلأ کتونکي غړي دي ، د بشپړ غړیتوب لپاره مینه ښودلې ده .
دغه بلاک جمعأ یو نیم ( ۱٫۵ ) بلیونه وګړي لري ، او اړونده سیمه یې د نړۍ د تیلو ۱۱٪ زخیرې په ځان کې لري .
روسیې او چین په ۱۹۹۴ کی موافقه کړې ده چي یو پر بل به د اټومي وسلو حملې نه کوي .
او هغوی دواړو د ۲۰۰۵ په اګسټ کې خپل لومړني ګډ پوځي تمرینات هم وکړل .
دا چي د نړیوالو ستونزو په سر دواړه ښه سره نږدې کیږي ، خو خپل تر منځو د طبعي ګاز پراخه معامله هم د څو څو واره سختو مذاکراتو د لرلو سره سره باید حل کړي .
روسیه غواړي چي د ګاز بیې هم د تیلو د بیو سره وتړي لکه په اروپا کې چي یې کوي، خو چین ورته وایي چي هغه ډیر ګران دي .
روسیه په دې هم خوابدې ده چي چین د روسیې د جنګي الوتکو او نورو درنو پوځی وسایلو کاپي ورڅخه کوي .
د روسیې حکومت په دې وروستیو کې د یو چینایي شخص د نیولو اعلان وکړ چي په دې یې تورن کړی دی چي غوښتل یې دهغوی پوځي مخفیات او رمزونه رانیسي .
په ۲۰۰۸ کې د هغوی د سرحدي ژمنلیک سره سره د روسیې او چین تر منځ څو څو واره سرحدي ستونزي راښکاره سوي دي .
نو آیا روسیه او چین غواړي چي د ختیځ ناټو جوړه کړي؟
آیا هغوی به خپل تیر اختلافات حل کړای سي ، تر څو یو داسې متحد محاذ ایجاد کړي چي له مخې یې د امریکا نفوذ دپ او تم کړي؟
او دغسې کار به د نړیوال امنیت لپاره څه معنا ورکړي ؟
پای