په بدخشان کې ښوونځی د ولسوال او امنيه قوماندان لخوا سوځول شوی دی
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ((درسنيو دتوجه وړ)) تر سرليک په خبرپاڼه کې وايي، چې بيګا شپه د بدخشان ولايت بهارک ولسوالۍ ملنګ آب کلي کې د نجونو يو ښونځي چې ولسوالۍ ته نيږدې موقعيت لري دهغو افرادو لخوا وسوزول شو چې دکابل ادارې اړوند ولسوال اوامنيه قومندان د دغې دندې لپاره ګمارلي وو .
خبرپاڼه زياتوي، چې دکره معلوماتو په اساس چې سيمېزو طالبانو ته په لاس ورغلي دبهارک ولسوال او امنيه قومندان دواړه په دغه جنايت کې لاس لري ، منابع وايې چې دغه اقدام ځکه دکابل ادارې پورې اړوندو کسانو لخوا ترسره کيږې چې په سيمه کې په همدې پلمه د طالبانو په ضد حساسيتونه راوپاروي او دجهاد په اړه دخلکو ذهنيت تخريب کړي.
د خبرپاڼې په پای کې ذبيح الله مجاهد په دې ټينګار کړی، چې طالبان دهيواد په هيڅ ګوټ کې هم په داسې اعمالو کې لاس نه لري او يوځل بيادداسي پيښو په اړه خپل برأت اعلانوي .
د پاملرنې ده، چې د افغانستان په سويل او ختيځ کې، چېرته چې زياتره پښتون ميشتي سيمې دي، تر ټولو زيات ښوونځي سوځول شوي.
عام خلک وايي، که چېرې طالبان په هغه سيمه کې چې د دوی د کنټرول ﻻندې دي، په کې ښوونځي سوځول کيږي که چېرې دوی په کې ﻻس نه لري ولې هغو خلکو ته تر اوسه سزا نه ده ورکړل شوې، چې دا ډول جنايات تر سره کوي.
سپينتمان
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه
له پورتني خبر سره په تړاو کې دښاغلي ډاکترزیرکیار لیکنه
دلاندې لینک په کښېباسلو سره لوستلای شئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18450