http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2012/05/120520_im_nato_summit_demo.shtml
په شيکاګو کې د ﻻريون پر مهال د امريکايي ځواکونو د ايستلو غوښتنه وشوه
د امريکا په شيکاګو کې په زرګونو خلکوله تيرې دوشنبې ورځې راهيسې په ﻻريونونو پيل کړی.
دغه ﻻريون کوونکي، چې زياتره يې د وال سټريټ د غورځنګ غړي دي، له افغانستان نه د ځواکونو د ويستلو غوښته کوله.
د دغه ﻻريون د مهار ولو په موخه د امريکا د څوښارونو څخه مرستندويه پوليس راغوښتل شوي دي.
ټاکل شوې سبا او بل سبابه په شيکاګو د ناټو غونډه وشي .
یو بل خبر په لاندې ډول تاسو ته وړاندې کوو:
په شيکاګو کې لاريون کوونکي:
هغه څه چې امريکا يې په افغانستان کې کوي، غلط او غيرې قانوني دي
د دې هيواد له بېلا بېلو برخو څخه د مدني ټولنو استازي او د بشري حقونو يو شمېر فعالان راغونډ شوي، تر څو د نړۍ مشرانو ته خپل مسائيل وړاندې کړي.
د ازادې اروپا راډيو خبرياله هيدرماهير له شيکاګو په دې اړه وايي:
شيکاګو د امريکا له درېيو سترو ښارونو څخه يو دى او زرګونو امريکايان د شيکاګو ښار ته راغلي دي.
د جمعې په ورځ لږترلږه دوه نيم زره کسانو په يوه سوله ايز لاريون کې ګډون وکړ او په ټولنه کې د اقتصادي توازن د نشتوالي پر ضد يې شعارونه ورکړل.
د اعتراض يوه ګډون کوونکې وايي: (( موږ غواړو چې خپل حکومت ته دا خبره وکړو:
د اوونۍ په ترڅ کې هم بېلابېلو ډلو چې په هغوى کې د زياتو پوځي مصارفو مخالفين او د مهاجرت د پاليسۍ د بدلون غوښتونکي شامل وو، سوله ايزې مظاهرې وکړې.
په شيکاګو کې د مظاهرو په ترڅ کې د تشدد او ګډوډيو د مخنيوي لپاره شديد تدابير نيول شوي دي.
د دې لپاره چې د ناټو سرمشريزه له کوم خنډ څخه پرته ترسره شي، لږترلږه يو مپليون ډالر مصرف شوي دي او له نورو ښارونو څخه اضافي امنيتي ځواکونه هم شيکاګو ته استول شوي دي.
ويل کېږي چې امريکايانو په ۲۰۰۹ کال کې په ستراسبورګ کې د ناټو د سرمشريزې پرمهال ګډوډيو او تاوتريخوالي تجربه په پام کې نيولې ده .
د شيکاګو سرمشريزه به د يکشنبې اودوشنبې په ورځو تر سره شي.
د ښار پوليسو ويلي دي، چې ښايي په دې موده کې د ښاريانو عادي ژوند، د دکاندارانو او نورو سوداګرو راکړې ورکړې ته خنډ پېښ شي .
خو پوليسو ژمنه کړې ده چې د ورځني ژوند په عادي معاملو کې له ځنډ پرته، بله د تشويش هېڅ خبره نه شته .
د شيکاګو پوليسو بهرنيو مېلمنو ته ډاډ ورکړى چې په لوړه سطحه امنيت يې نيول شوى دى.