عبــــــــــــــــدالبـــــــــــــــــــاري جهانــــــــــــــــــي 

     د کال ۲۰۱۲ د مارچ پر یوولسمه د یکشنبې په ورځ د امریکا یوه لیوني پوځي، چی ویل کیږي یوازي یو تن وو، د کندهار د پنجوایی په ولسوالي کي اوه لس تنه په خوب ویده بیګناه ملکي کسان ووژل. پر دې اوه لسو کسانو برسیره یو ماشوم د مور په نس کي شهید سو. دا شعر هغه مظلوم شهید ته، چي د ثواب او ګناه پیژندل یې په نصیب نه سوه ، لیکل سوی دی.

تا چي هیڅ ونه لیدل

ښه دی سترګي دي دنیا ته روڼي نه کړې

ښه دی زموږ پر نړۍ نه یې زیږیدلی

نه دي نوم چا په نشره کی وو اخیستی

نه په رنګ وې چا په کلي کي لیدلی

نه خبر سول څوک چي نر وې او که ښځه

نه نصیب دي وو له چا سره لیکلی

نه دي مور د قاتل مخ  ته دي کتلي

نه تا خپل جلاد په رنګ دی پیژندلی

نه دي مور وه  په ژړا چي سترګي سرې کړي

نه خپلوان وه  چي دي غم د جنازې کړي

تر قیامته دي نصیب سوه د مور غیږه

دایمي به دي نظمونه خاطرې کړي

ښه چي کور دي نه کړ جوړ په غم آباد کي

نه خالپوڅي نه دي وکړې پکښی منډي

نه دي ولیدی باران د سرو مرمیو

نه دي پاکي کړلې سرې اوښکي د کونډي

نه دي ولیده چي ښار دي سره تبۍ سو

نه په کور کي د پردیو کډي پنډي

یو به ته هم دې تیارو کي را شریک وای

چي په ژوند یې د لمر مخ نه دی لیدلی

تا به هم ګیلې کولای له اسمانه

زموږ قلم چي يې په اوښکو دی وهلی

دې کاروان کي به دي پلونه وای تڼاکي

نه منزل او نه رباط ته رسیدلی

د ړانده نصیب له غشي به نسکور وای

چي نه دو ست او نه دښمن یې دی کتلی

د هغه قاتل تر تیغ به تیریدلای

چي ستا ورور یې په زانګو کي دی وژلی

له ازله خدای په قهر را کتلي

زموږ پر کور چا زړه سوی نه دی آزمییلی

یوه ورځ ګوندي د ستر قاضي په مخ کي

مرۍ ونیسو د خپلو قاتلانو

د تزویر او د ریا پردې کړو څیري

حساب واخلو د لستوڼي له مارانو

اوس مو اور، ویني او اوښکي په نصیب دي

هم له خپلو هم پردیو ظالمانو

ته نیکمرغه وې شهیده شریک نه سوې

په زخمونو په زګیروي  د مظلومانو

چي ښادي نه وي غم څه ګالل یې څه دي

لمبې څه دي ویني څه لیدل یې څه دي

زموږ په کور کي د ښادۍ ساعت حرام دی

تښتولی ازل زموږ څخه آرام دی

له مورچله تر مورچله پوري ځغلو

یا به مرو یا مو په برخه انتقام دی.

۲۰۱۲ مې ۱۷

ویرجینیا

درنو لوستونکو!

دلاندني دوو مهمولینکونو کښېباسلو ته مو هم رابولو :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17991

http://www.youtube.com/watch?v=SbueAcJYMZo&feature=player_embedded