شاعره اوتکړه ژورنالیسته حسیبه شهید ځوانمرګه شوه
انا للــــــــــــــــــــــــه و اناالیـــــــــــــــــــــــــه راجعـــــــــــــــــــــون
تاند(پنجشنبه/مې۱۷) ځوانې او تکړه ژورنالیستې حسیبې شهید، چې تېره اوونۍ(چهارشنبه/ مې۹/ثور۲۰) د چک جمهوریت په مرکز پراګ ښار کې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوې وه، نن یې ساه ورکړه.
حسیبه شهید تر دې دوه کاله مخکې هم د کابل- جلال اباد په یوه سخته ترافیکي پېښه کې سخته ژوبله شوې وه. په یاده پېښه کې د حسیبې شهید خاوند او یوه خور مړه شول. د دې یوه بله خور هم کلونه مخکې په ترافیکي پېښه کې مړه شوې وه.
هغې له ۲۰۰۳ څخه له ازادۍ راډیو سره د خبریالې په توګه کار پیل کړ، اته کاله یې په کابل کې خبریالي وکړه، وروسته د ازادې اروپا/ د ازادۍ راډیو په مشال راډیو کې مقرره شوه او له تېرو دوو کلونو راهیسي یې د دې راډیو په مرکزي دفتر پراګ کې کار کاوه.
حسیبې شهید د تېرې چهارشنبې په ورځ، په داسي کې چې موټر یې په خپله چلاوه، له یوه باري موټر سره ټکر وکړ. له پېښې سره سم کوما شوه او د ډاکترانو له ډېرو هلوځلو سره سره تر پایه د کوما له حالته راونه وتله.
دې د خبریالۍ ترڅنګ شعر هم وایه.
ځوانيمرګ ته
هديره ده که ځولۍ ده د ګلابو
ها نازک زړکى زما هم پکې پروت دى
چې به زر ځلې ترې ځار او صدقه شوم
هغه ځوان انګشت نما هم پکې پروت دى
په ژونديو کې مې مه شميرۍ خطا ده
هسې ساده ده چې بس ښکته پورته کيږي
لکه پاڼه دخزان مې هسې رنګ دى
د يار مرګ کې نه څوک مري نا پا تي کيږي
ديار غمه لږ د خداى لپاره راشه
درديدلي ، مات زړګي ته مې دوا شه
له خيا لونو خودې وخته کډې بار کړې
بس په خوب کى مى د سترګو تسلاشه
بيلتانه ظالم دې سمه ليونى کړم
ښکلي ياد دې زه لاچاره سپيلنۍ کړم
تا خو زه په خپلو سترګو کې ساتلم
اوس دې ولې په ميرو کې صحرانۍ کړم
دژمي لمر
! زما دژمي لمره
ته چې له کلي ولاړې
حجره خالي
مجلس بې رنګ
جرګه بې خونده
ورېځې په کور شوې تاوې
! زما دژمي لمره
ته چې له کوره ولاړې
کورګى ويجاړ
خونه مې ورانه شوله
مينې مې اور واخيسته
زړه مې
يو وران کنډر شو
! زما دژمي لمره
نه چې له ما نه ولاړې
شونډې مې وچې
زړګى مې مات
ځواني په شا شوه راته
سترګو خپرې کړې تيارې
زما دژمي لمره !
ته رانه ولې ولاړې
ته چې له ما نه ولاړې
ژوندون مې ولاړ
زړه بې درزا
مينه نيمګړې پاتې
خاطر مې پاڼې پاڼې
زما دژمي لمره
ته رانه ولې ولاړې
دا بې له تا له کوره