د امريکا په مرسته رامنځته شوي سيمه ييز پوليس په وژنو، غلاوو او جنسي تېريو کې ښکېل دي
په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د تېر يولس کلن حضور په موده کې د افغان ولس د مرستې په پلمه د راغلو بهرنيو هېوادونو يو شمېر کړونو، نه يوازې دا چې پر افغان دولت يې د خلکو باور له منځه يووړ ، بلکې د دواړو ترمینځ د يوه لوى واټن د رامینځ ته کېدو سبب شوې.
د دغو کړنو له له ډلې يو هم د کليو او بانډو د امنيت په پلمه د امريکا په مالي لګښت د سيمه ييزو پوليسو په نوم رامنځه شوى پوځ دى چې هېوادوال ورته د ناقانونه ملېشو په سترګه ګوري.
په تېر کې هم د دغو پوليسو د کړنو په اړه ولس په ځلونو شکايتونه کړي او ويلي يې چې دغه پوليس په خپلو سيمو کې په يو شمېر ناوړه کړنو کې ښکېل دي، خو دا ځل د امريکا دفاع وزارت چې سيمه ييز پوليس يې په مالي ملاتړ رامنځته شوي څېړنې ښيي چې دغه پوليس په وژنو، غلاوو او ان جنسي تېرو کې ښکېل دي.
لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د پنټاګون لپاره د يوه چمتو شوي ريپوټ پر بنسټ چې تر اوسه خپور شوى نه دى، خو دغه ورځپاڼې ته په لاس ورغلى ويلي چې سيمه ييز پوليس نه يوازې دا چې د امنيت له ټينګښت سره يې مرسته نه ده کړې، بلکې د دې سبب شوي چې د دوى ناوړه کړنې په اړوندو سيمو کې د دولت له وسله والو مخالفينو د خلکو ملاتړ ډېر کړي.
ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ ليکلي هغه ١٣ زره سيمه پوليس چې د امريکا له خوا تمويلیږي او د کړنو په اړه يې تر اوسه امريکايي چارواکو ډېره ستاينه کوله، نه يوازې د امنيت په راوستو کې پاتې راغلي بلکې په خپلو سيمو کې يې پر جنايتونو، رشوت، د خلکو ځورونې او د شخصي زندانو پر جوړولو لاس پورې کړی دی.
د هغه رپوت له مخې چې د (Rand Corporation) په نامه د پاليسۍ د څېړنې د يوه بنسټ له خوا د پنتاګون لپاره چمتو شوی، په هغو سيمو کې چې سيمه ييز پوليس فعاليت کوي، امنيت تر هغو سيمو چې هلته سيمه پوليس نه شته چندان توپير نه لري او په دغو سيمو کې امنيتي حالت تقريبا هماغه حالت ته راګرځېدلی، چې ١٥ مياشتې وړاندې و.
په رپوټ کې د يو شمېر امريکايي سرتېرو په حواله راغلي دي، چي محلي پوليس په افغانستان کې په تاوتريخوالي کې ونډه لري او کله نا کله يې له ملکي کسانو سره بد چلند کړی دى.
دغو امريکايي سرتېرو چې د محلي پوليسو د روزنې دنده يې پر غاړه درلودله همداراز ويلي دي چي افغان پوليس د نشه يي توکو په قاچاق، اداري فساد او جنسي تيريو په قضيو کې ښکېل دي.
خو د پنتاگون وياند جورج لېتل، ويلي دي چې د افغان محلي پوليسو پروگرام يو بريالى بهير دى.
هغه زياته کړې ده چې په ټوليزه توگه افغان امنيتي ځواکونو د پام وړ پر مختگ کړی دى.
د سيمه ييزو پوليسو د کړونو په اړه دغه رپوټ پر داسې مهال خپریږي چې امريکا غواړي د دغه پوليسو شمېر چې اوس ١٣ زره دى د ٢٠١٤ کال تر پايه چې محارب بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي ٣٠ زرو ته لوړ کړي.
شنونکي په دې اند دي چې سيمه ييز پوليس له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته د امريکا له لوري په افغانستان کې د کور پر کور او کلي په کلي جګړې د پيل په موخه رامنځته شوي دي.
له لوی افغانستان څخه په مننه