دڅـــــــــــــــه لپاره د نړۍ په ۱۳۵ هېوادونــــــــــــــــو کې دامریکا ۸۰۰ پوځي اډې شتون لـــــــــــــري ؟
ځــــــــــــــــــواب:
که د سړې جګړې له دوره راتېراو دمګړۍ دامریکا، تکبر،خودخواهي، ځورونو ، پارونوپه تېره بیا په ګران افغانستان کې دامریکايي اشغال خونړۍ لسیزې ته ځیر شو دې نتېجې ته رسیږوچې، امریکادسولې، ثبات، پرمختګ او خپلوي په ځای یوازې وېره، کینه، ترهګري اورواني جګړې نړیوالو ته وروړي.
امریکا، چې نن سبا دنړۍ یکتازه ده ترخپل اشغال لاندې ملکونو کې دخپل حضور دمشروعیت لپاره دپخوا په خلاف دوه لګښته په غاړه اخلي:
۱ ــ دلاسپوڅې ادارې لګښت .
۲ ــ دلاسپوڅې اداره په وړاندې دمصنوعي اوغیرطبعي مقاومت لګښت کوم څه، چې عاملأ په افغانستان او عراق کې وینو آن چې ګزک یې ترلیبیا پورې هم رسیږي.
په کوموهېوادنوکې چې امریکايي پوځي اډې شتون لري وګړي یې پخپلو ملکونوکې دااډې سرطاني غدې بولي.
حتی دلویدیځې نړۍ بې پرې سیاستوال امریکايي پوځي اډې پخپلو ملکونو کې دفشار الې بولي دا هم وايي، چې که زموږ په هېوادونو کې یادې اډې نه وای یاخوبه مو له سره افغانستان ته پوځیان نه وای ورلېږلي او یا به مو ډېر ژر ورڅخه راایستلي وای خو له بده مرغه، چې تر فشار . . . لاندې یو.
که تاسویاد وي دوه درۍ کاله مخکې داسامه تهدیدونوچې وېلي یې و الماني پوځونه دې افغانستان پرېږدي المانیان په وېره کې اچولي وو .
دا تهدیدونه داسامه په نوم دځانګړو موخو لپاره کېدل خو لویدیځ سیاستوال ښه پوهېدل، چې دا دچاکار دی.
دا چې دفرانسي اوسنی ولسمشر له افغانستان څخه دسږ کال تر اخېره دخپلو پوځونو په وتلو ټینګار کوي علت یې دا دی، چې یو خو یې په ملک کې امریکايي پوځي اډې نشته بل دا،چې خپل ولس ته یې ډېرې ډزې کړې خو زه وېرېږم، چې ملک ته یې څوک نوی ترهګر ونه زېږوي .
دیادولوده، چې امریکا ته هیڅوک د اشغال لپاره نه دي ورغلي یوازې امریکا ده، چې ځان ته د نیواک او یرغل روایتونه جوړولای شي تر څو بډایې او ستراتیژیکې سیمې تر ولکه لاندې او ولسونه یې په تیارو کې کښېنوي .
تاسې مهرباني وکړئ دامریکايي اډو په اړوند دالاندې مطلب ولولئ:
د نړۍ دا مهال زبرځواک امريکا د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۳۵ هېوادونو کې ۸۰۰ پوځي مرکزونه او اډې لري، چې پدې اډو کې د امريکا ارمي، ميرين، هوايي ځواک او کوسټ ګارډ ميشت دي.
دا مهال په جرمني، برتانيا، جاپان، ايټاليا، کوريا، اروپا، د روسيې اتحاد په ځينو هېوادونو ، افريقا او اسيا کې د امريکا پوځي ځواک په بېلو بېلو پوځي چارو بوخت دي.
د برتانياد پوځي چارو د يوې وېبپاڼې د راپور له مخې دا مهال په عراق کې د امريکا ۸۵۰۰۰ زره پوځيان او امريکايان شتون لري چې له دې سربېره په افغانستان کې ۱۳۷۰۰۰، ايټاليا کې۱۰۰۰۰ زره، جرمني کې ۵۲۰۰۰، جاپان کې ۳۶۰۰۰، کوريا کې ۲۹۰۰۰ زره، برتانيا کې ۹ زره، پاکستان کې د۱۰۰۰۰ زروپه شاوخوا او همدراز په نورو هېوادونو کې ميشت دي.
په اروپا کې ۷۸۰۰۰ زره او ختيځي اسيا په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۸۰۰۰زره، د شمالي افريقا په ځينو هېوادونو کې ۴۰۰۰ زره، په سويلي او ختيځه اروپا کې تر ۲۰۰۰ زره، دافريقا په صحرا کې ۲۰۰۰ زره امريکايی پوځيان او کارکوونکي شتون لري.
د امريکا پوځي لګښتونه د ټولې نړۍ د پوځي لګښتونو ۴۳٪ جوړوي .
له روهيي ویبباڼې څخه په مننه