اکثره امریکایان له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون مخالف دي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم اکثره امریکایان له افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیک تړون مخالف دي ځکه چې د دې تړون پراساس امریکا باید له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې یو شمېر ځواکونه پرېږدي او د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

د مانیټر/ټي آی پي پي (Monitor/TIPP ) له لوري په دې نظرپوښتنه کې، چې د اپریل په اووه ویشتمه نېټه شوې،  په سلو کې ۶۳ پوښتل شویو امریکایانو له افغانستان سره د امریکا ستراتیژیک تړون ته منفي رایه ورکړې خو ۳۳ فیصدو تایید کړی دی.

هغو کسانو چې مخالفت کړی، ویلي دي چې د دوی د اختلاف اصلي ټکی دا دی چې له ۲۰۱۴ وروسته امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې کېږي او بل دا چې امریکا ځان مکلف کړی چې له ۲۰۱۴ وروسته به هم تر لسو کلونو پوري له افغانستان سره د ملیاردونو ډالرو مالي او پوځي مرستې کوي.

د امریکا او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو په تړون کې، چې د اعتبار موده یې لس کاله بلل شوې، امریکايي پوځیان اجازه مومي چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان له پوځي مرکزونو د القاعده او طالبانو پرضد کار واخلي.

همداراز امریکايي پوځي روزونکي به د افغانستان په اډو کې افغان ځواکونه روزي.

په تړون کې نه دي ویل شوي چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې څومره امریکايي پوځیان پاتې شي او یا امریکا به له افغانستان سره څومره مرسته کوي.

خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو کالنی لګښت څلور ملیارد ډالره اټکل شوی دی چې درې یې امریکا په غاړه اخیستي دي.

په نظرپوښتنه کې له امریکایانو پوښتل شوي و:

«د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوځیان وباسي، له ۲۰۱۴ وروسته د دې لپاره چې له افغانانو سره مرسته وکړي امریکا به تر لسو کلونو پوري په افغانستان کې یو شمېر ځواکونه پرېږدي او امریکا به هر کال د افغانستان پر امنیتي ځواکونو څو ملیارد ډالره لګوي.

ایا تاسو له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره د امریکا دا ډول موافقه تاییدوئ؟

له تاند څخه په مننه

دنښتر ویبلاګ یادښت:

په پورتني متن کې راغلي چې :

امریکايي پوځیان اجازه مومي چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان له پوځي مرکزونو د القاعده او طالبانو پرضد کار واخلي.

دا په دې مانا ده چې په قطر کې روانه لوبه هسې عوام غولونه ده او که نه وي نو د روغې جوړې په صورت کې خو بیاباید وسلوال مخالیفین قدرت تر لاسه او یا په قدرت کې سهیم شي .

دا دواړه حالتونه دا پاس جمله نفې کوي نو که داسې وي بیا خو امریکایانو ته له سره اړه نشته .

لنډه یې دا چې امریکایان یوازې دافغانستان په اشغال پسې نه دي راغلي امریکایان په سیمه کې دپېړیو پېړیو خوبونه ویني  خو رښتیا یې مه کړې .

په درنښت