بهرنيو ځواکونو يو ځل بيا ٢٣ ملکي وګړي وژلي دي
بهرنيو ځواکونو يو ځل بيا په لوګر، بادغيس او هلمند ولايتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٣ ملکي وګړي وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.
لومړنۍ پېښه په هلمند ولايت کې شوې ده، د هلمند ولايت مقام وايي، چې په سنګين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله يوه مور له خپلو پنځو ماشومانو سره وژل شوې ده.
د دغه ولايت د والي وياند داوود احمدي وايي، چې دا پېښه د تېرې جمعې په ورځ (د غويي ١٥مه) د سنګين ولسوالۍ د فتح محمد پېچ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ايساف ځواکونو په دې سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر يوې مورچې هوايي عمليات ترسره کړل، خو ځيني بمونه پر يوه کور لګېدلي دي.
احمدي وايي، چې په دې پېښه کې مور له خپلو درېيو لوڼو او دوو زامنو سره وژل شوې ده.
نوموړي وويل، چې له دې پېښې وروسته د ولايت مقام يو پلاوى سيمې ته لېږلى و او پلاوي ياد شوي معلومات د ولايت مقام ته ورکړي دي.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې په افغانستان کې د دوى د ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو له پېښې خبر شوي او په اړه يې د معلوماتو راټولو هڅې پيل کړې دي.
سرچينې ويلي، چې د څېړنو او معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به له رسنيو سره تازه جزئيات شريک کړي.
د ملکي وکړو د وژنې دويمه پېښه د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې شوې ده چې په کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١٤ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر غلام نبي وايي، چې دغه پېښه وړمه شپه د بالامرغاب ولسوالۍ په نوبور کلي کې رامنځته شوه.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ ملکي کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي وايي بهرنيو الوتکو دوه کورونه بمباري کړي دي.
له بلې خوا په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر د دغو عملياتو پخلى کوي، خو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه يې ناخبري وښوده.
د بهرنيو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژنې درېيمه پېښه د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې شوه ده.
بهرنيو ځواکونو د ازرې ولسوالۍ د قلعه ګي په سيمه کې درى ملکي وګړي وژلي دي.
امنيتي سرچينې وايي چې د بسم الله جان په نامه یو سپینږیری او دوه تنه ماشومان چې عمرونه یی د ۷ او ۸ کالو ترمنځ دي په وژل شوو کسانو کې شامل دي.
دغه راز په کاپيسا ولايت کې هم د بهرنيو ځواکونو له خوا د ملکي وکړو د وژنې په اړه رپوټونه ورکړل شوي، خو ددې پېښې د کره مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته.
د ستراتيژيک تړون له لاسليک کېدو وروسته دا لومړى ځل دى چې بهرني ځواکونه په پراخه کچه ملکي وګړي وژني.
ولسمشر کرزي په دې پېښه جدي غبرګون ښودلى دى.
د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه سرنوشت ورځپاڼې ته په را لېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې حامد کرزي پرون مازدیګر په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان الن او د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کراکر د یوې فوق العاده غونډې لپاره ارګ ته وروغوښتل او د هغو ملکي تلفاتو په هکله یې ورته څرګندونې وکړې چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې زموږ هېوادوالو ته رسېدلي دي.
اعلاميه وايي:
(( حامد کرزي د ناټو لوی قوماندان او د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ته وویل چې افغانستان ملکي تلفات او پر کلیو بمبارۍ نه پخوا منلي وو او نه ورته اوس د منلو وړ دي.
ده زیاته کړه چې د ملکي تلفاتو مسأله هر ځل د افغانستان او امریکا د اړیکو د تشنج باعث شوې ده کرزي د ناټو له خوا خپل سري عملیات او پر ملکي خلکو بمبارۍ نه یوازې د افغانستان د حاکمیت، بلکې د انسانانو د ژوندانه مسأله هم وبلله چې په هېڅ صورت ترېنه سترګې نه شي پټېدلای.))خبرپاڼه وايي، حامد کرزي زیاته کړه چې افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند په دې دلیل لاسلیک کړ چې د ورته پېښو مخه ونیول شي او د افغانانو ژوند مصؤون شي، ده وویل چې که د افغانانو ژوند خوندي نه وي نو ستراتیژیکې همکارۍ خپله معنی او مفهوم له لاسه ورکوي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې په مقابل کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الن وویل چې شخصاً دی ددغو پېښو مسؤولیت په غاړه اخلي او له جدي پلټنو وروسته به ډېر ژر خپل راپور کرزي ته وړاندې کړي.
بل خوا سياسي کتونکي وايي چې امريکا له ستراتيژيک تړون سره سره پلان لري چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي او د جکړې د دوام لپاره امريکاداغوره ګڼي چې افغان بې ګناه ملکي وګړي ووژني تر څو هغوى وسلې ته لاس کړي او په دې ډول جګړه اوږده شي.
دیو بل خبر له مخې ناټو وايي، چې دشپې عملیات به هم دوام ولري دا پخپله دجګړې داوږدولو په ماناده:
امريکايي جنرال:
ناټو به په افغانستان کې د شپې له عملياتو لاس وانخلي
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يوه قومندان جنرال (جاکوبسن) ويلي، چې له افغانستان سره د شپې عملياتو په اړه تړون دا مانا نه ورکوي، چې ناټو به د شپې په تياره کې هېڅ عمليات نه کوي.
ده وويل چې له افغانستان سره موافقه شوې وه، چې عمليات به افغاني کېږي خو داسې نه ده چې د شپې عمليات به درېږي.
ده ټينګار وکړ چې د شپې عمليات اړين دي او دوی به دغو عملياتو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده ، چې وړمه شپه د کونړ په شيګل کې د امريکايي ځواکونو په شپنيو عملياتو کې درې تنه ملکي وګړي چې يو تن يې ښوونکی و، ووژل شول.