هغه وخت هم مغرور،تیري کوونکي خونړي استعماردمعاهدو،تړونونواو موافقتنامو چیټۍ په خپله لیکله او په خپلو مزدورولاسپوڅوېې لاسلیک ته رسوله، اوس هم همغه بهیر تر پخوا ډیرله شرمه ډک اوپه ځانګړي بادارانه توګه تر کار او کړنې لاندې دی.توپیر یواځې په دې کې دی چې دزاړه استعمار په لاس جوړ شوي واکمن ترډیره دجاسوسی شبکوپه تور جال کې ډیر ښکیل نه ښکاریده.ډیر به ېې یاداسې کسان وو چې دخپل پلار نیکه دمیراث په لټه کې به داستعمار په تور کې ورلویدل او یا به استعماردخپلو ستراتیژیو له پاره دټولنوغله او لومپن یاغیان تخت ا وتاج ته رسول. خونن تر څو دپردو لاسپوڅي واکمن مخامخ او له اوږدو کلونوله زده کړو او شبکه ېې تجربو وتلي نه وي ،دباور وړ نشي کیدای.
داستعمار دزمانې معاهدې،قراردادونه،او موافقتنامې  هغه چې داستعماردلاسبرۍ په حالت کې منځ ته راتلې ټولې په یوه خوله او په آمرانه ژبه له پوځي ګواښ سره سم ددیکتات په بڼه وې،خو هغه وخت چې استعمار داولسونو دپاڅونونو په وړاندې پاتې راته نو بیا پریکړې او موافقتنامې داولسونو دمخکښو مبارزینوله خواداسې جوړیدې چې ځانګړی قهري آمرانه بڼه ېې در لودله.په دې برخه کې ددووپریکړو یا معاهدو دمتن محتوی ته دبیلګې په توګه ورګرځو. هغه وخت چې انګریزي استعمارشاه شجاع تر غوږو را ونیو او درنجیت سنګ پښو ته ېې وروغور ځاوه ، نولومړی د درې اړخیزه معاهدې په نوم هغه چیټۍ پرې ومنل شوه چې انګریزانو په خپله خوښه لیکلې وه.دغه وخت د۱۸۳۸ کال دجون دویمه وه او لا انګریزي لښکرې افغانستان ته نه وې را ننوتې. کله چې دغه لښکرې له شاه شجاع سر یوځای پر قندهار را پریوتې او له یوه لوري مزدورشاه دکابل دتخت نیولو ته هیله من شو او له بل لوري استعمارداسې وانګیرله چې خلک ویده او داستعمار دمقابلې توان نه لري نو ېې دقندهار دمعاهدې په نوم په شاه شجاع نور داسې څه ومنل چې هلته بیا درنجیت دپښو پل نه لیدل کیده.په دې تړون کې مست استعماري بې سیاله خان امرونه کول او مجبور مزدورشاه ېې منلوته په ملا دوه شوی ولاړو.انګریز وې ستا په دربار کې به دتل لپاره زما یووتلی پوځي او سیاسي استازی وي،شاه وې:ولې نه.انګریز وې ستا دساتنې له پاره به یو دایمي انګلیسي پوځ وي،مزدور شاه وې ولې نه.باداروې ددغه پوځ لګښت به ستا په غاړه وي، ګدايي ته ناست مزدور وې : منم ېې صاحب!
کله چې څه دپاسه دوه کاله وروسته دخلکو او اولسونواستعماري ضدپاڅون بري ته ور نږدې اوداستعمار دغروربیړۍ طوفاني شوه هغه مست خان داسې ولویدچې دجهاد او مبارزې دمشرانو په وړاندې هرامرته په ګونډو و.له عذر ،زاریواو نانواتوپرته ېې ددې توان نه وچې دپاڅون یوه خبره هم ور غبرګه کړي.دپاڅون مشرانو وې هرڅه ژر به له کابل،غزني او قندهار څخه ووځۍ. وي صاحبانوهمداسې کوو،وې دغزني ځواکونه به مونه دقندهار بلکې دکابل له لارې وځي ځکه تاسو په قندهار کې بیا جګړې ته چمتو کیږۍ. وې صاحبانو همداسې به کوو.وې له کابل څخه جلال آباد ته ستاسو دکابل دفوج له رسیدو مخکې باید له جلال آباد څخه په شا شۍ، وې صاحبانوستاسو امر منو.وې له شپږوارابو درنې او درې ارابو سپکې تو پخانې پرته به هر څه دپاڅون مشرانو ته ورکوۍ .وې صاحبانو همداسې به کیږي،وې ستاسو شپږ تنه لویان به دامیر دوست محمد خان تر رارسیدوله  موږ سره یرغمل وي.وې صاحبانو سمه ده.وې بیابه هیڅکله پر افغانستان دتیري خیال نه کوۍ .وې صاحبانو داڅه اورو،دادی پوزه په خاورو کشوو. وې شاه شجاع او کورنۍ به ېې ستاسو تر بشپړې وتنې او دامیردوست محمد خان او نورو هغو افغان شخصیتونو او کورنیوتر بیرته را ګرځیدلو په بالاحصار کې دحاجي خان په کلاکې نظر بند وي. وې صاحبانو ستاسوهرڅه دسر په سترګو منو.
همدغه څه په داسې یوه پریکړه لیک واووښتل چې داځل مست استعماري خان نوکر او خوارپه ډډولوڅ ملي پاڅون دزمانې بادار و.هغه زمانې لاړې، تاریخي درسونه ېې پاتې شول. دافغانستان دخلکو او اولسونو له پاره دمبارزو هغه فصل په یوه تل پاتې ویاړ واووښت او دتاریخي میړانې سندره ېې په زړونو او مغزونو کې پاتې شوه.
انګریزونه شرمید یوځل بیا ېې پر افغانستان را ودانګل ،داځل ېې دانګریزي فتنې له مخې دخپلو شنو سترګو پرځای دنیمې وچې مسلمان اجیر لښکر را مخته کړل.خودغه ځل هم په څلورې تر خیبره واووښتل.دانګریزانو پر خلاف زموږ دخلکو دریم بریالي پا څون داځل دنړیوال استعمار ټول دیوالونه ولړزول او تاریخي لویدنه ېې له همدې ځایه پیل شوه.
دنړیوال زاړه استعماري نظام له لویدو وروسته او په تیر بیا هغه وخت چې دسړې جګړې دوران ېې بولي اود نړۍ اولسونه په چټکه دملې خپلواکیو په لور وخوځیدل ، نړیوالې اړیکې هم څه بل شان شوې.په دغه دور کې،ملتونو دا حق وموند چې له نورو سره لوی وې که واړه خپلې اړیکې تر ډیره په متقابل احترام ودروي .ددغې زمانې تړونونه او موافقتنامې په عامه توګه دبیوزلو او تر ستم لاندې په اقتصادي جبر اخته ملکونو له پاره داستعمار دزمانې په پرتله له سپکاوۍ ډکې نه وې.خپلواکوهیوادونو له نورو سره خپل تړونونه دمتقابل احترام له مخې منلی شوای. دتړونونو ډیرعنوانونه دسولې،دوستۍ ،متقابلو مرستو او له ګاونډیوسره دښه ګاونډیتوب او مرستې په نومونو کې را ځلیدل. دځواکونو یوه نړیوال بیلانس هم دغه حالت ته مرسته رسوله او دملګرو ملتو نړیوال اعتبارهم تر هغه وخته چې دزبرځواکونو دناروا کړنوپه غیږ کې نه وکیوتی، همدې حالت ته مرسته رسوله.خو دسړې جګړې په پای ته رسیدودنړۍ حالات بیا په تورو نوو استعماري ډوله لړو کې کیوتل.داځل نړیواله پانکواله دسړې جګړې دپای اتله شوه،همدې «اتلولۍ» لویدیځ دامریکا دمتحده ایالاتو په مشرۍ دې ته هیله منه کړه چې کولی شي پر نړۍ یو لاسې بې سیاله واکمني تر ګوتو او دنړۍ جغرافیه دخپل ځان په ګټوواړوي.ددریمې نړۍ په تیره بیا دآسیا ډیره شتمنه سیمه ددغو خوبونولومړی منزل و. پر افغانستان دامریکا او انګلیس پوځي خونړی یرغل دهمدغو خوبونودترسره کولولومړی تمرین و.ددغې لیونۍ ،خونړۍ اوبیړنۍ منډې دپیل په شیبو کې دهمدې تمرین لمنه عراق ته هم ور وغزیده او که دافغانستان او عراق دخلکو او اولسونوملي مقاومت نه وای نو بې له شکه به اوس همدغه منډه شمال ته تر مسکوه، لویدیځ ته ترایران ترکیي او سوریي او ختیځ ته ترجاپانه رسیدلې وای.ځکه دریګن او تاچر د آزاد بازارکیسه او دبوش او بلیرلیونتوب په هند او چین کې نه دریده.هغوی ته دجاپان را پرځول هم یوه په زړه پورې نښه وه.
په عراق کې دامریکا او متحدینوخونړۍ وژونکې او نابودوونکې لوبه ډیره درنه او دیوه ستر تاریخي تمدن له منځه وړونکې وه،خودغه خونړی یرغل او اشغال تر افغانستانه ژر پای ته ور نږدې شو. دعراق واکمني هم پردو جوړه او راوستې وه خودغې واکمنۍ لږ تر لږه دا میړانه در لودله چې دخپلو اولسونو دغوښتنو له مخې ېې په خپلو مرییتوب ډوله دریځونو نوې کتنه وکړه او هرڅه چې امریکايي یرغلګرو وګواښوله لږ تر لږه ېې په ښکاره دیرغلګر ځواک دپوځي اډواوپوځي دیکتات دوام ونه مانه.آن تردې چې امریکاېې واکمنو تر پوځي ګواښ لاندې ډیرې دیپلو ماتیکې هلې ځلې وکړې تر څو لږ تر لږه دسفارت په اډانه کې ددوی څو زره پوځیان هغه هم په ملکې جامو کې پاتې شي ، خو عراقي واکمنو همدغه څه هم ونه منل.که نن دعراق واکمن چې دعراق په تاریخي لویدنه کې بیګناه هم نه دي لا خپل شتون ته دواک په ګدۍ دوام ورکوي شاید یو لامل ېې همدا میړانه وي چې امریکايي اډې ېې ونه منلې او امریکايي کړۍ ېې له خپلو غاړو وغورځولې.
خو په افغانستان کې په داسې حال کې چې دامریکا، ناتو اوآیساف ناتو،ماته هیڅ خدای هم نشي را ګرځولی،دپردو ناسته لاسپوڅې واکمنې دخپلو خلکو او اولسونوپا څون ته دکتو سترګې نه لري او هرڅه چې همدا اوس هم ماتې خوړلی پردی ځواک ورته دیکتې کوي همغه مخته وړي. امریکا، ناتو او آیساف ېې په خپله دخپلو رسوا ماتوهنداره ویني او اعتراف هم پرې کوي، خو مزدوره واکمني هڅه کوي چې د مرییتوب کړۍ نورې هم سختې کړي او دموافقتنامو دلاسلیک له لارې ماتې خوړلي اشغال ته زړه ورکړي.داټول دڅه له پاره؟ دعراق دروانې واکمنۍ په لمن به هر تور داغ وي خو داسې چې دعراق هرڅه دې دځان او خپلو کورنیو په ګټه لوټ کړي وي ډیر لږ اوریدل کیږي.په هغو دوطن پلورنې تورشته خو دوطن خوړنې تور ېې ډیردروند نه بریښي.دافغانستان واکمي په لوړه کچه په درانه فساد کې له پاسه تر لاندې دوطن پلورنې په څنګ کې دوطن خوړنې بار هم په غاړه لري او له همدې کبله ده چې دخپلو خلکو او اولسونو غیږې ته دورګرځیدوتمه نه لري.همدغه حالت ددې لامل شوی چې له روسپي ډوله نخرو پرته پردو ته خپله ژمنه او وفاداري تر پایه وساتي.ځکه دوی فکر کوي اوپه حقه هم دي چې خپلو خلکوته دحساب ورکولو توان نه لري.ژوند ېې دپردو او په پردو پورې تړلی دی.دغسې یوه په ښکاره غله،لوټماره او وطن ضد واکمني په هیڅ ډول دافغانستان دخلکو استازیتوب نشي کولی. له دغې مزدورې اومجبوري واکمنۍ سره دمست خان واده دوی ته روا خو زموږ خلکو او اولسونو ته یوشرموونکی عمل دی.                                       
دامریکایی مست خان او دهغه دښکاره نوکراو نوکرانوموافقتنامې هيڅ ډول حقوقي او ملي اعتبار نه لري.دغه له اعتباره وتنه دپیښو نندارییزبهیر په خپله هم ښیي.دهیواد پردو کینولي واکمن څو ورځې څه ناز اونخرې کولې چې دا منم او دانه منم.خودده په څنګ کې تر ده پورته واکمن دادفررنګین سپنتا چې یو وخت دوطن دچپ «دموکراتیک نوین» مائوپلوه جریان مشر هم ودمست خان په اشاره ګواښ وکړ چې که حامد کرزی هرڅه ژرله امریکا سره دمرییتوب شرایط ونه مني دی به له خپلوټولو دندوځان ګوښه کړي.داچې ده کومې پټې او ښکاره دندې در لودې او دا دندې څومره دارزښت وړ وې چې کرزی ېی مات کړ، پردې څوک نه پوهیږي. له دې سره سم مست خان هم لږ څه نرم شو او دکرزي داعتبار ساتلو له پاره ېی دکاغذ پرمخ ومنله چې دبګرام امریکايي جیل به په شپږو میاشتو کې افغان لوري ته سپاري اوورپسی دا هم تش دکاغذ پرمخ ولیکل شول چې نور به امریکايي خونړي شبخونونه نه تر سره کیږي.داسی ښودل کیدل چې دحامد کرزي ټولې غوښتنې همدا وي خو سپنتا همدغه څه هم زیاتي بلل.په دې هم کرزی او هم سپنتا او دکابل دواکمنۍ ټول لوړ پوړي او دافغانستان خلک پوهیږي چې مست خان ته دا کاغذي پړ پړې هیڅ دي.په تیرو څه دپاسه لسو کلونو کې ډیرڅه دژبې په سریا دکاغذ پرمخ منل شوي خو هغه یو هم عمل ته نه دي را وتي. همغسې چې دغلا، لوټ او مرګ په نوم امنیتي کمپنۍ ونه تړل شوي او دانساني ضد ښکاره بې شمیره جنایتونودڅیړني ژمنې په اوبولاهوشوي  له مست خان سره دستراتیژیکې موافقتنامې تر نامه لاندې دمجبور نوکر واده به هم له حرمونو پرته څه ونه زیږوي.
پخوا یوزیات شمیر امریکا پلوه بې خبره او اجیرو روښانفکرانودې ته نڅا کوله چې له امریکا سره به ددایمي پوځي اډو دجوړیدومعاهده لاسلیک کیږي او له دې لارې به دغلو او اجیرنو بازار تل تودوي، خودحالاتو ددرانه فشار په نتیجه کې داسې ښکاري چې دناتو او آیساف په سرکې امریکا،دې نتیجې ته رسیدلې چې دافغانستان دخلکو مقاومت نه ایساریدونکی دی،باید دخپلو پښوسپکولو ته څه نوې لارې غوره کړي.دمعاهدې پرځای دموافقتنامې جوړونه او په ښکاره دا چیغې چې دپوځي اډو دجوړیدو خیال نه لروپه خپله ښيي چې داشغال لمرپه ډوبیدو دی.په همدې یواړخیزه موافقتنامه کې هم په ښکاره بریښي چې امریکايي لوري دافغانستان دخلکو پاڅون منلی دی،نورله طالبانواو له القاعدې او آی اس آی سره دهغوي داړیکو خبره نه کوي او دي ته چمتو دي چې دروانې فاسدې واکمنۍ بدیل دخلکو په پاڅون کې ومني. همدې خبرې ته په پاملرنه هم ویلی شو چې دلاسلیک شوې موافقتنامې ببولالې له یوه نندارییزبهیر څخه پرته څه نه ښيي.          
دمتحده ایا لاتو دجمهوري ریاست ټاکنې را نږدې دي،بارک اوباما له خپل جمهوري پلوه سخت رقیب سره مخ دی.دتش په نوم ستراتیژیکې موافقتنامې لاسلیک په داسې وخت کې چې بن لادن دوژنې «اتلولي» هم را تازه کوي د مبارزاتي کمپاین یوه برخه هم ده.له همدې پلوه اوباما دغلوپه شان بې خبره دشپې په توره تیاره کې په بګرام کې خپلې پوځي اډې ته را کوزیږي اوپه همدې توره شپه کې په یوه داسې چورلکه کې چې څراغونه ېې هم ټول مړه شوي کابل ته راځي اونه ښکاري چې دارګ سمڅې دي که دسفارت یا کوم پټ هوټل، هلته حامد کرزي دسیا له زره بین لاندې څوتنه لوړ پوړي راټول کړي او په لیونۍ بیړه په لیکل شوي موافقتنامې کوتې ږدي او اوباما په همدې توره شپه کې بیرته تښتي.دغه حالت په خپله ددې ښودنه کوي چې امریکایي واکمن دافغانستان په هیڅ ځای آن خپلوپوځي تم ځایونو کې  هم دخوندیتوب نښې نه ویني.دې واقعیت ته په کتونوموړې موافقتنامه دافغانستان دخلکو له ارادې پرته دیوه ماتې خوړلي مست خان او یوه مجبور نوکر موافقتنامه ده،هیڅ ډول رسمیت،حقوقي ،ملي او نړیوال اعتبار نه لري.دافغانستان خلک او اولسونه دمست خان او مجبورنوکر دغه واده ددوی خپل کار بولي.اوس چې سم په سمه دشاه شجاع او انګریزي استعماردلویدوننداره تکراریږي دغه شان موافقتنامې یواځې دسیاست ړانده خوشحالولی شي.که متحده ایالات او لاسپوڅي ېې نه غواړي چې روانه تراژیدي چې دهیڅ لوري په ګټه نه ده تر دې هم اوږده شي باید خپله ناروا او زموږ دخلکو روا مقا ومت ومني،خپل خونړي لاسونه ورلنډ او خپل لاسپوڅې دخپلو لښکرو په اوږو له ځانه سره واخلي.دغه څه به هم دافغانستان، هم دسیمې او هم دنړۍ دسولې او امنیت په لور واقعبینانه ګام وي.هغه وخت چې دخلکو او اولسونو ملي پاڅون دزور،فساد،خدعې اونیرنګ دیوالونه ونړوي، له تیري او اشغال سره محاسبه به هم بې له شکه سخته اوپه بله ژبه وي.

نوربیا