نظرپوښتنه:

ډېرى امريکايان له افغانستانه د ډېر شمېر امريکايي پوځيانو د وتلو پلويان دي

له يوې تازه نظرپوښتنې سره سم اکثره امريکايان له افغانستانه د ډېر شمېر امريکايي پوځيانو د وتلو پلويان دي، خو له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره د اقتصادي او امنيتي مرستو مخالف دي.

د رويټرز خبري اژانس له لوري په دې نظرپوښتنه کې دغه راز ويل شوي چې اکثرو امريکايانو په عين حال کې په افغانستان کې د کم شمېر امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو ملاتړ کړى چې افغان امنيتي ځواکونه وروزي او د القاعده پرضد ماموريت ته دوام ورکړي.

ناټو په افغانستان کې اوس شاوخوا ۱۳۰ زره سرتېري لري چې په هغو کې ۹۰ زره امريکايان دي.

د امريکا د متحدو ايالتونو دفاع وزير ليون پنيتا ويلي چې د راتلونکي کال(۲۰۱۳) تر نيمايي پورې به د امريکايي پوځيانو لويه برخه له افغانستانه وباسي.

د رويټرز له لوري نظرپوښتنه په هغه ورځ شوې چې ولسمشر بارک اوباما د بن لادن د وژلو د تلين لپاره ناببره افغانستان ته لاړ او د افغانستان له ولسمشر سره يې د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړ.

که څه هم تراوسه پورې د امريکايانو لپاره دا تړون زيات واضح نه دى، خو په هغه کې په دې ټينګار شوى چې امريکايي روزونکي به له ۲۰۱۴ وروسته هم د افغان امنيتي ځواکونو روزنې او د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

په دې نظرپوښتنه کې، چې له ۷۷۶ تنو امريکايانو څخه انلاين شوې، په درو کې دوو ويلي، دوى نه غواړي چې امريکا له افغانستان سره اقتصادي او امنيتي مرستې جاري وساتي.

 په سلو کې ۷۷ ويلي، دوى غواړي چې د امريکا له روزونکو او خاصو ځواکونو پرته ټول امريکايي پوځيان د ۲۰۱۲ کال تر پايه پورې له افغانستانه ووځي.

نژدې همدومره (۷۳٪) ويلي چې دو‌ى نه غواړي چې د امريکا متحد ايالتونه په افغانستان کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي.

دوى ويلي چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او د القادعده د غړو د تعقيبولو لپاره د محدود شمېر امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو ملاتړ کوي.

له لوی افغان څخه په مننه