د«مست خان» او مجبور نوکر موافقتنامه

دوهمه برخه

لیکوال 

ش،حصین

دا شیبه چې د مست خان او مجبورنوکر د موافقتنامې دویمه برخه لیکم بې شمیره خونړۍ پیښې مې مخته پرتې دي.دمست خان اومجبور نوکرله« ستراتیژیک»؟!دا شیبه چې د مست خان او مجبورنوکر د موافقتنامې دویمه برخه لیکم بې شمیره خونړۍ پیښې مې مخته پرتې دي.دمست خان اومجبور نوکرله« ستراتیژیک»؟! موافقتنامې لا یوه اونۍ نه ده تیره شوې. په همدې څوشپو اوورځوکې امریکایي ،ناتويي او ایساف ځواکونو خپل خونړي وحشت ته په بیساري توګه زور ورکړیدی.دکاپیسا په ولایت کې ېې څلور تنه بیګناه بزګرپه خپلو کروندوکې تر هوايي بمباریو لاندې ووژل،په کونړکې ېې دیوه ښونکي په کوردشبې له مخې یرغل وروړ اوهغه ېې له ژوند څخه بې برخې کړ.دیوه مور پنځه بچیان په امریکايي هوايي بمباریو کې شهیدان شول،دبادغیس په بالامرغاب کې دپردو لشکرو هوايي بمباریو ۱۶ تنه بیګناه ملکي خلک ووژل او شپږ تنه ېې داسې ټپیان کړل چې خلک ېې هیڅ لوري ته دوړلو توان نه لري.دادمست خان او مجبور نوکر دموافقتنامو پیلامه ده.حامد کرزی دتل په شان بې پایلې خفګان ښيي او ناتو هم دځینو خونړیو وحشتونوتور مني او دتل په شان یوه لنډه بښنه غواړي.په تیرو څه دپاسه لسو کلونو کې په لسګونو زره افغان بچیان په همدې اور کې وسوزیده خو ډاټول دمجبور نوکرپه یوه مزورانه ناخوښۍ اودمست خان په یوه مفته او بې ارزښته بښنه کې رالنډ او له یادونو ووتل.

دسختې خواشینۍ او بدمرغۍ وړخبره داده چې دمرګونولړۍ دومره اوږده اوژوره شوه چې اوس څو دمرګ اوښ دچا خپل کورته کونډې نه وي وهلي، هیڅوک دنوروپه مړینه درښتینې ژړا له پاره څه نه لري.یووخت دویتنام دانسان په مرګ او وژنه زوریدو خو اوس دخپل افغان بچي مرګ او وژنه هم راته هیڅ ده. ددیورند دکرښې دوو لوروته دپښتانه مرګ او وژنه هم دډیرو پښتنو او هم دغیر پښتنو لپاره اوس یو جشن دی.امریکایي پلوه داشغال اوتیري افغان لوري هر هغه څوک چې په دې اور کې سوزي ،طالب، القاعده او آی اس،آی بولي او له توپیرغوښتنې ډکې غیر پښتني ډلې هم دغه څه یونیک فال ګڼي اوله دې لارې دخپل هیواد دیوه لوی ټبرورکې او لږه کي کیدلو ته سترګې په لاره دي. همدغو دردوونکو تاریخ ځپونکو هڅو، له پردو سره ددغو پټو او ښکاره تړونونو لاره پرانیستې ده .دوطن حالات زورونکي او دافغانستان دتاریخي لویدنې پیلامې جوړوي،اشغال دوام لري،دداخلي واکمنۍ په نوم هسې یو شمیرپردو روزلي دورځې په نرخ معاملې کوي، دوطن اصلي واکمن پردي او پر هغو پوري تړلي دوطن په سرهغه معامله ګر غله دي چې ژوند،شرف،عزت او شخصیت ېې یواځې په دالرو تلل کیږي.ددغو غلو لوړه لاسته راوړنه چې ډیره هم پړسیږي دمطبوعاتو او ښونې روزنې آزادي او پراختیا ده.ولې یواځې په همدې لورو زور لګول کیږي.ځواب ېې روښانه دی. یوه پردو کینولې واکمني دجګړې او دخلکو دمرګ او ژوند په برخه کې هیڅ ډول واک او اختیار نه لري.جګړې له مخې اشغالګر او اجیر معامله ګر ېې مخته وړي. دهغوی زړه چې څوک وژنې،څومره وژني،په کومووسایلو او کومو پوځي ناروا تاکتیکونوېې وژني.داشغال او ضد اشغال خبره دپيښو اصلي لوری دی.په دغه لورې پردو را وستې واکمنې ښايي کله کله دتذویر اوښکې تويي کړي خوپرپیښو څه اغیر ځکه نه لري چې دوی ټول دپردو معاش خوړونکي، اواوږدې ژمنې ېې ورکړیدي.په داسې یوه درنه اشغال راوستې خونړۍ غمیزه کې دتوافقاتو خبره دنورو نوو،درنو،وطن ضد له مرییتوب ډکو ژمنولاره پرانیزي.په دې توافقاتو کې اجیر واکمن دخپلې ناولې واکمنۍ دوام دپردو دواکمنۍ په دوام کې لټوي .له همدې کبله دغه توافقات مرګوني،دملي ګټوضد او له نه بښوونکو ملي خیانتونو پرته څه نور نشي کیدای.پردو کینولې واکمني دخپل لوټ ددوام اوساتلو په خاطر مجبوره ده چې معامله وکړي او مست خان هم په سیمه او دسیمې له لارې په نړۍ کې خپلې ستراتیژۍ لري.دهغوي ستراتیږۍ هم پټې نه دې: دبې وزلو اولسونو لاندې کول،دنړۍ دجغرافيي داسې اړول چې دوی پرې واکمن وي ددغو ستراتیژیو دروند اړخ جوړوي.په همدې لټه کې باید ددریمې نړۍ په تیره بیا دآسیا دلويي وچې دهغو پرمختلونکو هیوادونو را پرځول دې چې لویدیځ کمپنۍ ېې د خپلو خوبونو خڼد بولي. دغو واقعیتونو ته په کتلوسره ویلی شو چې دمست خان او مجبور نوکر په موافقتنامه کې دستراتیژیو خبره دافغاني لوري خبره نه بلکې دامریکايي لوري خبره ده او له همدې کبله دغه موافقتنامه دوه اړخیزه حقوقي بڼه نه لري بلکې مست خان روا اوناروا غوښتنې لري ،مجبور نوکرداستعمار ددورې دشاه شجاع او یعقوب خان په شان هغو غوښتنو ته ژمنې ورکوي.

دغه قلم دستراتيژیک کلمې د مفهوم ژباړه په پښتو اودري ژبو کې داوږدمهاله اودرازمدت په معنې هم سمه نه ویني او دا ځکه چې ستراتیژیک تړونونه او موافقتنامې اساسآً پوځي رنګ یا مضمون لري.ښه حکومت داري،دښونې پرا ختیا،دقوانینو پیاده کول دآزادیو پراختیا او خوندې ساتنه دهیوادونو او دولتونو ملي مکلفیت دی،په هغو کې دستراتیژیو ځایول که دتیر ایستنې له پاره نه وي یوبې معنی کاردی.دهمکاریو تړون کیدای شي دلنډې يا څه اوږدې مودې له پاره دهیوادونو تر منځ تر سره شي خوکلکه چې هغو ته ستراتیژیک خطاب کیږي معنی ېې داده چې هرڅه به په پوځي بهیر پورې تړلي وي.دمست خان غوښتنه هم همداده چې هغه خپلو پوځي هدفونو ته چې یقیناً  سیاسي، اقتصادي او فرهنګي هم دي له خپل مجبور نوکر څخه ژمنې اخلي.

دغه ډول ژمنې مخکې هم په پټې او ښکاره ورکړل شویدي.دبیلګې په توګه دحامد کرزي دکابینې دکورنیو چارو وزیر یونس قانوني او دبهرنیو چارو وزیرعبدالله عبدلله له آیساف او ناتو سره داشغال په همغو لومړیو میاشتو کې داسی یوه موافقتنامه لاسلیک کوي چې دهغې له مخې امریکايي، ناتويي او آیساف لښکرې له هرډول محدودیت او پوښتنې پرته په ځمکه او هوا کې دهر وحشت پوره اجازه لري.دغه شان حامد کرزی په پټه له امریکايي لوري سره په کال ۲۰۰۳ ا وکال ۲۰۰۵ کې پټې معاملې تر سره کوي.هغه موافقتنامې یقیناً چې پوځي او امنیتي موافقتنامې دي. پټوالی ېې هم په دې کې دی چې تر ننه پرهغو موافقوددولت کابینه او پارلمان خبر نه دي او خلکو او اولسونوته خو هیڅکله هم له دغو ملي ضد کړنو څخه څه نشي ویلی.یواځې د۲۰۰۳ کال موافقتنامې ته په روان تړون کې ګوته نیول شوې خوبیاهم نه ویل کیږي چې دهغې موافقتنامې مطالب څه وو،او چا په کوم واک او اختیار تر سره کړه او ولې تر ننه پټه ساتل شوې ده.

هو دمست خان او مجبور نوکر ټول سیا ست مرموزه پټ پټانه او دخلکو اولسونو او آن بشریت تیر ایستنه ده.همدې واقعیت ته په کتو،لاسلیک شوې موافقتنامه څه نوې خبره نه ده.بلکې غوښتنه داده چې تیرو پټو موافقناموته حقوقي بڼه ورکړي.

دهیوادونو او دولتونو تر منځ ددوستۍ یا همکاریو معاهدې ،تړونونه اوپریکړې یا موافقتنامې اصولاً دیوې ټاکلې مودې له پاره وي او له شرایطو سره سم دواړه لوري دهغو دنوي کولو او یا له منځه وړلو واک لري.خو کلکه چې دغه څه په ستراتیژیک اعتبار ومنل شي او دستراتیژي تعریف هم له مست خان سره وي ،دا یو نابرابر،تپل شوی،پردی دیکتات دی.دلاسلیک شوې موافقتنامې ټول متن ښيي چې مضمون ېې ګټې دمست خان اوژمنې د مجبورنوکردي.په بیا بیا په متن کې دښې حکومت دارۍ ژمنه کیږي.دا ژمنه دمجبور نوکر له خوا ده. ولې؟ځکه هغه په تیرو لسو کلونو کې په دې بریالی نه شو چې دامریکايي تعریف له مخې ښه حکومت داري جوړه کړي.په متن کې داسې ښکاري چې امریکا ددايي مهربانتر از مادر نقش لوبوي  خو دې ته نه ګوري چې دغه حکومت خو خپله همدوی جوړ کړ،حامد کرزی دنورو اجیرو شاهانو په شان ددوی په چورلکو کې راوستل شو.دبن سناریو خوهمدوی جوړه کړې وه ، ولې ېې داسې نا اهله وټاکل او ولې ېې لس کاله وساتل او اوس هم خپلې ټولې غوښتنې په هغو پوره کوي.

مخکې له دې چې دلاسلیک شوې موافقتنامې متن ته ځغلنده نظر وکړودهیوادونو تر منځ دموافقتنامویوې بلې بیلګې ته چې ډیره هم لویدیځې میدیا په خپل وخت کې دتبلیغاتو وسیله ګرځولې وه ګوته ونیسو څو وکورو چې آن په هغې ماده کې چې دوخت دواکمنۍ پرخلاف ېې دتبلیغ درنه تومنه جوړوله څه وینو.دوخت له شوروي اتحاد سره د۱۹۷۸کال ددسامبردپنځمې نیټې تړون مې مخې ته پروت دی . دهمدغه تړون ترټولو بده ماده دتړون څلورمه ماده ښودل کیده. په څلورمه ماده کې لولو:«دواړه لوړ(عالیین متعاهدین) ددودیزې دوستۍ او ښه ګاونډیتوب او دملګرو ملتونو دمنشورپه روحیه ددواړو هیوادونو دامنیت او ځمکنۍ سلامتیا په خاطریو له بل سره په ګدو خبروددواړو لورو له خوا مناسب چلند غوره کیږي.ددفاعي توان دپیاوړتیاپه منظور دواړه لوري په پوځي برخوکې دمرستو دپراختیا پر بنسټ داړونده موافقتنامې له مخې چې ددوی تر منځ تر سره شوې دوام ورکوي.دافغانستان دموکراتیک جمهوریت دشوروي سوسیالیستي فدراتیوي روسيي دسولې سیاست ته په پاملرنه ددوستۍ ټینګښت او له ټولو هیوادو سره ددوستۍ او همکارۍ په اصل ټینګار کوي.شوروي سوسیالیستي اتحاد دافغانستان ددموکراتیک جمهوریت دعدم انسلاک سیاست چې دنړیوالې سولې او امنیت زمه واري کوي ددرناوۍ وړ بولي»

یادونه کیږي چې دغه تړون د۱۹۲۱ کال دتړون په دوام چې له هغه وخته وروسته په ۱۹۲۶ ،۱۹۳۱ کلونو او راوروسته په هرو پنځوکلونو کې تر سره شوی و دخپلې ټاکلې مودې د پوره کیدلو په خاطر نوی شو.لکه چې مو وویل دوخت دافغاني واکمنۍ ډول ډول خپلو او پردو دښمنو دغه ماده دوخت دشوروي یرغل پیلامه وګڼله. دا په داسې حال کې وچې په همدې ډیره تبلیغ شوې ماده کې دشوروي دپوځي یرغل دمنلو یا را بللو هیڅ نښه نشته.افغانستان هغه وخت دپوځي تخنیک له مخې دشوروي اتحاد له پوځي تخنیک سره تړلی و.دغه تړاو نوی نه بلکې دشاه امان الله له دورې را پیل اوپه ټول تیر وخت کې روان و. اوپه دې هکله محمد ظاهر او محمد داود دواړوبې شمیره امنیتي موافقتنامي لاسلیک کړې وې.دهغو موافقتنامو له مخې پراخه روسي جګړییز تخنیک زموږ هیواد ته راغلی و اوښکاره خبره داوه چې یو دسیمې په کچه دپام وړ غښتلی اردو مو درلود.په همدې څلورمه ماده کې که افغان لوری دشوروي دسولې دسیاست ملاتړ کوي،باالمقابل شوروي لوری هم دافغانستان دناپییلتوب سیاست ته داحترام ژمنه کوي.دغه څه او نور متن په بشپړه توګه دبرابرحیثیت او متقابل احترام ښودنه کوي او دمست خان په شان نابرابره تړون په چا نه لاسلیک کوي.

له مست خان سره دمجبور نوکر موافقتنامه چې له نوکر څخه دتوبې نامې اخیستلو ته ورته ده،آن ددیپلوماتیکو اخلاقو له مخې هم دافغانستان دناپییلتوب دسیاست خبره نه کوي او داسې څه په کې نشته چې ووايي افغانستان داسلامي کنفرانس غړي او په ناپييلتوب او اسلامي کنفرانس کې غړیتوب ېې داحترام وړ دی.ولې له دې خبرې په پټه خوله تیریږي ؟ ځواب روښانه دی، دغه څه داشغال له دوام سره سر نه خوري،په عربي اسلامي نړۍ کې امریکايي ضد خوځښتونه راروان دي او ډیر ېې بریو ته رسیدلي یا ور نږدې دي،ناپییلتوب هم له پیله امریکايي پلوه نه و،کله چې هند دامریکا او ناتو په لومه کې ونښت دغه غورځنګ په مړو وشمیرل شو.خوپه دریمه نړۍ دنړیوالې پانګولۍ نارواتیري دغه غورځنګ بیا په خوځښت راوست او متحده ایالات له هغه ویره لري .نوځکه باید څنګ زن ترینه تیر شي. داخبره هم دپام وړ ده چې په موافقتنامه کې افغانستان دناتو غړی هیواد نه ګڼل کیږي خو دستور ورکول کیږي چې امنیتي ځواک به يي دناتو په جګړییزو تکتیکونو جوړیږي. ددې خبرې معنی داده چې وسله به ېې ناتويي او جګړه به ېې هم دناتو په تکتیکونو ولاړه وي.دناتو وسله هم ډیره برخه دامریکايي کمپنیو وسله ده او دغه واقعیت په خپله ښيي چې افغانستان به دناتو له لارې دامریکا دوسلې بازار وي.یو خوار ،جګړې وهلی،ځپل شوی هیواد باید ناپپلتوب هیرکړي،اسلامي نړۍ ته شا واړوي، خپل اردو بایدامریکايي کړي، خپل تیر مسلکي کادر او وسلې باید شاته وغورځوي. دا ټول ددې لپاره چې امریکا به دکال څودنامعلومه عدد دالري مرسته ورکوي.په تیرو څه دپاسه لسو کلونو کې دنړۍ په حساب تر پنځوسو ملیاردوډیر دالر دافغانستان په نوم راوړل شول.بې له شکه یوشمیر غله ېې دزمانې فرعونان کړل خوددغو تش په نوم مرستوستره برخه بیرته دامریکا بانکونوته ور وګرځیده.ویلی شو چې آن داروپايي ماليي ورکونکي مرستې هم نه افغانستان بلکې امریګايي بانکونو ته ور وګرځیدې.

له لوستونکو څخه بښنه غواړم چې په دې څیړنه کې دلیکنې داوږدوالي له ویرې دموافقتنامې متن نشم راوړلی. هیله من یم لوستونکي اومینه وال خپله هغه متن له ځانه سره ولري.دموافقتنامې په سریزه کې تر هر څه دمخه پر افغانستان د۲۰۰۱میلادي کال دپوځي تیري او ورسره اشغال دمشروعیت هڅه کیږي.داسې ښودل کیږي چې ګوندې دغه پوځي تیری دنړیوالې سولې او امنیت په خاطر تر سره شویدیږپه داسې حال چې هم امریکا او هم اروپايي پلویانو ېې هغه دامریکا دامنیت په خاطرتوجیه کاوه.په موافقتنامه کې دپخوانیو تبلیغاتو خلاف نوره داخبره نه کیږي چې دا یو نړیوال ائتلاف او دملګرو ملتونو دامنیت دشورا غوښتنه وه.ولې؟ ځکه چې او س ټول بشریت پوهیږي چې پوځي یرغل دبوش او بلیرپه دستور تر سره شواو نږدې درې میاشتې وروسته دکوفي عنان له مخالفت سره سره دامریکا تر فشار لاندې امنیت شورا ددغه یرغل په هکله یوه ګنګه قطعنامه ورکړه او دبن کنفرانس هم هغه وخت جوړ شو چې افغانستان په بشپړه توګه اشغال و.اروپااو ناتودغه یرغل ته په دې تمه را منډه کړه چې امریکا او انګلیس به دوی ته دسیمي په منابعو کې برخه ورکوي.

د۲۰۰۱ میلادي کال پوځي یرغل دافغانستان په استقلال، ځمکنۍ سلامتیا،ملي یوالي او کورنۍ واکمنۍ یو ښکاره یرغل و.هیڅوک،هیڅکله په هیڅ پلمه ددغه یرغل مشروعیت نشي ښودلی.یواځې هغه مزدور روښانفکران دغه لوري ته ژبې او قلمونه خوځوي چې خپل تاریخ ، خپلو خلکو او اولسونو ته ېې شا اړولې ،او په یوه یا بل ډول داشغال په دوام کې څه ګټې لري.یوشمیر به داسې هم وي چې ښايي دپانګوالې نړۍ دمیدیاپه کوډو کې را ښکیل یواځې دلویدیځ په معیارونو تاریخ ته ګوري.

دلاسلیک شوې موافقتنامې غټ ټکې چې په بیا بیا را وړل کیږي،دادي:ښه حکومت داري،امنیت،دلوړوزدکړو او ښونې اوروزنې پراختیا او اقتصادي مرسته. تردې ځایه دمست خان اهداف او غرضونه تت ښکاري ،خو وروسته ټینګار کوي چې ټول زور به پر امنیتي لوري وي.په امنیتي لوري کې هم همغه زړه سندره ده. القاعده او ور پورې تړلې ډلې.چاته القاعده وايي او کومې ډلې ورپورې تړلې بولي دانو نه ښيي ځکه چې دپخوانې انګریزي استعمار دا خبره ېې نه ده هیره کړې چې سیاست تلپاتې دوست او دښمن نه لري.دمست خان روانې کړنې اودموافقتنامې پرمخ څنګزن ټوپونه ښيي چې مست خان حالاتو ته ګوري ،که پښې ېې څه ټینګې شوې نوهرڅه به خپله ترسره کوي او که مقاومت تیښتې ته اړ کړ، چې حتمي هم ده، نوهمدا خپل مجبور نوکر به دهغو په پښو کې را څملوي کوم چې پرون ېې تر القاعدې سخت دښمن کڼل او دطالبانو نوم ېې ورکاوه خواوس ېې دښمن نه بولي او په موافقتنامه کې هم مخامخ هغوی دالقاعدې پلویان نه ښودل کیږي او داځکه چې ټولې دروازې نه تړي.

نور بیا