دمالــــــــــې دوزیر (زاخلوال)بله رســـــــــــوايي

افغانستان د عجایبو وطن دی  او د دې هیواد په اوسنۍ اداره کې ډول ډول خلکو ځای نیولی دی په داسې حال کې چې د وطن په هر زړه سواندي، دین دوسته او وطن دوسته چارواکي هیوادوال افتخار کوي، متاسفانه ځینو لوړ رتبه چارواکو په ښکاره او پټ ډول داسې چارو ته لاس اچولی چې تاریخ يې په یادولو شرمیږي او د ټولو سرغړونو سره سره بیا هم په اړونده اداره کې خپل حضور ته دوام ورکوي.
د دې ډول عناصرو یوه جوته نمونه د مالیې اوسنی وزیر ښاغلی حضرت عمر زاخیلوال دی چې په ننګینو اعمالو یې هر افغان د شرم احساس کوي او د حسرت اوښکې تویوي چې د یوې ډیرې مهمې، حیاتي او له مسوولیت  څخه ډکي  ادارې واک یې د یوه داسې شخص لاسته ورغلی دی چې په مالي او اخلاقي فساد کې سر تر پایه ډوب، تش په نامه افغان، تش په نامه پښتون او تش په نامه مسلمان دی.
عجیبه خو لا دا چې د دې ډول اشخاصو په ملاتړ بیا ځینې کسان لیکنې ته مخه کړي او د دوی په دفاع کې داسې نا موجه دلایل وړاندې کوي چې هیڅ راز توجیه نه لري. دغه ډول یوه لیکنه د ښاغلي عطاالله حیران ده چې د ( پښتانه شخصیتونه او رسنیزه مافیا) تر عنوان لاندې یې د لروبر د پښتو بریښناپاڼې له لارې  د ۲۰۱۲ کال د اپریل په ۲۸ نېټه خپره کړې او له ګڼو  خیالي بابولالو ډکه ده.
زه په دې ځای کې د مالیې د وزیر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال د مالي او اخلاقي فساد یوازې څو نمونې د لوستونکو مخې ته ږدم او قضاوت بیا دوی ته پریږدم چې ښاغلی زاخیلوال څرنګه ارزیابي کوي.
څو وخت د مخه به د خبري رسنیو له لوري ډیرو لیدلي او اوریدلي وي چې ښاغلی عمر زاخیلوال د طلوع تلویزیون د یوې نطاقې حوریه آرزو سره پټې جنسي اړیکې درلودې، هغه به یې پټه خپل دفتر، هوټلونو او لوکسو ځایونو ته وړله او خپل عشق به یې پرې تازه کاوه. دغه مطلب د ښاغلي عطاالله حیران د لیکنې په تبصرو کې د سلیمان آغا له لوري لیکل شوی چې د آرزو په نوم یې ښځه پټه کړې وه، ناوړه جنسي اړیکې یې ورسره درلودې او خپلې میرمنې ورته  طلاق ورکړی.
د زاخیلوال نوې رسوايي دا ده چې واشنګټن ته د خپل وروستي سفر په لړ کې د یوې ایرانۍ بدعمله ښځې سره په جنسي اړیکو ګیر شوی او د نوموړي په دې رسوايي هغه افغاني او امریکايي مقامات هم خبر دي چې له زاخیلوال سره یا ملګري او په تماس کې وو.
د زاخیلوال د مالي فساد په باره کې د بي بي سي پښتو ویب پاڼه د  ۲۰۱۲ کال  د اپریل په ۲۵ نیټه  د یوه راپور په ترځ کې لیکي چې ( بل خوا ښاغلی لودین په مالیه وزارت کې هم د میلیاردونو افغانیو د فساد خبره وکړه)
همدارنګه دغه راپور کاږي ( د ښاغلي لودین په وینا د کابل،هرات ،  جلال آباد او حیرتانو په ګمرکونو کې د میلیاردونو ورکو شوو افغانیو دوسیه به تر اونۍ وروسته لویې څارنوالۍ ته واستوي) 
ښاغلی حضرت عمر زاخیلوال چې له یوه پتلون او کورتۍ سره افغانستان ته راغلی وو اوس په میلیاردونو کې خبرې کوي، د هیواد ملي بودجه یې تارومار کړې او په سلګونو خپلوان، آشنایان او ملګري  یې د واسطې په معیار د مالیې وزارت په حساسو پوستونو ټاکلي دي.
نو تاسو خپله قضاوت وکړی چې د یوه سرنوشت جوړونکي دولتي ارګان وزیر دومره په فساد کې آلوده او غرق وي له هغه څخه د څه تمه کیدای شي او ولې ولسمشر، لویه څارنوالي، د فساد ضد ادارې، پارلمان او د هیواد قضایي ارګانونه د دومر ښکاره او لوی فساد په وړاندې سترګې پټوي او زاخیلوال یې په خپله چوکۍ پرې ایښی دی؟  

اکرام الدین دیندار