طالبان:په کابل کې په بهرني لوی نظامي کمپ بريدونه پای ته ورسيدل

د کابل د نن ورځې بريدونو په هکله د طالبانو لخوا په يوه راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تيره ورځ ناوخته طالبانو د امريکا دجمهور رئيس اوباما دراتلو په اړه معلومات ترلاسه کړل نو يې په عاجله توګه وغوښتل چې هغه ځای تربريد لاندې ونیسې چې رسيدل ورته آسانه وي او زيات وخت ونه غواړې ،په همدې اساسې يې دکابل ښار په شرقې سيمه دخارجي ځواکونو(آيساف) مهم مرکز (گرين ويليج ) ترخپل کارې بريد لانې ونيو او حمله يې پرې ترسره کړه .

خبرپاڼه زياتوي: دغه بريدونه نن سهار شاوخوا ۶ نيمې بجې  دڅلور تنو لخوا، هريو( احمد د پروان اوسيدونکی ،محمدرضا دکابل سروبي اوسیدونکي ،عبدالباري د وردګو اوسيدونکي او حميد جان دتخار اوسیدونکي ) لخوا پيل شول. د طالبانو په وينا لومړی (احمد) دمنفجره موادو نه ډک موټر ددغه نظامي کمپ له دروازې سره وجنګاوه چې له امله ټول نظام قراول او شته امنيتې موانع له منځه لاړل ، دلته څلور هغه خونې هم بشپړې ويجاړې شوي دې چې امنيتې کسان پکې اوسيدل اوپکې ميشت کورني او بهرني ساتونکي عسکر قتل شوي دي ، وروسته دوهم درې کسيز ګروپ چې ټول په سپکو او درنو وسلو ، پيکا، راکيټ ، نارنجک  او واسکټونو سمبال وو  د دغه نظامي کمپ صحن ته دننه شول چې ترشاوخوا ۱۰ بجوپورې يې  خپلو بريدونو او لاس په لاس جګړې  ته دوام ورکړ.

طالبانو ادعا کړې، چې  په دغه دري نيم ساعته عملياتو کې دابتدايې معلوماتو په اساس ۳۴ خارجي عسکر او افسران  ۹ کورني عسکر او ساتونکي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دې ، ددې عملياتو له امله درانه  مالی زيانونه هم اوښتې دې  ، دغه بريدونه  ټول په نظامي کمپ ترسره شوي چې نيژدې ورسره دملکي خلکو تګ راتګ امکان نه لري  او په دې اړه چې کومې ادعاوې کيږي ناسمې دې ،

په خبر پاڼه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لخوا وړاندې ويل شوي: ((دغه ګوزار اوباما ته داپيغام لرې چې اصلي افغانان هغه نه دې چې دده سره دمريتوب او هیواد پلورنې سندونه لاسيکوي بلکې لوي افغان ملت هغه ده چې په خارجي ځواکونو کارنده ګوزارونه کوي او اجازه نه ورکوي چې يرغلګريي په هيواد، حريم ،عزت او ناموس تجاوز ته ادامه ورکړي ،اسلامی امارت هوډ کوي چې دداسي بريدونو په داوم سره به ټول هغه پلانونه خنثاکړې چې دمکارې امريکا او ملګرو لخوايي زموږ ددين ،هيواد او ملت په وړاندې طرحه شوي او يا ترلاس لاندې دي  او پرموږ تپل کيږې .))

له روهيي ویبپاڼې څخه په مننه