دکرزي د مالې وزیر( زاخیلوال) داداري فساد ترڅنګ داخلاقي فساد رسوائې

دقیق، کره او رسنیو ته نوي راوتلي استخباراتي معلومات ښيي چې یوه هفته وړاندې د هیواد د مالیې وزیر عمر زاخیلوال امریکا ته د شیکاګو او توکیو کنفرانسونو د تنظیم په موخه سفر درلود، څو د یو شمیر هیوادونو له مالي وزیرانو او د نړیوال بانک له رییس سره ددغه کنفرانسونو په اړه خبرې وکړي، زاخیلوال چې په هیواد کې هم په پراخه فسادونو کې لاس لري، د فساد د درنو درنو دوسيو تورونه ورباندې دي، او نوموړی اکثره وخت په جنسي فساد هم تورن شوی، د نوموړي د جنسي تورونو موضوع هله زور اخلي چې نوموړی له دولتي پیسو او د ملت له پیسو دا کارونه کوي او هر وخت په دوبۍ کې د عیاشۍ لپاره چکرې وهي، دا تورونه هسې فتاوي خبرې نه دي، نوموړي دا ځل په مستنده د افغانستان نوم بد کړی او ښه پوخ شرمولی دی، او په امریکا کې د افغانستان سفارت له دغې موضوع خبر دی، خو په وچ زور يې دغه موضوع د رسنیو او خلکو له خولو پټه کړې ده او ځانونه یې د فیل په غوږ کې ویده کړي دي.

جریان داسې دی: په دغه سفر کې چې نوموړي امریکا ته درلود، د تل او معمول په څیر یو جنسي هدف هم لري، دا ځل نوموړي ایراني الاصله امریکایي نجلۍ تر زړه ایستلې وه او دا چې نوموړي سیاسي او رسمي سفر درلود کوم شخصي سفر نه و، نو د امریکایی دولتي ارګانونو به تر تعقیب لاندې وو او امنیت يې د هغوی مسوولیت دی چې د یو هیواد د وزیر په توګه يې وساتي، خو د دغه څار په نتیجه کې نوموړی لاس په لاس له دغې نجلې سره د امریکا د حکومت له خوا په هوټل کې په جنسي تیري ګیر شوی او د افغانستان نوم یې یو ځل بیا په سیاسي محافلو کې شرمولی دی، له دغې موضوع نه د امریکا ټول دولتي چارواکي خبر دي او دا خبره ماته هم د یو امریکايي ډیپلوماټ له خولې شوې ده چې په رښتیاتوب يې ښه پوره یقین لرم، هغه د ځان د بقا لپاره له هیڅ معاملې ډډه نه کوي، نوموړي هغه مهال چې بودیجه په ولسي جرګه منظوره کړي هم اوازه ده چې لس لکه ډالر يې د ملت مال حیف میل کړ او د رشوت په توګه یې وکیلانو ته توزیع کړی وو، د ځان د بقا، د خپلو جنسي غرایزو د تکمیل لپاره هغه ته بیت المال د روپۍ حیثیت هم نه لري. له دغې شرمنده ګۍ وروسته د امریکا خارجه وزارت رسما په امریکا کې جناب اکلیل حکیمي د افغانستان سفیر ته پټ خبر ورکړی دی خو تر اوسه په دغه موضوع په رسنیو کې درنده ډبره ایښودل شوې ده. زه د یو افغان په توګه له مومنو افغانانو په بهر او د ننه کې هیله لرم چې دغه موضوع راپورته کړي او نور د موضوع پیچلي اړخونه هم د ولس په وړاندې روښانه کړي او ددې ځوریدلي ولس دا غریب بیت المال له دغسې فاحش انسانانو څخه چې یوازې له قوارې نه د انسان پوست ورباندې پروت دی خو په زړه کې تر حیوان هم وحشي وي پاک کړي او خپل ایماني او اسلامي او ملي مسوولیت، وجیبه او رسالت د خپل مظلوم ولس او خدای په وړاندې ادا کړي، ددې موضوع نور جزیات به وخت په وخت موږ له خپل ولس سره شریکوو او پرېبه نږدو کې ددې ولس په حقه حقوقو هر څوک لوبې وکړي.

الله دې خاینین د ملت په وړاندې شرمنده لري.

هوسی صافی