د لوړو زده کړو وزارت له ختیځو ولایتونو سره پر بې انصافۍ تورن شو
تاند(دوشنبه/اپریل۹) د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل جاويد زمان د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په ازموینه کې د ختیځو ولایتونو له زده کوونکو سره د مور او مېرې په سلوک تورن کړ، ویې ړیل چې دې وزارت د ختیځو ولایتونو له زده کوونکو سره لویه بې انصافي کړې ده.
جاوید زمان پرون(یکشنبه/حمل۲۰) د ننګرهار د ښاروالۍ په ميلمستون کې یوې غونډې ته، چې د ننګرهار د ولايتي شورا د ښځينه او نارينه وکيلانو ترڅنګ د مدني ټولنو، ځوانانو چارو، قومي مشرانو او محصلينو استازو ګډون کړی و، وویل:
« حتيځ دعلم او فرهنګ زانګو ده خو په کانکور کي د9000 تنو ګډنوالو له جملې څخه يوازې 1650 تنه بريالي اعلان شوي چې دا په هيڅ منطق د منلو وړ نده.»
د ننګرهار ولايتي شورا وکيل جاويد زمان دا هم وويل چي د دشت برچي له لېسې څخه 170 تنه بريالي کيږي او همدارنګه له دايکندي څخه 2100 تنو ازموينه ورکړې چې 1750 تنه ترې بريالي شوي چي دا د څلورو ختیځو ولايتونو له 9000 تنو سره په هیڅ صورت د پرتلې وړ نه ده.
جاويد زمان ګواښ وکړ، که چيري د لوړو زده کړو وزارت د ختیځو ولايتونو د هغو ځوانانو، چي په کانکور کي بې پايلي اعلان شوي د دویس د زده کوونکو شمېر ته په پام سره له نورو سره برابر نه کړي نو د ده په وینا به د ختیځو ولايتونو د ولايتي شورا ګانو استازي به یې پر وړاندي مبارزې ته دوام ورکړي.
تر دې مخکې د جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو زده کوونکو او استازو هم د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په ازموینه کې پر بې عدالتۍ تورن کړی دی. تر ختیځو ولایتونو هم د جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کم شمېر زده کوونکو د کانکور په ازموینه کې پوهنتونونو ته بریالي اعلان شوي دي.
ګرانو لوستونکو!
دپورتني خبر دتصدیق لپاره دا لاندې لینک کښېباسئ: