جرمني سياستوالو د قرانکريم له وړيا وېش سره مخالفت وکړ

پرون جرمني سياستوالو د سلفيانو له لوري په جرمني کې د قرانکريم د 25 ميليون نسخو له وړيا وېش سره، چې په جرمني ژبه ژباړل شوي، سخت مخالفت وښود .

 دوی وويل چې د سلفيانو فعاليتونه د جرمني له ارزښتونو سره په ټکر کې دي او دغه هېواد د تاو تريخوالي لور ته بيايي. په جرمني کې سلفيان پراخ فعاليت لري او د ځوانانو په منځ کې يې ډېرنفوذ کړی دی .

دسلفيانو فعاليتونه په ځانګړي ډول د جرمني په شمال غربي ايالت کې ډېر پراخ دی او څه موده وړاندې جرمني پوليسو د دوی يو مهم جومات وتړلو.

سلفيانو غوښتل چې راتلونکې شنبه او يکشنبه د قرانکريم په ميليونونو نسخې په وړيا توګه جرمنيانو ته ووېشي .

په پارلمان کې د واکمن مسيحي دموکرات ګوند پارلماني مرستيال (ګونتر کرينګز) ژمنه وکړه، چې د قران کريم د وېش مخه ونيسي او همداراز د مخالف سوسيال دموکرات ګوند يوه استازي هم د ده ملاتړ وکړ.

عبالله اڅړ
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه