په جرمني کې د افغانستان جګړې ضد ﻻريونونه وشول
په زرګونو جرمنانو د شنبې په ورځ په پلازمېنه برلين او نورو ښارونو کې د افغانستان د جګړې ضد او په نړۍ کې د پوځي زور واکۍ پر ضد ﻻريونونه تر سره کړل.
دغه ﻻريون، چې په جرمني کې د (اوستر مارش) په نامه ياد شوی، په دغه هېواد کې د رخصتيو په ورځو کې تر سره شو.
په برلين کې ﻻريون کووونکي د احتجاج په توګه د امريکا سفارت مخې ته هم ورغلل، دوی همدارازپه امريکا کې د سياسي مبارز ينو د خلاصون او په ځانګړې توګه د موميا ابوجمال د خلاصون غوښتنه هم وکړه.
ﻻريونونه په هغو ځايونو کې هم ترسره شول، چېرې چې په جرمني کې د امريکا اډې دي.