ده ټینګار وکړ چې ناټو باید له افغانستانه د ځواکونو تر ایستلو مخکې وګوري چې خپل ماموریت یې سر ته رسولی او کنه دی.
لاوروف همدا راز وویل، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید ناټو د ملګروملتو امنیت شورا ته د خپل ماموریت د بشپړېدو په باب مالومات ورکړي.
روسیه له یوې خوا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له پاتې کېدو اندېښنه لري او له بلې خوا په دې لا اندېښمنه ده چې ناټو او امریکا به افغانستان ګډوډ پرېږدي او دا هیواد به د سخت دریځو په مرکز بدل شي.
روسیه وېره لري چې که افغانستان بیا د سخت دریځو پر مرکز بدل شو د منځنۍ اسیا هیوادونه او دغه راز د روسیې مسلمان جمهوریتونه به ناکرار شي.