دلوړو زده کړو وزیر عبيدالله عبيددپښتنوپه لا ځپلو پیل وکړ

دلوړو زدکړو وزیر عبیدالله عبید دخپل کار په لومړیو کې دپښتنو پر ضدخپل فعالیت پیل کړ ی او تر اوسه یې  څو پښتانه  له دندې  ګوښه کړې هم دي .

 باور ورځپاڼې ته  رسیدلي راپورونه  کاږي :

عبیدالله عبید ، چې دکار یې ایله څو ورځې کیږي  ددې وزارت  مالي او اداري مرستیال وزیر محمد صابر خیشکی اړ ایستلی،چې استعفا ورکړي او دغه راز یې د وزارت  اداري ریئس اسدالله ساپی له خپلې دندې لیرې کړی دی .

له دې وړاندې داسې ویل کیدل ، چې عبیدالله عبید له پښتنو سره ډېرسخت حساسیت لري او نوموړي د طبي پوهنتون دریاست پر مهال هم له پښتنو سره په ښکاره ناوړه چلندکاوه د لوړو زده کړو د وزیر په توګه دده له ټاکلو وروسته دا اندېښنه  نوره هم زیاته شوه ،چې نوموړی به  په دې دنده کې هم دپښتنو دځپلو لپاره هلې ځلې وکړي .

دیادونې ده ،چې  داداري اصلاحاتو کمیسون  لخوا ټاکل شوی  اداري ریئس اسدالله ساپي یې په ناقانونه توګه له دندې ګوښه کړی دی  پردې سربېره څو نور پښتانه یې هم له دندې ګوښه کړې دي .

تېرې ولسي جرګې ځکه عبید ته دباور رایه ورنه کړه ،چې نوموړی دجعلي اسنادو د لرلو ترڅنګ  دژبنیو او قومي تړاونو پر پاللو تورن دی .

د روهي ویبپاڼې دمعلوماتو له مخې  عبیدالله عبید دطبي پوهنتون دریاست پرمهال  په اخلاقي  فساد کې  هم ښکیل دی .

دسیاسي چارو کارپوه  نجیب الله  زمری وايي :

دا لس کاله کیږي ،چې پښتانه دحکومت په مختلفو برخو کې ځپل شوي دي  او دولسمشر کرزي دا وروستۍ دوره خو دملي مشارکت دشعار تر نامه لاندې دپښتنو په لا ډېرزیان تمامه شوې ده .

جلال

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

 دنښتر ویبلاګ یادښت :

که پښتانه ژر ترژره سره یوموټی نه شي نور به هم وځپل شي، زموږ د نیکونو او هېواد دښمنان په لوی لاس موږ په شغالانو خوري.

زموږ ګیله له یوشمېرهغوبې غیرتو، پلن څټواو خیټورو پښتنو څخه ده، چې دیو څو ډالرو په بدل کې یې ځان او ایمان پلورلی، دکرزي تر چپن لاندې له نورو جنګي جنایتکارانو سره یوځای دخپلو پښتنو دتباهي ننداره کوي .

له پښتنو سره دومره جفا او ظلم روان دی، چې  په بشري تاریخ کې  یې بېلګه نه لیدله کیږي ، پښتتانه  دا څولسیزې سر پر سرخوب نه لري  بمورۍ په پښتنو کېدې اوکیږي  سکاټ او اورګان راکټونه  په پښتنو اورېدل  اوس یورانیوم لرونکي بمونه په پښتنو وریږي ، چاپې په پښتنو ترسره کیږي، رنګ دپښتنو بدیږي خو ټول دولتي امتیازات  زموږ دهېواد غلیمانو ته رسیږي .

تاسو خولوړو زده کړو ته دورتګ په اړوند  دا لاندې لینک

هم یو ځل کښېباسئ:

 http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18092