دکورنیو چارو وزیر دسردار داودخان  روغتون په درغلۍ کې 28 میلونه ډالر اخستې دي.

په سردار داود خان روغتون کې مالي درغلي سوکه سوکه جدي بڼه راخپلوي ، ناټو داسې کره شواهد په لاس لري ،چې ددفاع وزارت  صحیه ریاست ته یې د ډاکترۍ اړوند ډیر وسایل ورکړې دي ،چې وروسته تری تم شوې دي .

جنرال  احمدضیاء یفتلي  او دروغتون پخوانی  رییس   جنرال زمان غیرتمل د شکمنو کسانو دلړلیک په سر کې دي . په 2010ز کې دسردار داودخان  روغتون درغلي ځکه ډیره جدي ونه نیول شوه ،چې دپخواني لوی درستیز او اوسني  وزیر  مل پاسوال بسم الله خان محمدي په ګډون یو شمیر لوړپوړو چارواکو په کې لاس درلود . اوس ،چې دحکومت او ناټو ترمنځ ستونزه په ډیریدو ده  ناټو غواړي ،چې 42 میلونو ډالرو برخلیک معلوم کړي . د روغتون پخوانی رییس جنرال غیرتمل وايي : دروغتون رییس وايي : دا ستونزه له  رییس سره هیڅ تړاو نه لري  دروغتون معتمد ( تحویلدار ) هر څه مستقیما له  دفاع وزارت څخه رااخلي او دلګولو واک یې هم له ده سره وي . تېر کال ، چې په ارګ کې  په همدې تړاو جلسه وه ، ټولو په یوه خوله وویل : ناټو یوازې دعوه کوي او کوم کره شواهد نشي وړاندې کولې .

لیکوال او خبریال رزاق مامون  وايي : زه (مامون ) د 2011  ز دجنورۍ پر 19 نېټه  په سردار داود خان روغتون کې درې ورځې بستر وم یو لوړپوړي چارواکي وویل : جنرال ضیاء یفتلي  دپخواني لوی درستیز بسم الله خان محمدي په مستقیمه سپارښتنه هغه پرمختلي روغتيايي وسایل او توکي  ،چې دناټو له لورې موږ ته راکړل شوې وو له روغتونه وویستل شول . چارواکی زیاتوي : ناټو هڅه کوله ،چې  ټولې هغه اړتیاوې راپوره کړي ،چې موږ ورته اړتیا درلوده  ، خو پر هماغه سبا متوجه شوو ،چې  د روغتون زیرمتون ( ډیپو) ټوله خالي پرته ده .

رزاق مامون زیاتوي : ما پخوا له ناټو څخه په غیر مستقیمه توګه داسې معلومات  ترلاسه کړې وو ،چې د 42 میلونو ډالرو په درغلۍ کې  دکورنیو چارو دوزیر ستر پاسوال بسم الله خان محمدي  ونډ 28 میلونه ډالر وو مامون زیاتوي : چارواکي دا خبرې داسې مهال  ماته  کولای ،چې ترڅنګ دناټو دروغتیايي چارو سلاکار  ولاړ و .

دهمدې سترې درغلۍ له کبله ضیاء یفتلي او دروغتون رییس له دندو ګوښه شول  حکومت غوښتل ،چې له ضیاء سره حساب وکتاب وکړي ، خو برهان الدین رباني یې ترمنځ شو ځکه یفتلي درباني د ترور زوی دی  . اوس وګورو ،چې  ډاکتر لودین  له  جنرال یفتلي او بسم الله خان محمدي سره څه کوي  ؟؟

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه