مبــــــــــــــــــــارک:

افغانستان اتل شـــــــــــو

 مبـــــــــــــــارک مو شـــــــــــــــــه

تاند(پنجشنبه/مارچ۲۲) د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شل اوریزو نړیوالو اتلولیو د غوراوي په پایلوبه کې نامیبیا ته په ۴۷ منډو ماته ورکړه او د قهرمانۍ مقام یې ترلاسه کړ.

افغان لوبغاړو، چې سیال ټیم ته یې ۱۴۷ منډې هدف ټاکلی و، په داسي حال کې نامیبیايي لوبغاړي وسوځول چې نامیبیا ټولتال ۹۹ منډې جوړې کړې وې او دوه اورونه یې لا پاتې و.

دولت ځدراڼ په لومړي توپ د نامیبیايي ټیم لومړنی لوبغاړی وسوځاوه او په دې ډول یې د هغوی روحیه خرابه کړه.

افتاب عالم هم څلور لوبغاړي وسوځول. او یوتن د عزت الله ځدراڼ له لوري وسوځول شو.

دې قهرمانۍ افغانستان د شل اوریزو نړیوالو سیالیو کپ ته، چې د روان میلادي کال په پای کې په سریلانکا کې کېږي، ورساوه.

دلوبې شېبه په شېبه حال

نامیبیا د ګټلولپاره ۴۸ منډو ته اړتیا لرله.۱۱ توپونه یې لا پاتې وو چې ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

دولت ځدراڼ او افتاب عالم توره وکړه.

نامیبیا لوبه پیل کړه

منډې:۹۹

اورونه:۱۱۸

سوځېدلي:۱۰

که نامیبیا په ۱۲ توپونو ۴۸ منډې وکړې، بلا به یې کړې وي.

افرین دې وي په افتاب عالم. ۴ لوبغاړي یې وسوځول

افتاب عالم درې لوبغاړي سوځولي.

۲۱ توپونه پاتې دي

نامیبیا اوس درې ویکټونه(لوبغاړي) لري.

د افتاب عالم په توپ نامیبیايي لوبغاړی وسوځېد

نامیبیا په ۲۶ توپونو او ۴ ویکټونو ۵۸ منډو ته اړتیا لري

بورګر د عزت الله ځدراڼ له لوري وسوخېد

نامیبیايي لوبغاړی د محمد نبي له خوا رن اوټ شو

نامیبیايي لوبغاړو لوبه تېزه کړه. د منډو اوسط یې هم لوړ شو

که څه هم د نامیبیا وروستي لوبغاړي ښه کلک شوي خو د منډو اوسط ته په کتو یې باید ځان ترفشار لاندې احساس کړي

د نامیبیا ساریل برګز چې ډېر افغان لوبغاړي یې وسوځول اوس ښه بیټنګ کوي

د نامیبیا د منډو اوسط څه باندې درې دی خو د افغانستان څه باندې ۷ دی

که هر چا نن لوبه وبایلله سبا سهار به له آیرلنډ سره مسابقه کوي

پاکستان د بنګله دېش لپاره په ۵۰ اورونو کې ۲۳۷ منډې هدف وټاکه

محمد شهزاد توپ کچ کړ

نامیبیايي لوبغاړی د افتاب عالم په توپ وسوځېد.

بل نامیبیايي لوبغړی وسوځول شو-  توپ یې کچ شو

درې واړه نامیبیايي لوبغاړي د دولت ځدراڼ په توپونو سوځېدلي

محمد نبي توپ کچ کړ

افغانستان په وایډ توپونو کې زیاتې منډې بایلي

د نامیبیا د دوهم لوبغاړي توپ کچ شو

افرین دولت ځدراڼ په دې توپ یې د نامیبیا روحیه خرابه کړه

افغانستان په اول توپ اول نامیبیايي لوبغاړی وسوځاوه

افغانستان غوره وګڼله چې په خپله لوبه پیل کړي:

منډې :۱۴۶

اورونه: ۱۹

سوځېدلي:۹

دولت ځدران رن اوټ شو

دولت ځدران راووتـ ګلبدین نایب ژر وسوځېد

اصغر ستانکزی وسوځېد. - ګلبدین نایب راووت

اتلسم اور په پیلېدو دی

افغان لوبغاړي درې نور اورونه لري . که دوی توره وکړي نو ښايي د خپلو منډو شمېر۱۵۵ ته ورسوي

د پاکستان په ټیم کې شاهد افریدی ښه لوبېږي. ده تراوسه د خپل ټیم لپاره ۳۲ منډې په ۲۲ توپونو جوړې کړي

داسي ښکاري چې د نامیبیا بالران ډېر تکړه وي. د افغانستان لپاره د لوبې نتیجه ښه نه ښکاري

محمد نبي میدان ته راووت. افغانستان تر دې دمه په ښه موقف کې نه دی

سمیع الله شینواری هم وسوځېد

پاکستان ۴ لوبغاړي او ۱۱ اورونه لري. د منډو شمېر یې ۱۷۰ دی

افغانستان لوبه خورا ښه پیل کړه خو وروسته یې خونده لاړه. ګوندي سمیع الله شینواری او اصغر ستانکزی بېرته د افغانستان موقعیت ښه کړي.

اصغر ستانکزی میدان ته راووت

بیا هم ساریل بولګر وتوانېد چې افغان لوبغاړی وسوځوی. ده درې افغان لوبغاړي سوځولي

محمد شهزاد وسوځېد

سمیع الله شینواري په ۹ توپونو ۸ او شهزاد په ۱۴ توپونو ۱۴ منډې جوړې کړي

د پاکستان شپږم لوبغاړی وسوځېد او شاهد اپرېدی میدان ته شو

پاکستان د بنګله دېش په وړاندې په ۳۶ اور کې ۱۳۹ منډې جوړي کړي

سمیع الله شینواری میدان ته راووت

نوروز منګل وسوځېد

نوروز منګل په ۲ توپونو ۲ او محمد شهزاد په ۷ توپونو ۷ منډې جوړې کړي

د پاکستان پنځم لوبغاړی( حمید اعظم) وسوځېد. اوس د پاکستان منډې ۱۲۹ دي. ۳۳ اور روان دی

جاوید احمدي هم د ساریل بوګر له لوري وسوځول شو

نوروزمنګل میدان ته راووت

جاوید احمدي وسوځېد

کریم صادق ۲۸ منډې جوړې کړې

دا شېبه چې افغانستان ۵۹ منډې کړي ، د رنزونو اوسط یې ۸ اعشاریه ۳۰ دی

محمد شهزاد میدان ته راووت

مریم صادق د ساریل بورګل له لوري وسوځول شو

کریم صادق وسوځېد

پاکستان د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۳۱ اور کې ۱۱۷ منډې جوړي کړي

د پاکستان په لوبه کې عمر اکمل او حمید اعظم ځان ټینګ کړ، د مخکنیو لوبغاړو په شان ژر ژر ونه سوځېدل

جاوید احمدي هم لوبه تېزه کړه ، منډې یې په ۱۳ توپونو ۱۵ ته ورسولې

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ په ډاکه کې د اسیايي کب پایلوبه روانه ده. پاکستان ۱۱۱ منډې جوړي کړي، ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي او دېرشم اور یې روان دی

افغان لوبغاړو فوقا العاده لوبه کوي

کریم صادق ۴ څلوریزې وهلي

کریم صادق په ۱۷ توپونو۴۵ منډې جوړي کړي

جاوید احمدي په ۹ توپونو۶ منډې کړي

د افغانستان د منډو اوسط ۱۰ دی

جاوید احمدي او کریم صادق لوبه کوي

ایرلنډ کاناډا ته په لسو ویکټونو ماته ورکړه.

تاند(پنجشنبه/مارچ۲۲) د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شل اوریزو نړیوالو اتلولیو د غوراوي په پایلوبه کې د نامیبیا له ملي ټیم سره د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې لوبه کوي.

د شل اوریزو نړیوالې اتلولۍ د روان کال په پای کې په سریلانکا کې کېږي.

د افغانستان او نامیبیا ترمنځ د نننۍ پایلوبې ګټونکی مستقیماً د سریلانکا په اتلولیو کې د ګډون چانس مومي.

بله پایلوبه د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ روانه ده.

د اسیايي کپ په دې وروستۍ مسابقه کې پچه بنګله دېش وګټله خو غوره یې وګڼله یې لوبه یا بیټنګ پاکستان وکړي.

تر دې شېبې د پاکستان څلور لوبغاړي سوځېدلي. او داسي ښکاري چې پاکستان ترفشار لاندې وي. د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري پاکستان په څلرویشتم اور کې د څلورو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۸۰ منډې جوړې کړي دي.

تاند د دې په څنګ کې چې د افغانستان او نامیبیا د پایلوبې شېبه په شېبه حال درکوي. د پاکستان او بنګله دېش د مسابقې له وروستي حاله مو هم خبروي.

دا لومړی ځل دی چې بنګله دېش د اسیايي کپ پایلوبې ته رسېږي. دغه ټیم په روان تورنمنټ کې د سریلانکا او هند په شان غښتلي ټیمونه سوځولي دي.

له تاند څخه په مننه

ګـــــــــرانــــــــــو لوســــــتونکــــــــو!

دنښتر ویبلاګ اداره له پاک رب څخه مشکوره ده، چې دنوي کال په پیل کې یې  په بریا ونازولو.

 موږ لایزال رب ته لاسونه لپه کوو، چې ددې بریا په سلسله افغان ولس ته دسولې خوږې وږمې هم را ستنې او دتل لپاره دغم ټغر زموږ له مظلوم ولس څخه ورټول کړي .

الله امین یارب العلمین

دنښــــــــــــــتر خوږو خوږو لوســــــــــــــتونکو!

زموږد اتلوکرکټچیانو دبریاله کبله تاسوپه لاندې لینکونو کې د خدای بخښلي خان قرباغي،ګرانې او خوږې، کوزې پښتونخوا په اتڼونو نازوو:

http://www.youtube.com/watch?v=LT7f5yrJDqs&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=Hc4gwvpoX5Q&feature=related

په لاندې لینک هم خپله تنده ماته کړئ :

http://www.youtube.com/watch?v=6g7b9JuBsTY&feature=related

په دوبۍ کې دکرکټ له لوبو وراخوا زموږ دښکلو پښتنوممثلینو هنر هم محفلونه ګرم ساتلي دي تاسو دالاندې لینک کښېباسئ:

http://www.youtube.com/watch?v=5WINsM-78dE&feature=related

درنولوستونکو!

هیله من یو، چې د پورتنیو لینکونو په کښېباسلو سره مو دخواشینیوڅپې یو څه له سره الوتې وي .

 له بده مرغه، چې اوس مهال پښتون قام په سخت دردونکي حالت کې قرار لري خو بیا هم له پاک الله څخه دنجات هیله من یو، دهغه پاک ذات هر څه په وس پوره دي.