«دا ټــول چــا وکـــړل؟»
پورتنی انځور له ګران افغانستان څخه رااخیستل شوی دیلیکوال شاه محمود حصین
د کندهار دپنجوایی ولسوالۍ د زنګ آباد د کلي خونړۍ ډله ییزه وژنه چې هلته امریکایی وحشي لښکرو نهه تنه ماشومان او اته تنه ښځې او نارینه ووژل او وروسته ېې یو شمیر شهیدان په یوه خونه کې را ټول او د اور د لمبو خوراک ېې کړل، یو څو ورځې ېې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ او بهرني او کورني بیلابیل واکمن او «شخصیتونه» ؟ په خبرو راوستل. خو وایی چې انسان ډیر ژر هیرونکی موجود دی. ښايي له همدې کبله یا د واکمن له فساد او تیر ایستنې ډک سیاست د غوښتنې له مخې دغه خبره د ټولو تیرو خونړیو ډله ییزو وژنو په شان سړه شوه. د په ګوته شوي امریکایی قاتل د وکیل د خبرو له مخې د هغه قاتل رواني ناروغي یوه جوړونه ده او دهغه مالي تنګسیا چې د بانکونو پوروړی و او له پخوا هم په یوملیون ډالرو اختلاس تورن و د دې لامل نه دی شوی چې هغه په دې ستر جنایت لاس پورې کړې. د پیښې په هکله د رسنیو را ټولونې هم ښيي چې دغه په ګوتو شوی جنایت کوونکی يواځې نه وو او نوموړی د امریکایی لښکرو د ورته بې شمیره جنایتونو یوه قرباني ده .
په هر صورت د وطن نهه تنه ماشومان او اته تنه لویان په وینو او لمبو کې رانه لاړل او پاتې ټپیان ېې هم دژوند وروستۍ سلګۍ وهي. په دی خونړۍ پیښه څو ورځې چا د فریب او تیر ایستنې او ځان سپین ښودلو لپاره اوښکې تويی کړې، چا د خپل زړه ناره داسې را اوچته کړه چې: دغه پیښه دامریکايي واکمنو دهیجاني کیدو لامل نه شي او دخپل اشغال ټغر ورټول اود پوځي تلپاتې اډو دجوړیدوکار په ټپه ونه دروي.په دې لړ کې دکابل پردوته دزړه له کومې چوپړ واکمن دپنجوايي د زنګ آباد د کلي مشران کابل ته را وغوښتل څو له هغوی سره په خبرو کې خپل ځان ډیر غمجن او له داسې غولوونکي هوډ سره وښيي چې،ګوندې دی هیڅ ګناه نه لري او چمتو دی چې داشغال لښکرې له کلو څخه را ایستلو ته اړ کړی.په دې ناسته کې په یقینی توګه دشهیدانو په نوم دیو ډول رشوتونو ورکړه چې ددې پردي نظام ښکاره اخلاق دی هم په پام کې وو ، څوله دې لارې دخلکو په خولوپرده راوغوړوي.خودشهیدانوپاتې کسانو او قومي مشرانو دغه خونړۍ ډله ییزه وژنه په پراخه او لوړ انساني منطق بیان کړه او دايي وښوده چې دغه وژنه او سوزونه قصدی ، نه دیوه امریکايي پوځي بلکې له شلو څخه دزیاتو په هر ډول وسلې سمبال پوځیانو کار و او د وژنو په ټول بهیر کې دوو امریکايی چور لکو ددغه وحشي چپاوڅارنه کوله.خلکو داهم روښانه کړه چې ددوی مشران لا دمخه دامریکایی لښکرو تم ځای ته ور غوښتل شوي وو اوورته ویل شوي وچې دوی به دهغې پیښې کسات ددوی له بچو او سپین ږیرو اوسپین سر و څخه واخلي،کومه چې دهغې په وجه امریکايي ټانک ددوی کلی ته نږدې په مین ختلی و.قومي مشرانو اودشهیدانوپلرونو، ورونو او خپلوانوهمدا ټینګار کاوه چې موږ دې ته نه یو راغلی چې خپل شهیدان خرڅ کړو، موږ ددغه جنایت اودې ته ورته هره ورځ پیښیدونکو جنایاتودمخنوي او پوښتنې لپاره راغلي یو.
دقومي مشرانو دڅرکندونو په لړکې یوه قومي مشر چې توره لنډه شان ګڼه پښتني ږیره ېې درلوده او له بڼې څخه ېې د یوه تاریخي ناورین نښې ښکاره وي ، په بیا بیا له کرزی څخه همدا یوه پوښتنه کوله او هغه داچې: «داټول چاوکړل؟» په دې پوښتنه کې یو تاریخ پروت دی.دپوښتنې خاوند په دې ښه پوهیږي چې وطن ېې یو چا پلورلی او دغه غمیزې ېې له پردو سره په خپل ناولي لاسلیک منلي دي.اوس نوهمدغه کسان ولې ژاړي،ولي په دروغجن ویر ناست او بیا هم په تکرارتکرارباد په تله کوي اوله دروغو ډکې ژمنې کوي.په هره درنه پیښه کې هرڅوک خپلې موخې او ګټې لټوي.هغوی چې له اشغال نه مخکې او داشغال په کلونو کې سترې ډالري معاملې کړي او دوااک لوړو پوړیوته را رسیدلي او هغوی چې کین اړخه وو که ښي اړخه، ناسیونالیست وکه سکتریست، هریوه پر خپل ځای او خپل توان تیري ،تجاوز او اشغال ته د مشروعیت ورکولو ښکاره هڅې کړي دي دوطن دبچوپه مرګ نه ژاړي بلکې ژړا ېې په دې ده چې ددوی معاملې او ددوی دګټو تود بازار ړنګ نه شي.هغه چې دا پوښتنه چې: « دا ټول چا وکړل؟» په بیا بیا کوي،پوښتنه ېې یواځې کرزي او دواکمنۍ په نوم دده سهامي شرکت ته نه ده. بلکې یونسل ېې تر پوښتنې لاندي دی . هغه روښانفکري نسل چې خپل تاریخ هیڅ او دسیا او ورته نړیوالو جاسوسي سازمانونو کړنې تاریخ اونه بدلیدونکی برخلیک ګڼي. زموږ دوطن خلک هغوی چې تاریخ ېې اصلي تومنه ده او دبرخلیک وروستۍ خبره هم ددوی ده ،هرې پيښې ته په بل انداز ګوري.هغوی داوږدو نسلونو تاریخي تجربې لري.
افغانستان دآسیا په زړه کې دسلګونو نه بلکې دزرګونو کلونوپه اوږدو کې دپردیو تاړاکونو،ماتو اوتیښتو یو نړیواله پیژندل شوي نښه ده.دافغانستان خلک دخپل تاریخ،ملي تاریخي هویت،آزادۍ او خپلواکۍ له پاره دپردو په وړاندې دپاڅونونو او مقاومت په بهیر کې په داسې ملي تاریخي کرکتر اوښتی چې مرګ منلی شي خو مرییتوب نه.دهغوی ایمان او باور داو او همدادی چې دهرډول تیري او اشغال مټې به تړي او بړستن به ېې ور ټولوي. دغه آرمان ته ېې په ټول تاریخ کې دخپلو سرونو هدیرې جوړې کړي خو هیڅ کله ستړي اوپه ګونډو شوي نه دي.
دپنجوایی دمشرانو څرګندونې که دښاغلي کبیر رنجبر؟!،عبدالله عبدالله،سپنتا او دوی ته ورته کسانو چې خپل هرڅه دپردو په شتون او ترحم کې لټوي اوریدلې وي ،باید په دې پوهیدلي وي چې دتاریخ غږ چیرته دی.« داټول چاوکړل؟» یوه چیغه ده،یوتاریخي له قهره ډک آواز دی،دادخلکو او تاریخ آواز دی.دا دهغې تاریخي محکمې غوښتنه ده چې هیڅوک به ورنه بې پوښتنې پاتې نه شي.ښايي زموږ ډیر خلک له ډیرو پټو ځان پلورنو اووطن پلورنو څخه نن خبر نه وي ،خو کله چې اشغال پای ته رسي ډیرې سپينې جامې به تورې او لړلې را ووځي.همدا اوس هم پټه نه ده چې سیا څنګه دسپتامبر دیولسمې نیټې له خونړۍ نندارې اته کاله مخکې ۴۲ تنه افغان روښانفکران دهمدې کلونو په اوږدوکې په خپلو جاسوسي روزنځایونو زکې همدې تیري او اشغال ته وروزل.دغه شان دپانکوالې نړۍ نورو جاسوسي سازمانونو او ددوی سیمه ییزوشبکو بې شمیره ځان پلورونکي ور خپل کړل.تر تیري او اشغال وروسته واکمني ترډیره دهمدغوشبکه يي موجوداتو یو سهامي مصلحتي شرکت دی.هروزیر نه چې هر قاضي اووکیل مودیوه پردي هیواد دګټواستازی شو. همدغو پردو استازوچې په رسمیاتو کې ېې وابسته یا رابط ګڼي داسې شبکې جوړې کړې چې په هر جنایت کې ددوی لاس او څیرې ښکاري.پټ قرادادونه،پټې معاملې،پټې ژمنې او پټ خدمتونه دومره پراخه شول چې پیژندنه ېې ناشونې شوه.دکابل پردو راوستی واکمن دخلکو او اولس له خبرتیا او ارادې پرته د۲۰۰۵ میلادي کال پټ تړون لاسلیک کوي اوداسې ېې پټ ساتي چې تر ننه ېې متن چاته نه دی ښکاره.ولې؟ داځکه چې که هلته دوطن پلورنې ښکاره خبره نه وي نوویره ېې له څه ده چې پټ ېې ساتي.کله چې دواک لومړۍ ستنه له خپل اصلي واکمن سره دغه پټې معاملې کوي ،نور هم واک مومي چې دوطن او خلکو په سرورته پټ پټانې ولري او هغو ته «حقوقي » بڼه هم ورکړي.دلته له لسګونو او آن سلګونو پټو معاملو څخه له هغه وطن پلورونکي سند څخه پرده پورته کوو کوم چې یونس قانوني دوخت دکورنیو چارو وزیر او عبدالله عبدالله دوخت دبهرنیو چارو وزیر دمؤقت دولت دکابینې دغړو او دحکومت دواکمنو کړیو په استازیتوب له ائتلاف(عمدتاً امریکا او انګلیس)، ناتو او آیساف سره لاسلیک کړی او دغه سند دوطن په دننه کې دویسا په نوم یوې ورځپاڼې ته په لاس ورغلی او خپور کړی ېې دی.
په نوموړي سند کې ویل کیږي: « دآیساف قومانداني دافغانستان په ځمکه او هوا کې دهر ډول کړنو اجازه لري.»« دآیساف کسان خلکوته د ورپیښ شوي زیان دورکړې مسؤلیت نه لري» « دآیساف کسان دهرډول جرم دترسره کولو په خاطر په افغانستان کې محاکمه کیدای نه شي» داد هغې موافقت نامې غټ ټکي وو چې دیونس قانوني،عبدالله عبدالله او دائتلاف او هم دآیساف دقوماندانانولاسلیکونه ېې پر مخ لیدل کیږي. داسې ښکاري چې متن هم په انګلیسي دآیساف ، ناتو او ائتلاف قوماندانیو جوړ کړی او په ډیره بیړه په دري ژبه ژباړل شویدی.په متن کې ډیرڅه ارتباط نه لري،پیلامه او خبر ېې ګډوډ،جملې نیمګړې او تکرار پکې ډیر دی.له دې سره سره په دري متن کې لولو:آیساف بشپړه او ځنډ نه منونکې آزادي لري چې د ټول افغانستان په خاوره او هوا کې ګرځیدنه وکړي،( منظور پوځي عملیات دي) له هر سیاسي ،ټولنیز اومذهبي مشر سره چې اړینه وي اړیکې ونیسي،(منظورپټې معاملې او قرار دادونه دي)آیساف او مرستندوی کسان ېې(منظوردآیساف قراردادیان او جاسوسان یا رابط غړي دي)په ټولو شرایطو او هر وخت کې دهرډول جرم په وړاندې یواځې په خپلو هیوادو کې دقضايي څانګو تابع دي او(په اافغانستان کې ) دهر ډول پوښتنې او نیول کیدو په وړاندې دخوندیتوب حق لري،آیساف له هرډول ماليي،تکس،اوګمرکي محصول څخه معاف دی،دپورتني توافق له مخې آیساف بشپړه او خنډ نه منونکې آزادي لري ،(کولی شی) د افغانستان په خاوره او هواکې (هرڅه) وکړی، آیساف دخپلوساتندویو،روزونکو اوعملیاتي کړنو له پاره هر څومره آسانتیاووته چې اړ وي دمؤقت دولت له خبرتیا وروسته ېې تر لاسه کولی شی، همدا ډول آیساف له هرسیاسی، ټولنیز، دیني او نژادي مشر سره اړیکې درلو دلی شی...هغه هیوادونه چې د آیساف په ډله کې راځي دقضايي قوانینو په اجرا کې مرسته کوي(منظور دادی چې هر هیواد کولی شي افغان تورنو ته خپلې جیلخانې او زندۍ ځایونه ولري)،آیساف او ټول مرستندویان او رابط غړي ېې له څارنې او نیونې څخه خوندیتوب لري.که دتیر وتنې له مخې ونیول شي له ځنډه پردته بیرته آیساف ته ور لیږل کیږي،مؤقت حکومت موافقه کوي چې دآیساف کسان( منظور پوځیان ، جاسوسان او مشاورین دي)او وابسته او رابط غړي هیڅ نړیوالې محکمې یا ورته قضايي څانګوته ورنه کړي مګر دا چې دهیوادونوپه موافقه وي.دآیساف کسان له هرډول مخکنۍ اجازې پرته افغانستان ته سفر او تګ وراتګ کولی شي.
دغه سند ته په کتو چې دکرزي واکمنۍ لاسلیک او منلی دی په پاملرنه ټولې هغه فردي یا ډله ییزې وژنې چې آیساف، ائتلاف او ناتوکړي او یا ېې کوي څوک ېې دپوښتنې حق نه لري.که کرزی دروغ ،فتنه او تیر ایستنه په زړه کې نه لري لومړی دې خپله هغه دپنځو مخکې کلونو د تړون هرڅه بر بڼد او له اعتباره وتي اعلان او له خپلو خلکو دې بښنه وغواړي او ورپسې دې دغه د قانونې او عبدالله عبدالله وطن پلورنه یو تاریخي ملي ضد کړنه وبولي او له اعتباره دې وغورځوي. نه! دی دا نشي کولی! داغوښتنه نه کیدونکې ده!په همدې وطن او خلکو ضد پټو معاملو اعتراف دځان وژنې معنی لري.هغوی چې قاروني شته د وطن په بیه تر لاسه کړي او دجاسوسۍ له برکته دواک لوړو پوړیوته رسیدلي څه احمق خو نه دي چې دا هرڅه په اوبو لاهو کړي. دهغه پښتانه مشر داپوښتنه چې:« داټول چا وکړل؟» يواځې دخلکو او اولسونو تاریخي پاڅون ورکولی شي او بس.