افغانستان د برموډا کرکټ ټيم ته هم ماتې ورکړه دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دکرکټ نړيوالو سياليو ته دلاري وموندنې په سياليو کې دخپلو برياليتوبونو په دوام دبرمودا ټيم ته هم ماتې ورکړه. دا به ددغو سياليو په لړکې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم اووم پرله پسي برياليتوب دي . مخکي له دي دکرکټ افغان لوبغاړو په دي بريالي شوي و چي دهالند، دنمارک ، نيپال ، کانادا ، او دپي ان جي ټيمونو ته ماتي ورکړي. په دي لوبه کې چې نن دمتحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره شوه لومړي لوبه افغانستان پيل کړه دکټ افغان لوبغاړو دټولو لسو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره دبرموداملي ټيم ته يوسلو اته اويا اميتازونه هدف وټاکه خو په پاي کې سيال ټيم دشلو اورونو په بشپړولو اودشپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره يواځي يوسلو دوه شپيته امتيازونه ترلاسه کړل. دبرمودا په وړاندې په برياليتوب سره دکرکټ افغان لوبغاړوو ددغو سياليو پړاو ته لاره وموندله . له روهي ویبپاڼې څخه په مننه دافغانانستان دتاریخي دښمنود(ګورګین)لمسیانو کرغېړن عمل په لاندې لینک کې وګورئ: http://www.tolafghan.com/posts/24487