دجرمني مونشن ښار په میرویس نیکه  جومات کې دپنجوايي دمظلومو شهیدانو فاتحه واخیستل شوه

Bca8a6d3906dd8896ea53606987f1434

موږ بایرن مېشتو افغانانوله پخوانۍ خبرتیاسره سم دمیرویس نیکه  په  جومات کې  دوروستۍ خونړۍ لسیزې  د قربانیانو په  ځانګړي  ډول  د پنجوايي  د مظلوموشهیدانو فاتحه  واخیسته  .

دفاتحې په لمړۍ برخه کې دقران عظیم الشان  ختم وشو ورپسې  شهیدانوته دعاوې وشوې، پدې ترځ کې یو چا امام ته غږ  وکړ، چې پلاني  ته  هم لاس  پورته کړئ عزیز یې وژل شوی دی، لاسونه موپورته او دعا مو ورته وکړه امام ورنه وپوښتل چې دا ستاسو عزیز دڅومره عمر  و، ولې او چا وواژه؟

هغه په  ځورېدلي اوزخمي زخمی  غږ ځواب ورکړ، چې زلمی و پرون بهرنیوځواکونو وواژه .

تاسو باور وکړئ  د هغه سړي  غږ اودې خبرټول ناست کسان سخت غمجن او په قهر ځکه کړل، چې لاترڅو به موږ سر په سر دغم په ټغر کښېنو؟

دامظلوم  پښتون  څه ګناه کړې، چې جنازه په جنازه اوفاتحه په فاتحه پسې اخلي ؟

له  هغه  څخه وروسته  د هېوادپه  مجهولې  او تپل  شوې  جګړې خبرې وشوې  همدا راز په کلکه سره دافغانانو د ملي یووالي  د ټینګښت غوښتنه  وشوه .

د وروستیو لسیزو په  تېره بیا د دې  وروستۍ لسیزې ناخوالې  په  منـطق ســره  محکومې  شوې، دغوناخوالو نه یوازې  دوینولښتي وبهول، بلکې  دوروڼو قومونو ترمینځ  یې دبیلتون  تکې تورې کرښې  کش کړې  خوله  نېکه  مرغه، چې زموږ  وروڼه قومونه  ترخپله وسه  پورې ملي یووالي  ته ژمن  پاته دي .

دافغانانودیومشترک اوپیاوړي دریځ  په اړوند هم خبرې وشوې څوپه یوه خوله  له نړیوالوپه  تېره بیاامریکاسره خبره سپیه کړو، چې آیا دستونځو دحل لار یوازې جګړه او ورور وژنه ده ؟

داوروستۍ  لس کلنې نارواجګړې  خوهم موږ ګوډاومات کړو هم یې نړیوال  اقتصاداووګړنیز اعتبارمات کړ هم یې دبشر اوبشردوستي خبرې تر پوښتنولاندې  راوستې  له همدې کبله به بهتره داوي، چې دسولې غم وخورو.

له پورتنیوخبروڅخه وروسته  په اتفاق سره تصمیم ونیول  شوڅوپه  مونشن  ښارکې  دیو(جومات)جوړولو لپاره ځمکه واخلو.

د الله  تعالی دکور(جومات) دجوړېدو په  موخه  زموږ  بااحساسو، مسلمانو اوهېوادپالو افغانانو ۶۵۰۰۰پنځه  شپېته زره  ایورو راټولې کړې .

موږ هیله  من  یو، چې  دالړۍ  به  دوام  ومومي اودانېک تصمیم به ددې سبب  شي، چې زموږ  ماشومان به  زموږ په لار  راپسې  راروان  اوسي .

دافاني دنیاخوهسې هم  دوه ورځې  ده،  موږ به  نه یو خوزموږ اولادونه  او راتلونکي نسـلونه  به  په  موږ  وویاړي ، چې د خپلو دیني او کولتوري  مراسمو دپه  ځای کولو لپاره ورته  دا لوی سوغات  دالله (ج) کور مانا(جومات)  پرېږدو.

درنو لوستونوکو!

موږ له  تاسو ټولومسلمانو وروڼو څخه  د وروري  یوه  هیله کوو، چې  زموږ  په  دې نېک تصمیم کې موږ  ته لاس  را کړئ  ترڅو تاسو هم له دې لوړ ثواب  څخه برخمن شئ .

بایدزیاته کړو، چې له یوې خوادمیرویس نیکه  دجومات  میاشتنۍ کرایه  تقریبأ درۍ  زره ایوروته  رسیږي اوله  بلې خوادا وخت هم په  منډه منډ ه تېریږي   نواوس  تاسو فکر وکړئ، که  موږ  شل کاله  کرایه  ورکړو دا به  تقریبأ    ۷۰۰۰۰۰ اووسووزرو ایورو ته  ورسیږي  نو ولې  ددې  همت  ونه کړو، چې په  یاد مصرف یوملکیت  واخلوڅو هم خدای (ج) راڅخه  رضأ وي  هم له دې مصارفوڅخه خلاص شو اوهم مودخپل  راتلونکي نسل لپاره یوڅه کړي وي .

اوس  زموږ  هغو درنو  هېوادوالوته، چې  د الله تعالی لپاره  غواړي  له  موږ  سره  مرسته  وکړي   دمیرویس  نیکه جومات بانکي شمېره په لاندې  ډول  سره  لیکو:

Konto-Nr : 658 357 867
BLZ: 700 202 70

تیلیفوني شمېرې :
دحاجي صاحب احمد احمدزي شمېره 01747170700
دحاجي صاحب حبیب الله فیضي شمېره 01795001992

یادونـــــــــــــــــــــــــــــــه :

په مننه اوکوروداني سره بایدووایم، چې  د فاتحې  په اخېرکې دمیرویس نیکه جومات  له  مشرتابه  هیئت  څخه  دیو تن  وطن  دوست افغان  لخوا ټولوګډونوالوته دختم   ډوډۍ  برابره  شوې وه  زموږ خویندو او وروڼو د ډوډۍ له  صرفولو(خوړلو) څخه وروسته  د دعا په کولو سره خپلو کورونو ته  تشریف وېوړ.

کوم  څه، چې په  یاده فاتحه کې  شخصأمابسمل  ته  د خوښي  او لا زیاتې امیدواري  هیله  را پیدا کړه  هغه  زموږ  د ګڼ شمېر هېوادوالوصمیمیت او ګډون و.

دلته  په  جرمني کې معمولأ د روخصتي  په  ورځ  په  تېره بیاچې هواهم  توده اوښایسته لمر خپلې زرینې وړانګې وېشي نویوشمېرکسان بیاپه  مېلواوکبابوپسې ګرزي  خوله نېکه مرغه ، چې  ددې  فاتحې ګډونوالود پنجوايي له  مظلومو  شهیدانو اوخپل  کړېدلي هېوادسره خپله پاکه مینه وښوده، په اخلاص سره راغلل  اودا لمرنۍ ورځ یې له موږ سره  دمیرویس نیکه په جومات کې تېره کړه بیایې هم کور ودان  زه  پخپل  وا رله  دوی  ټولوڅخه  مننه کوم خدای(ج) دې دوی ته  اجرونه، ګران افغانستان او افغان ولس  ته  خپلواکي  او سوله ورپه برخه کړي .

الله امین یاربالعلمین

دپنجوايي شهیدانو ته زما لخوا ډالۍ شوی غزل

زموږ نجات

 ماښام  راسوځي شپه  راسوځي  شین سهار راسوځي

غرمه اوزېړمازدیګری  هم  دا غدار راسوځي

 راغلل جامو کې دملیار چې زموږ وطن کړي سمسور

 چمن  راسوځي بڼ  را سوځي لاله  زار  راسوځي

 دلته  راغلي ګورګښان  په مرستیالي لباس کې

 کلي بانډې یې کړل  رالوټ اوس کوهسار راسوځي

 هغه چې میندو پکې  راوړل اتلان نړۍ ته

 د لر اوبر دزړګي سر لوی کندهار راسوځي

 زړه مې ترق  چوي  شهیدان  دزنګاوات  چې کړم یاد

 غرېو مې مرۍ ونیسي اه مې دزړه  ښار راسوځي

 هم دبابا ولي زیارت هم چهل زینو په سرکې

 سلګۍ مې واخلي زه وېرېږم  شامزار راسوځي

 دمیرویس خان په مېنه اوربل  دی لا نه یې وینئ

 احرمن سرې لمبې راوړې  نوبهار راسوځي

 پایلوڅو پاڅئ یو ځل بیا له ګوره سر  راجګ کړئ

 ستاسوپه چم کې سره ګلونه دګلزار راسوځي

 ارغنده ته ولې ویده یې غوړمبهار د څه  شو

 هلمنده لاس ورکړه پکتیا او ننګرهار راسوځي

 ته سوله ماتي سوله ساتي  بولې ړونداو کوڼ  شې

 ته یې لا نه  وینې زرین  تاریخ  د پلار راسوځي

 هم یې له ستوني یو نیولي هم ځان  دوست  رابولي

 خیبر به وران کړي  په ولله بیا به مزار راسوځي

 له کرښې  داخوااخواجوړپه  پښتنو محشر دی

 سوات  پېښور یې کړل  راوران  پاړه  چنار راسوځي

 دابدالي زور یې لیدلی وار له موږه اخلي

 دا دګورګین بچوڼي ګورئ  زموږ وقار راسوځي

 ډېوې یې مړې کړې دمحفل نغمې خاموشې سولې

 شهباز په ګوتو کې سا ورکړله ستار راسوځي

شېخ دشیطان  تر وزرلاندې جنتونه  غوښتل

 کورته یې  راوست  هم مو ننګ هم افتخار راسوځي

 موږ تودول  خپلو لستوڼو کې ځانو ته ماران

 اوس مو دا دنګ دنګ پښتانه لکه چنار راسوځي

 زموږ نجات بســـــــــــــــــمله زموږه په یووالي کې دی

که یو لاس نه شو نن کنړ سبا تخار راسوځي

 ماښام  راسوځي شپه  راسوځي  شین سهار راسوځي

غرمه اوزېړمازدیګری  هم  دا غدار راسوځي