امريکايانو په پنجوايي کې تر وژنې مخکې پر ښځو جنسي تيری کړی و
د ولسي جرګې هغه پلاوی، چې د څېړنې لپاره پنجوايي ته ليږل شوی و بشپړ رېپوټ وړاندې کړ. په دغه رېپوټ کې ويل شوي، چې په پنجوايي کې د امريکايانو يوه ګروپ لخوا تر وژنې مخکې لومړۍ پر دوه ښځو جنسي تيری کړی او بيا يې په عام وژنه پيل کړی.
رېپوټ زياتوي، چې دغه بريد د امريکايانو لخوا د هغې پېښې په غچ کې تر سره شوی، چې څو ورځې تر پېښې د مخه، همدې کلي ته څېرمه د امريکايي سرتيرو پر يوه زغروال ګاډي چاودنه وشوه او څو تنه په کې ووژل شول. په رېپوټ کې ويل شوي، چې د امريکايانو د وژنې په مهال وروسته له هغې چې له اډې نه نور پوځيان سيمې ته رارسيدلي وو، د کلي خلکو ته يې د غچ اخستلو ګواښ کړی و.
د پنجوايي د زنګ وات کلي په پېښه کې 16 تنه ملکي خلک وژل شوي، چې نهه تنه يې يوازې ماشومان دي.
امريکا تر پېښې وروسته هڅه وکړه، چې د زيات تاوتريخوالي د رامنځته کيدو د مخنيوي په موخه د پېښې مسوول يوازې يو تن، چې اوس يې نوم هم (( رابرټ بيلز)) په ډاګه شوی، وښيي. امريکا د دغه جنايت د پټولو په موخه دا هم ويلي، چې دغه کس رواني ناروغتيا درلوده او مخکې په عراق کې هم ټپي شوی و.
درنولوستونکو!
د پنجوايي قربانيانو د جنسي تېري خبر په کلکه رد کړ
پرون د ولسي جرګې يو پلاوي چې په کندهار کې د امريکايي سرتېرو له خوا د جنايت سيمې ته د څېړنې لپاره تللي وو، ويلي و چې امريکايي سرتېرو په پنجوايي کې د بېګناه افغانانو د وژنې تر څنګ پر جنسي تېري هم لاس پورې کړی دی. پرون دپنجوايي د قربانيانو کورنيو په يوه خبري ناسته کې دغه خبره په کلکه رد کړه او دا يې دوی او ټولو افغانانوته توهين وباله. دوی همداراز غوښتنه وکړه، چې هغه وکيلان دې محکمه شي چې دغه ډول غلط خبر يې خپور کړی دی.
عبدالله اڅړ
بي بي سي بیا په لاندې ډول یو رپوټ خپور کړی دی:
د پنجوايي مشران:
د ولسي جرګې راپور 'د کرکې' وړ دی
د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د یوه امریکايي پوځي له خوا د وژل شوو کسانو کورنیو د ولسي جرګې هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګني تورن امریکايي پوځي تر وژلو د مخه پر دوو مېرمنو جنسي تېری کړی. قومي مشرانو ددا ډول ادعا کوونکو د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.
دیادولوده، چې دپېښې په دریمه ورځ دا لاندې رپوټ هم خپورشوی و:
امريکايي سرتېري د وژنې پر مهال پر ښځو تېری کاوه
د رفيع الله په نامه يوه 15 کلن ځوان، چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د امريکايي سرتېرو له ډزو ژوندی پاتې شوی، ولسمشر کرزي ته د ټېلېفون پر ليکه ويلي چې امريکايي سرتېري د ده تره، د تره زوی، لور، نيا او د دوی خادم وواژه. د ده په وينا امريکايي سرتېري په ښځو پسې منډې وهلې، کالي يې ترې څېرل او تېری يې ورباندې کاوه. رفيع الله په خپله پر پښه ټپي شوی دی.
امريکايي چارواکي وايي، چې 38 کلن امريکايي پوځي په افغانستان کې تر خدمت وړاندې په عراق کې دماغي صدمه ليدلې او په کور کې يې له خپلې مېرمنې سره ستونزه درلوده. مانا دا چې که کوم امريکايی له خپلې مېرمنې سره جنګ کوي، نو کولای شي خپل زړه په افغانستان کې تش کړي.
امين الله هوتک
دپنجوايي دزړه بوږنوونکې پېښې په اړوند موږ بایرن مېشتو افغانانو تربل هرچادمخه انګېرلې وه، چې داپېښه دیو کس په وس نه ده پوره مهرباني وکړئ دا لاندې لینک کښېباسئ :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17991
د پنجوايي د شهيدانو د نومونه لست خپور شو
د دغو وژل شوو کسانو لست د طالبانو د رسمي سرچينو لخوا خپور شوی، چې موږ يې هم د قدرمنو لوستونکو لپاره خپروو:
۱ - شهیداخترمحمد (د وزیراکا ورور) ترشهادت یوه اونۍ وړاندې يې واده کړی وو
۲ - شهیده نادیه ( داخترمحمد میرمن )
۳ - شهید عصمت الله ( دوزیراکا زوی )
۴ – شهید فیض الله ( دوزیر اکا زوی )
۵ – شهیده معصومه ( دوزیراکا لور)
۶ – شهیده فریده ( دوزیراکا لور )
۷ – شهیده پلوشه ( دوزیراکا لور )
۸ - شهیده بي بي زهرا ( دوزیراکا میرمن )
۹ - شهیده خالده ( دوزیراکا مور )
۱۰ - شهید عیسی محمد ( دوزیراکا وراره )
۱۱ – دوزیراکا دکور دیوولسم شهید نوم موتراوسه نه دی ترلاسه کړی
۱۲ - شهید نظر اکا
۱۳ – شهیده خاتمه ( دنظراکا لور )
۱۴ - شهیده خالده ( دسیدجان اکا میرمن )
۱۵ – شهید محمد داود
۱۶ - شهید خدایداد
زخمیان
۱ - روبینه ( دنظر اکا لور)
۲ - رفیع الله ( دسیدجان اکا لمسی )
۳ – زردانه ( دسیدجان اکا لمسۍ )
۴ – حاجي نعیم اکا
۵ - محمد صدیق ( دحاجي نعیم اکا زوی )
۶ – فرمینه ( دحاجي نعیم اکا لور)
د امريکا د دفاع وزرات يوه تن چارواکي ويلي، چې د پنجوايي د عام وژنه په پايله کې اوس د وژل شوو ملکي خلکو شمېر17 تنو ته ورسيد.
د ځينو رېپوټونو له مخې يو بل تن چې سخت ټپي شوی و درملنه يې نه ده شوې او له دې نړۍ يې سترګې پټې کړې. تر اوسه د دې پېښې بشپړه څېړنې نه دي شوي او له امکانه لرې نه ده، چې د دې پېښو د قربانيانو لست تر دې هم اوږد وي .