طالبانو په قطر کې خپل دفتر بېرته وتړلو
طالبانو په يوه اعلاميه کې چې نن خپره شوې ده، ويلي دي چې دوی په قطر کې خپل دفتر تړي او له امريکې سره هر ډول خبرې ځنډوي. په اعلاميه کې راغلي چې د امريکې دريځ ثابت نه دی او هغه ژمنې چې دوی په پيل کې کړې وې، اوس يې ورته شاکړې ده. اعلاميه وايي، چې طالبانو د قطر له حکومت سره تر يوه تفاهم وروسته د جنوري په درېيمه نېټه په قطر کې د دې لپاره يو دفتر پرانيست چې له يرغلګو سره پر ځينو مشخصو مسايلو خبرې وکړي. لومړنۍ خبرې د بنديانو د تبادلې په اړه پيل شوي وې، خو د وخت په تېرېدو سره دوی خپلو ژمنو ته شا کړه او هسې وخت يې ضايع کاوه. اعلاميه زياتوي چې په وروستۍ کتنه کې يوه امريکايي استازي د شرايطو يو لېست وړاندې کړ، چې نه يوازې د منلو وړ نه و، بلکې د دوی له پخواني دريځ سره هم په تضاد کې و. اعلاميه همداراز ټول هغه تبليغات چې ګواکې د افغانستان حکومت، امريکې او طالبانو درې اړخيزه خبرې درلودې ردوي. اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو دفتر به سر له نن څخه تړل کېږي او تر هغو پورې چې امريکايان يو څرګند دريځ غوره کړي، هر ډول خبرې ځنډول کېږي.