موږ بایرن میشتي افغانان
په هېوادکې د وروستیوپېښود قربانیانو فاتحه اخلو
په خواشیني سره بایدووایو، چې دهېوادپه جګړه ځپلو سیمو کې ورځ تربلې د وحشت اژدها زموږ مظلوم او بېګناه خویندې او وروڼه په خورا ظالمانه ډول سره په شهادت رسوي په تېره بیا دا وروستۍ خونړۍ لسیزې افغان ولس ته له حده زیات دردوونکي او نه جبرانېـــدونکي ګوزارونه ورکړل په ځانګړي ډول د پنجوايي د زنګاوات (زنګي آباد) پېښې دنړۍ په کچه ولسونه حیران او ورېږدول .
داهغه دردوونکې اوزړه بوږنوونکې پېښه وه، چې د مارچ په یوولسمه نېټه د یکشنبې په شپه د کندهارولایت پنجوايي ولسوالي د زنګاوات (زنګي آباد) په دریو کلیوکې په خورابدترین او وحشي ترین ډول ترسره او زموږ بېګناه خویندې اووروڼه پکې شهیدان شول .
انا للــــــــــــــــــــــــه و اناالیـــــــــــــــــــــــــه راجعـــــــــــــــــــــــون
موږ دجرمني په بایرن آیالت کې له ټولودرنوهیوادوالوڅخه په ډېردرناوي سره هیله کوو، چې دمارچ میاشتې په ۲۵ پنځه ویشتمه نېټه د یکشنبې په ورځ دماسپښین له ۲ دوو څخه تر ۴ څلورو بجو پورې دمیرویس نیکه جومات ته دورستیوپېښو دعمومي فاتحې اخیستلو لپاره په لاندې پتـه تشریف راوړي .
پتـــــــــــــــــــــــه :
Machtlfinger Strasse 10
Ubahn 3
München - 80379
وخت :
دماسپښین له دووڅخه ترڅلوروبجوپورې
نېټه :
دروان کال دمارچ پنځه ویشتمه
یادونــــــــــــــــــــه :
دمختل فنګ سیمه دمونشن ښارپه سهیل کې موقعیت لري .
دلازیاتو مالوماتو دترلاسه کولو لپاره په لاندې تیلیفوني شمېره اړیکې نیولای شئ .
۰۱۷۴۷۱۷۰۷۰۰
دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت