تاند(شنبه/فبروري۲۵) افغان چارواکي او په افغانستان کې مېشت د ایساف ځواکونه وايي چې نن د کورنیو چارو په وزارت کې دننه یوه تن د وسلې مخه امریکايي سلاکارانو ته واړوله او دوه تنه یې ووژل.

د کورنیو چارو وزارت وویل :« نن ماسپښین زموږ دوه نړیوال همکاران د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې دننه ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه تحقیقات کوي.»

د کورنیو چارو وزارت د قاتل د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

لوېدیځو رسنیو د یوشمېر افغان چارواکو له قوله ویلي چې وژل شوي کسان امریکايي سلاکاران ول.

خو ځینو نورو رسنیو بیا ویلي چې وژل شوي امریکایان روزونکي یا ترینران ول.

په همدې منځ کې اسوشیتید پریس خبري اژانس په یوه بیړني راپور کې وویل چې دوه بهرنیان د یوه بل لوېدیخوال له لوري وژل شوي دي.

د پېښې په لمړیو شېبو کې ګومان کېده چې دا امریکایان به کوم افغان پولیس وژلي وي او په بګرام کې د قرآنکریم د سوځېدو له پېښې سره به تړاو لري.

وړمه ورځ په ننکرهار کې د ملي اردو یوه غړي دوه امریکایان ووژل.

یوې افغان سرچینې فرانسر پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا پېښه د یوې لفظي شخړې پر سر راولاړه شوه.

د کورنیو چارو په وزارت کې دې سرچینې همداراز ویلي چې قاتل افغان و.

خو په کورنیو چارو وزارت کې دوو افغان مقاماتو، چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دوو خواوو ترمنځ شخړه د دوو امریکایانو د وژل کېدو سبب شوه.

دوی دا هم ویلي چې د لانجې دواړه خواوې بهرنیان وو او افغانان پکې ښکېل نه ول.

 دوی دا هم وویل چې دا امریکایان د کورنیو چارو وزارت د ودانۍ په هغه خونه کې وژل شوي چې یوازې بهرنیان پکې اوسېدل.

هم د ناټو مقاماتو او هم چارواکو تایید کړه چې پر امریکايي سلاکارانو حمله کوونکي افغان نه بلکې بهرنی دی خو دوی نه دي ویلي چې بهرنی د کوم هیواد تبعه دی.

د ناټو یوه ویاند ډګرمن جیمي کمینګز دا خبره رد کړه چې ګنې قاتل لوېدیځوال دی. کمینګز ونه ویل چې حمله کوونکی څوک دی.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي برېښنا لیک کې، مخکې تر دې چې قضیه پوره روښانه شي، ادعا کړې چې د عبدالرحمان په نوم د دوی یوه فدايي مجاهد دا حمله کړې او لا هم مقاومت ته دوام ورکوي.

ذبیح الله مجاهد دغه راز ادعا کړې چې عبدالرحمان څلور امریکایان وژلي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا داحمله د امریکایانو له لوري د افغانانو مقدساتو ته د سپکاوي په عکس العمل کې شوې ده.

درنو لوستونکو!

دنښتر مسؤلینو له نظره پورتنی خبر خورا مهم او ویښوونکی ځکه دی، چې دکابل په یوه دومره خوندي سیمه کې دامریکايي سلاکارانو وژل څه دټوکو کار نه دی .

له بلې خوا دناټو او امریکايي پوځیانو دعمومي قومندان،جنرال جان الن له پرېکړې داسې ښکاري ،چې ممکین خبره بل ډول وي .

زموږ هسک او اوچت غرونه اجنبیانو سره وران دي

په لمن اوسردرو کې یې خښ شوي اتلان دي