واقعیت داوه چې دسړې جګړې دپای ته رسیدو په درشل کې دپانګوالې نړۍ له خوا دوخت په نړیوال سوسیالیستي نظام دبری ،دنړۍ دیو قطبي کیدو او له دې لاري د پانګوالې نړۍ دنړیوالې واکمنۍ دخوبونولیدلو دغې معاملې ته ډډه ورکړه.ختیځ او لویدیځ(دایدیالوژیک او سیاسي  اقتصادي جوړښت په اعتبار)په  نړیواله او هم په سیمه ییزه کچه دیوه او بل دماتولو له پاره درنې پانګې بیلې کړې .ددغو دو زبر ځواکونوبرخه همدا وه چې یو دسولې،ټولنیز عدالت او طبقاتي مبارزې داصل پر بنسټ خپل شعارونه وړاندې کړي او بل په خپله لیبرال دموکراسۍ او دبشر دحقوقوپه شعاري اصل زور ولګوي.لومړي تر ډیره دټولنو مخکښ، روښان فکره او عدالت پاله ځواکونه ځانته ورنږدې کول او ددویم برخه په ښکاره ډیر په شا تګ غوښتونکي،بنسټپال،له هر ډول پرمختګ او تمدن سره نه پخلاکیدونکي ووچې  ددوی له عقیدتي او دودیزو احساساتو څخه په ګټه اخیستوېې په ځا ن پسې را خوځول.نه دلومړیو شعارونه په عمل کې هغه ووچې ویل ېې، او نه دویمو دچا له دین، مذهب،ملي تاریخي هویت،دودونواو کړو وړو سره څه مینه در لوده. دواړوته خپلې ستراتیژیکې موخې او په نړیواله سیالۍ کې دخپلو بریو غوښتنې دلومړیتوب دحق درلودونکې وې.دواړو لورودیو کل په توګه ددریمې نړۍ انساني ځواکونو ته دوسایلو په توګه کتل.                                                         
تر کومه چې په اسلامي نړۍ پورې اړه لري دواړه نړیوال زبرځواکونه غیر اسلامي او دسیاسي،اقتصادي اوپوځي موخو په څنګ کې دځان په ګټه دځانګړو فرهنګي او ایدیالوژیکوبریاوو او بدلو نونوغوښتونکي و.هیڅ یوه له اسلام سره نه یواځې کومه مینه درلوده بلکې که یوه ته دین دټولنې زهر و هغه بل ته هم دین دلیبرال دموکراسۍ ،پانګوال مدنیت او علمي تخنیکې پرمختګ خنډ شمیرل کیده.په دواړو لورو کې دین له سیاست او واکمنۍ لویدلی و.یواځې یو توپیر و او هغه داچې یوه له دیني احساساتو څخه ډیره ګټه نه اوچتوله ځکه هغه ېې له فکرې جریان سره سم نه و او دې بل بیا دټولنې داحساساتو دراپاره ولواو له دې لارې جګړو ته دانساني ځواک پیداکولو او دمالي تمویل دمنابعو دتر لاسه کولو له پاره له خپلو ادیانو څخه دنورو په وړاندې ګټه له پامه  نه غور ځوله.
دتاریخ په یوه حساسه شیبه کې هغه وخت چې شلمه پیړۍ خپلې شپږمې لسیزې ته وراو ښتله  دنړیوال سوسیالیزم دلیدو وړ پراختیا دلیدو وړ وه.ددغه حالت یولوړ دلیل داوچې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ددریمې نړۍ یو زیات شمیرهیوادونه نوي داستعمار له منګلو را ووتل، دپانګوالې نړۍ داستعمارلویدل پیل او دهغه په وړاندې یوسوسیالیستې بلاک راجوړشو.نوو آزاد شووهیوادونو خپلې ملې ګټې له تیرو استعماري هیوادو سره نه پخلا کیدونکې لیدې او داستعمار د زمانې نارواوې هم له یاده نه وې وتې ،له همدې کبله سوسیالیستي نړۍ ته لیوالتیا تردې پورې توده شوه چې څه دپاسه ۵۷ هیوادونوچې ډیر ېې اسلامي هیوادونه وو يو ډول سوسیالیستي پلوه سیستمونو ته ور واووښتل او له دې لارې په نړیوال بیلانس کې یو دروند بدلون په خوځیدو شو.دغه حالت پانګواله نړۍ دې ته وهڅوله چې ډیرې سترې پانګې او دپراخه شبکو لرونکې جاسوسې کړۍ په کار واچوي.دامریکا متحده ایالات چې دپانګوالې نړۍ مشري ېې په غاړه درلوده په تیره په آسیا کې دانګلیسي اوږده استعمار له پخو تجربو څخه په ګټه اخیستوخپلې هڅې ګړندۍ کړي.دغه لوري ته دهغوروښانفکرې ډلو او خوځښتونو ورخپلول ګران وکوم چې له یوډول ملي وطنپالنې سره دټولنیز عدالت او برابرۍ غوښتونکي وو.دغه روښانفکران او خوځښتونه ېې له یو ډول بورژوا دموکراتیک کرکتر څخه پورته  څه نه وو.خو لویدیځ همدغه څه هم نشوی ځغملی او هغه ېې ټول یو شان دکمونیزم په تور په مرګ او نابودي نیول. همدغه حالت لویديځې پانګوالې نړۍ ته هغه څه ور په برخه کول چې دخپل فکري،ټولنیز اوسنتي دریځ له مخې ددوی له تمدن،دموکراسۍ ،دبشر حقوقو او نورو سره هم جوړ نه وو.ددغو ځواکونو را خپلول یواځې ددریمې نړۍ داقتصادي جبر له مخې دنقدي ،مالي او مادې معاملو له مخې شوني وو.دغه حالت ددې ښکاره نښه شوه چې لویدیځ دهرډول پرمختګ او خپلواکې خوځیدنې په وړاندې  دتمدن ، دموکراسۍ او پرمختګ له باخبره او بې خبره دښمنوډلو او ځواکونو څخه تغذیه شي.          
دغه حالت یوه بله ترخه پایله هم درلودله او هغه داچې لویدیځ له مذهبي په شا غوښتونکو څخه دوسایلوپه توګه دکار اخیستو، په دې لړ کې له ځانګړو مذهبي بدعتونوڅخه چې  آن داستعمار له وخته راپیل شوي ولکه( وهابیت،قاد یانیت،سلفیت او نورو) پراخه ګټه تر لاسه شوه.دغه ټول استعمار وزیږول او نوي استعمارپه پخو وسایلو واړول.واقعیت دادی چې دغه څه یواځې د افغانستان په برخه کې نه بلکې د ټولې اسلامې نړۍ په کچه یو وژونکی بهیر و.ډیر لږ داسې اسلامي بسټپال خوځښتونه به پیداشي چې هغه یا دلویدیځ دلاس نیالګي نه وو او یا ېې وروسته  دډالري معاملو یا دشبکه يي کړنو له لارې نه وي اخیستي. دبې شمیره تش په نوم اسلام پالو،ځان پلورنه نن داسلامي ټولنې یوه ستره ننګونه ده، چې ښکاره نښې ېې آن دعربي نړۍ دویښید وپه روان پسرلي کې هم تر سترګوکیږي.
له هیچا څخه پټه نه ده چې دافغانستان دواکمنیو پر خلاف څه ښې وې څه بدې ټولې ورانکارې لمسونې او جوړونې دلویدیځ سوغات و.همدا لویدیځ و چې په ملیاردي پانګو ېې له القاعدې څخه را نیولې تر بې شمیره تنظیمونو پورې راجوړ او دخپلو ستراتیژیو په وسایلو ېې واړول. دغه ډلې ېې هغې کچې ته پورته کړې چې په خبرو کې ېې دبهرنیو دنومونو له اخیستو کرکه در لوده خو په عمل کې ددین همغو ستروسترو څیرودسیا دروازې ټکولې.او هغو معاملوته ورسیدل چې کعبه ېې په ښکاره بله شوه.                              
پر افغانستان دوخت دشوروي لښکرو ناروا خونړۍ تیری او له دغه تیري سره په خوښه یا مجبوریت د افغان کیڼ اړخو روښانفکرانوهمغږه کیدودافغاني ټولنې ځوانه   انساني مخکښه تومنه را وغورځوله. دغه کاردلویدیځ په لاس جوړو شوو ډلو ته نوی ډګر ور کړ او په ښکاره داسې یوه تشه را منځ ته شوه چې دوطن برخلیک دهمدغو پردو وسایلو دمعاملو په بې سیاله منګولو کې راښکیل شي. دغه پردو روزلي( په دغه بهیر کې دهغو مؤمنوجهادیانوچې له ناخبرۍ څخه دخپلو مشرانودلوبو او معاملو ښکار شوي خبره بله ده،ورته لوبه زموږ دوطن په کیڼ اړخه خوځښت کې هم دلیدو وړ دی)ډلې په خپلو کې هم دپردو دپلان له مخې په داسې سیالیو اخته وې چې هرې ډلې ځانته نړیوال ملاتړاو معامله کوونکي لټول.څرنګه چې دسړې جګړې په دوران کې دختیځ او لویدیځ دبهرني سیاست اصلي لوبوونکي، جاسوسي کړۍ وې، دمعاملو لوری هم تل تر تله همدا جاسوسي شبکې ګرځیدلې .دغه غیر اخلاقي بهیردانسانانو دشخصیت په لویدو هم ژور اثر وکړ، تر دې چې د جاسوسانوشمیره او یوتر بله پیژندنه دومره پراخه شوه چې جاسوسې په اعتیاد واووښته او دهوښیارۍ مقام ته ورسیده.
دډیروتنظمې ډلو او نورو ورته جوړښتونوشتون هم دهمدغې سیالۍ پایله او هم دلویدیځ دتاکتیکې کړنوزیږنده وه.ښه مې په یاد دې هغه وخت چې افغانستان د شوروي لښکرو په منګلو کې را ښکیل و، یوه امریکايي ژور نالیست د متحده ایالاتو د«ماورای بحار» (هیله ده دانوم ناسم نه وي اخیستل شوی)دانستیتیوت له یوه لوړ پوړي کار پوه څخه پوښتنه وکړه چې: متحده ایالات خو کولی شي دا بې شمیره جهادې ډلې په یوه پیاوړي یو لاس ځواک بدلې کړي، داکوم څه دې چې نه غواړي دغه کار وشي؟ نوموړی ځواب ورکوې چې دا څو علته لري:
لومړی: افغانستان یوه ډیرشمیریزه قومي ټولنه ده .دهر قوم ،هرې ژبې،هرملي جوړښت ،سمت او لوري او آن دهر مذهبي تړاوپر بنسټ ډیر څه را ټولیدی شي.
دویم: دیوه ټاکلي ځواک جوړیدو خطر دادی چې مشر تابه ېې په آسانه ددولت او روسانو له خوا اخیستل کیدی شي.                        
دریم: دشوروي ضد جګړه اوږده او له اقتصادي پلوه درنه ده ،دډیر و ډلو شتون او له بیلابیلو هیوادو سره تړون ېې د امریکايي لګښتونو کمښت ته مرسته کوي. 
څلورم: دغه ډلې ټولې ديوه هدف لپاره وسیلې دي . امریکا نه غواړي داسې څه را جوړ کړي چې سبا ېې په ماتولو هم درانه لګښتونه ولري. هغه پراخه وسلې چې ددغو ډلو په لاس کې، دي را ټولول ېې ناشوني دي . ښه لاره داده چې زموږ داهدافو په تر لاسه کیدو سره دغه وسلې په خپل منځي جګړو کې ذوب شي. 
پورتنۍ څرګندونې په تیرو دوو لسیزو کې له هغه وخته چې تنظیمي واکمنۍ په یو یا بل ډول روانې وې په عمل کې رښتیا وختې.لویدیځ تنظیمي ډلې له همغه پیل څخه داسې سره ولګولې چې هیچا پر هیچا هیڅ ډول رحم ونه کړ او دخلکو او وطن برخلیک خو ښکاره و.همدغو خپل منځي نښتواو په دې بهیر کې بیاهم دپردو دمرستو او ملاتړ تر لاسه کولو، دمعاملو دبازار تود والی نوی کړ.په دغې سیالۍ کې لویدیځ دخپلو نوو اوزړوستراتیژیو له پاره په معاملو کې تر نورو داعتماد وړډلې لټولې. لویدیځ  دغه کارته په ډیره آسانۍ ورسید.په ټولو هغو کې چې خپله ېې را جوړ کړي وو،څه ېې خپل اوڅه ېې دښمن کړل.په دې ټاکنه کې لویديځ په تیره امریکا ته دمرییتوب تړاو دپام وړ و، نه دا چې څوک پرون څه وو.طالبان،حزب اسلامي،دخالص او محمدي ځینې پاتې شونې دښمن او دجمعیت اسلامي،وحدت اسلامي،اتحاد اسلامي ،شورای نظار او آن ددوی په اصطلاح دکمونیستي واکمنۍ لوړ پوړي جنرالان او خونړۍ ملیشي، دوستان او دپوځي یرغل ملګري شول. داوروستۍ لوبه په ښکار نوره دپوځي تیري په څنګ کې د ولاړو ډلو له پاره یواځې سیاسي نه بلکې په ښکاره پولي ډالري معامله وه.متحده ایالاتو او انګلیس دتیري په پیل او وروسته  له ناتو سره یوځای  یواځې دډالري معاملو له لارې خپل تلفات او لګښتونه را ټیټولی شوی. په همدې دلیل دمعامله ګرو غواوې لنګې شوې.نوروطن، اسلام، دین ، مذهب او ناموس هیڅ اود ډالر په څنګ کې  په  پردو راوستې واکمنۍ کې ور دننه کیدل هرڅه و.                                               
دا یواځې د یوې وطنپالې افغانې خور دنیوکو په وړاندې دعبدلله عبدالله اعتراف نه وچې ویل ېې«  خوب کدیم که خوردیم به تو چه»بلکې پخپله امریکايي لوړ پوړو مالي او جاسوسي شبکودشمیرنو له مخې په وار وار دا په ډاګه کړه چې پر افغانستان پوځي یرغل په کومه بیه او دکومو څیرو او ډلو په ډالري را نیولوتر سره شو.البته په کابل او ولایتو کې دقاروني شتو او آسمان ته ختلو ماڼیوشتون په خپله هم ښيي چې دا ټول څه، په کومه بیه تر لاسه شویدي.وطن دهمدې وطن پلورونکو معاملو قرباني شو.وطن یواځې ځمکه،غرونه ،سیندونه ،اوبه او ځنګلونه نه دي.دخلکو او اولسونو ټول ملي تاریخي مادي او معنوي شتمني،دین، اخلاق ، فرهنګ  ، دودونه او باورونه دوطن دشتون او سلامتیا نښې دي. دوطن پلورنې لومړۍ پایله دملي تاریخي هویت ورکه او دټولنې عقیدتي،اخلاقي او رواني جوړښت ته مرګونی کوزا ردی.
هغه حکومت ،هغه قضا، هغه پارلمان چې دمعاملو له مخې دپردوپه لاس جوړاو په پردو ډالرو ژوند کوي او ټوله وکړه مکړه ېې پردي ټاکي  او دهر لمانځه په پای کې (هغوی ېې چې لمونځ کوي) دپوځي تیري او اشغال ددوام دعا هم نه هیروي ،نن څنګه نا څاپې پښې په ځمکه ډبوي چې امریکايي پوځیانوولې دبګرام په پوځي اډه کې قرآن شریف سوځولی دی.آیا دا پيښه نوې ده او که له هغه وخته چې وطن وپلورل شو هره ورځ دې ته ورته پيښې دا لس کاله کیږي چې روانې دي.دکوم افغان مسلمان په کور کې قرآن شریف نشته ، څومره کورونه هره شپه تر پوځي چپاو لاندې راځي او وروسته په بمونو الوزي، څومره سپین سرو ښځو او نارینه وو مودامریکايي شپنیو یرغلونو په وخت کې قرآن شریف دخپلې خوندي پاتی کیدنې په خاطرپه لاسونو کې نیولي وو،هغه کورنۍ له خپلو ماشومانو سره دراکټونو ،لاسي بمونو او ماشینګڼو خوراک نه شوې؟ ولې چا دهغوشهیدانو په لاسونو کې دسوځول شوو قرآنونوپوښتنه ونکړه. یو اځې افغانستان نه بلکې  ټولې اسلامي نړۍ ته سپکاوی د لویدیځ ښکاره سیاست نه دی؟                                                       
همدا لږه موده مخکې په قندهار کې امریکايي پوځیانو زموږ په مړومیتیازې ونه کړې؟ هغه اسلامي ژیرې ،هغه اسلامي زړونه او سینې ونه لړل شوي؟ دا زموږ دپلرونو اونیکونو هدیرو ته سپکاوی نه و. دکابل واکمنۍ او همدې پارلمان خو هملته هم پښې ډبولې چې مسؤلین دې ونیول شي او محاکمه دې شي. څه وشول ،څوک ونیول شول او څوک چیرته دچا له خوا محاکمه شول؟له هغه وروسته انګلیسي پوځیانو یولس کلن هلک او لس کلنه جلۍ دخپل جنسي تحریک لپاره تر مرګه ونه کړول؟ هغه چا ونیول او چیرته محاکمه شول.خلکو ته دشوده ګانو فکر کول خپله شودګي ده.په یوه اشغال شوي وطن او په داسې حال کې چې دولت ،حکومت،قضأ او پارلمان ېې له اردو ،پولیسو او امنیتي دستګاوو سره ټول دډالري معاملوزیږنده دي او همدا اوس ډالري معاشونه اخلي څنګه کیدای شې د بادار په مخ ور والوزي؟ 
دافغانستان د پارلمان دا پریکړه چې دبګرام امریکایی اډې ته دهیأت لاړ شي ،واقعیت دې روښانه ،او تورن دې ونیول شي، اوپه یوه اسلامي محکمه کې دې محاکمه شي، یوه مسخره خبره نه ده؟ بګرام دکابل په څو کیلومترۍ کې دافغانستان خاوره ده .په بګرام کې یواځې امریکايي پوځي اډه چې تاسو ېې دتیر ویستنې په خاطر بیس بولي موقعیت نه لری. هلته تر ابوغریب او ګوانتانامو وحشتناک امریکايي جیل او شکنجه ځای هم دی.په هغه جیل کې دما شومانو په ګډون بې شمیره مسلمان افغان بچیان هرورځ په وحشیانه توګه کړول کیږي او عقایدو ته ېې ددهمدې مقدس کتاب د تر پښو لاندې کولو تر کچې سپکاوی کیږي  ولې مو پر هغو خوله پټه کړیده؟تاسو خو دخپلې واکمنۍ ډیر ستر ګام داساسي قانون شته والی بولۍ ، دهغه قانون کومه ماده پردو یرغلګروته واک ورکوي چې زموږ په خاوره کې  پوځي اډې اوجیلخانې ولري .دوه پارلماني دورې تیرې شوې خو هیچا داخبره دسیاسي چنو له بهیر پرته راپورته نه کړه. همدا اوس ستاسو په همدې څلور ماده يي پریکړه کې مرکزي خبره داده چې لومړی باید واقعیت روښانه شي څو له دې پيښې څخه « دښمن» ؟؟؟ ګټه پورته نه کړي او خدای مکړه ستاسو او ستاسو دنړیوالو دوستانو تر منځ اړیکې ترنګړې نه کړي. هو اصلي دعوه او دعایه همداده.که داسې نه وي نو کله چې دناتو مشر تابه خپله په پیښه اعتراف کوي او دغولونې تکراري بښنه هم غواړي بیانو نورتحقیق ته څه اړ تیا ده؟نه چې په دې پيښه کې هم دډالرو سودا خوځي.ځکه همدا چې وکیل صاحبان امریکايي اډې ته دامریکايي قوماندان میلمانه شي نودغرمنۍ په څنګ کې به له ډالرو ډک جیبونه چپنې هم تیارې وي. که دا هم نه وي او دا تورزن په  « زور!!!» امریکايي پوځي اډي ته ور دننه شي ،په کومو امکاناتو به هغه څوک پیداکوي چې قران شریف ېې سوځلی دي او په کوم زور به ېې نیسي او هغه به هم اسلامي محکمې ته را ولي؟ دا مګر همغه دموږکو غونډه او دپيشوپه غاړه کې دزنګ تړل نه دي؟        
زموږ خلک او اولسونه ، همداشان ټوله اسلامي نړۍ او بشریت پوهیږي چې په افغانستان څه تیریږي،په عراق څه وشول،لیبیا په کومه ورکه اخته شوه،سوریې ته ېې کوم زهرچمتو کړي او همدا اوس دعربي نړۍ پسرلي ته دپټو معاملو له لارې کومې ږلۍ را رسیدونکې دې.ددغو ټولو معاملو پراخه لوری هغه ځواکونه دي چې داسلام اسلام نارې وهي خو اسلام په ډالرو پلوري.همدغه ترخه اسلامي او بشري ضد چلند له بده مرغه داسلام پر مخ خواشینوونکې لړې را خپرې کړیدي.پوهیږم چې زما داخبره چې که رښتیا اسلام غواړۍ نو ډالر ېې بیرته ورکړۍ،یوه نه کیدونکې او یوه لیونۍ غوښتنه ده. خو هیر ېې نکړو چې تاریخ کله کله هغه څه کوي چې معاملې او معامله ګر ېې هیڅ سوچ هم نشي کولی .

 دهمداسې یوې ورځې په هیله.

درنو لوستونکو!

نښتر ویبلاګ له حصین صاحب څخه مننه کوي، چې دعیني پېښو له مخې یې خپله علمي لیکنه کړې کور یې ودان باید زیاته کړو، چې د اوسنۍ محکومې او ګونګۍ اوضاع په اړوند زموږ یو شاعر ملګري هم په لاندې ډول یو نظم رالېږلی خو مخکې دهغه نظم له لوستلو لمړی دغبرګ عبدالله په اړوند په لاندې لینک کې هغه وېدیو وګورئ کومې ته ، چې حصین صاحب پخپله لیکنه کې اشاره کړې ده :

http://www.youtube.com/watch?v=bCQk6bM6hTA&feature=related

بیا شوې وینې توې دالله په نام
جګ شول له بګرامه قام
غټ واړه نارې وهي

مرګ په امریکادې وي
نور دې زمونږ پاچا نه وي
خلکو ته رسوا دې وي
دا توهین چې دوی کړی قرآن باندې
زمونږپه پاک اسلام باندې
وروسته دکابل خلک په غوسه شولو
لږپه ګونګوسه شولو
چاچې په ډالرونن لمنې ډکې کړې دي
خولې یې نن تړلې دي
ځینې جهادیانوته هم بدښکاري څوک وغاندي

لوی لالا خپه کاندې
دوی ته بهرنیان خپه کول غټه ګناه ښکاري

ځان ساتل روا ښکاري

هلته ننګرهارکې ورته جوړه نن غزاده
دود، اور اوغوغا ده
سوځي په لمبوکې ډک دتېلو ټانکرونه دي
دا د چا لاسونه دي
بم یې غورځولی بیاچورلکو  ښوونځي باندې
نجونو په ټولګي باندې
داهم د ناټودړندوسترګوتوربمونه دي

وران ترې نن کورونه دي
ټول ژاړي غمونه دي

لور په لور ویرونه دي

امرالدین سرحد

دنښتر ویبلاګ اداره پخپلو پوهانو ویاړي ددې ترڅنګ له نېکه مرغه زموږ عادي وګړي هم اوس دښکېلاکګرو په تورو موخو او دسیسو  پوره پوهیږي دسرحد صاحب نظم یې ښه بېلګه ده . 

دبګرام پېښه نه یوازې  دافغانانو د توهین او وینو تیولو په موخه تر سره شوه بلکې د افغانانو دجزباتو ازموینه یې هم یو مهم هدف و.

 که دا ازموینې دوام وکړي زموږ په خیال به بلاخره  ولس ملي پاڅون ته را پورته شي . 

تاسو په لاندې ډول یو بل خبر هم لوستلای شئ :

د ننګرهار په مظاهرو کې د لسګونو افغانانو او امریکایانو د وژل کېدوخبر ورکول کېږي

تاند(پنجشنبه/فبروري۲۳) له ننګرهار څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د امریکايي پوځیانو له لوري د قرآنکریم د سوځېدو په اعتراض کې مظاهرې هغه مهال په تاوتریخوالي بدلې شوې چې د ملي اردو ځواکونو پر امریکايي پوځیانو ډزې وکړې.

د ننګرهار په خوګیاڼي ولسوالۍ کې د مظاهرې یوه برخوال جهانګیر تاند ته وویل چې د ملي اردو د ځواکونو په ډزو لس تنه امریکايي پوځیان ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

ده په عین حال کې ادعا وکړه چې د امریکايي پوځیانو په متقابلو ډزو د ملي اردو شاوخوا سل تنه سرتېري لګېدلي دي خو د تلفاتو په اړه مالومات نه لري.

د دغه شاهد څرګندونې نورو سرچینو تر دې دمه تایید کړي نه دي.

جهانګیر وویل چې لا هم ډزې روانې دي او تراوسه پوري دوولس ملکیان هم په ډزو ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي پېښه تایید کړه خو د مرګ ژوبلو په اړه یې بې خبري څرګنده کړه.

د ننګرهار په نورو ولسوالیو، دغه راز په لغمان، کونړ او نورستان کې هم مظاهرې شوي دي.

د کابل په کارته نو او بګرامیو کې هم د مظاهرو په ترڅ کې تاوتریخوالی شوی دی.

د هغو ویډیوګانو له مخې چې تاند ترلاسه کړي پولیس پر عامو مظاهره چیانو مخامخ ډزې کوي. په دې ویډیو کې لږترلږه یو تن په وینو لړلی ښکاري او نور خلک پولیسو ته ښکنځلي کوي چې ولي پرې ډزې کوي.

ایساف تایید کړه چې د افغانستان د ملي اردو د سرتېرو په ډزو دوه امریکايي پوځیان په ننګرهار ولایت کې وژل شوي دي.

په بغلان ولایت کې هم د امریکايي پوځیانو له لوري د قرآنکریم د سوځېدو په اعتراض کې په تاوتریخجنه مظاهره کې لږترلږه یو تن وژل شوی او څلور ټپیان دي.

په تخار، بدخسان او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم مظاهرې شوي خو د تاوتریخوالي په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د مظاهرو دا لړۍ د سې شنبې په ورځ له بګرامه پیل شوه او نن یې درېمه ده.

ولسمشر کرزي او ولسي جرګې پر خلکو ږغ کړی چې له تشدده ډډه وکړي او تر هغو صبر وکړي چې د پېښې په اړه موظف پلاوی خپل تحقیقات پشپړ کړي.

دحصین صاحب په خبره کوم تحقیقات؟