


تصویر له بي بي سي څخه رااخیستل شوی دی
پـــــــه کابل کې د امريکا سفارت وتړل شـــــو
د رويټرز خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې، امريکا د ﻻريونونو له ويرې په کابل کې خپل سفارت تړلی او همداراز يې افغانستان ته خپل چارواکي له سفر کولو څخه منع کړي دي.
د رېپوټونو له مخې وروسته له هغې، چې تيره ورځ په بګرام کې د بهرنيو سرتيرو لخوا د پاک قران له اتیاوو څخه زیاتونسخو ته په يوه موټر کې اور اچول شوی، په هېواد کې نن د دوهمې ورځې لپاره هم ﻻريونونه روان وو.
دیو بل خبر له مخې امریکایان په لاندې ډول سره یو عجیبه او
طفلانه غوندې دلیل وړاندې کوي :
طالب بنديانو له قرانکريم څخه د خپلمنځي اړيکو لپاره کار اخستلو


په پنتاګون کې نظامي سرچینو ځینو رسنیو ته دخپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي ،چې امریکايي سرتیرو په بګرام کې له اتياوو زيات دقران کریم نسخې سوځولې دي دوی دا دزندان له کتابتون څخه راټولې کړې وې او زياتوي ،چې بندیانو به په قران کریم خپلو ملګرو ته پیغامونه او لیکونه لیکل .
حکومت دخپل عادت په څیر دې پېښې ته هم کمیسون ټاکلې دی او ولسي جرګې دجهاد غږ کړې دی .
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه
دنښترویبلاګ یادښت :
په خورا تاثف سره دا دردوونکی یادښت په داسې حال کې لیکو، چې لا خوپه یویشتمه پېړۍ کې هم انسان انسانیت زده نه کړ، دخپلو ناروا موخو او دنړۍ په مخ دتورې پدیدې(جګړې) ددوام لپاره دعقایدو سپکاوی کوي.
موږ دنړۍ په مخ هر هغه څوک محکوموو کوم، چې دنورو په رسومو او عقایدو لګیږي.
21.02.2012
- محمد امين بسمل
پینځــــــــــه زره کلــــــــن خوبونـــــــــــه...
23.02.2012
- محمد امين بسمل
کــــــه رښتیا اســـــلام غواړئ نــــــــــــــو ډالر ېې بیرتـــــــه ورکــــــړئ...