په امريکايي وسلې د امريکايانو وژنه

په کورنيو چارو وزارت کې د امريکايي سلاکارانو د وژلو په هکله نوي مالومات

د ١٣٩٠ ل کال د کب پر ٦مه نېټه د کورنيو چارو وزارت په قرارګاه کې دوه امريکايي پوځيان چې يو يې د جګړنۍ او بل يې د ډګروالۍ پوځي رتبې درلودلې، په خپل کاري دفتر کې په ډزو سره ووژل شول. که څه هم ددې پېښې پوره جزئيات لا څرګند نه دي، خو د ژوندون راډيو ټلوېزيون د رېپوټ له مخې، ددې پېښې د څېړنې لومړني جزئيات دا څرګندوي چې دا پېښه د کورنيو چارو وزارت د لومړي ساتنمن عبدالصبور له خوا رامنځته شوې ده.

عبدالصبور چې په سالنګي مشهور دى، (٢٥) کاله عمر لري، د پروان ولايت د سالنګ ولسوالۍ د هيجان د کلي اوسېدونکى دى، خپلې لومړنۍ زده کړې يې په پاکستان کې سرته رسولي، وروسته پر ١٣٨٨ل کال د کورنيو چارو وزارت په قرارګاه کې د سرتېري په توګه جذب شوى، تر هغه وروسته د وظيفه يي غيابت له امله د نوموړې قطعې له بست څخه منفک او وروسته بيا د اپراسيون د لوى رياست په موافقه د لومړي ساتنمن په رتبه د اداري مديريت د غړي په توګه ټاکل شوى او تقرر يې منظور شوى دى.

 د معلوماتو له مخې نوموړى افسر د اوپراسيون د استخباراتو د استازي په کاري دفتر کې شپه او ورځ پاتې کېده، چې د لايحې خلاف د نوموړي له خوا د ډرېور په توګه ګومارل شوى و او د ١٣٩٠ل کال د جوزا مياشتې پر (١٢) نېټه ورته يو ميل کمري امريکايي وسله ورکړل شوې وه. د وسلې نمبر PDD6177 و. عبدالصبور د ١٣٩٠ل کال د کب د (٦) نېټې يانې د پېښې د ورځې حاضري سهار او مازيګر دواړه پر يوه وخت (سهار) لاسليک کړې ده.د پېښې لومړنيو دلايلو او شواهدو له مخې نوموړى په قوي اټکل د دوو امريکايي مشاورينو د وژنې په پېښه کې تورن پېژندل شوى، عيني شاهدانو هم نوموړى د پېښې په ځاى کې ليدلى دى. تر پېښې وروسته لومړى ساتنمن عبدالصبور لادرکه شوى او ټلېفون يې هم ګل کړى دى. د يادونې وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې په خپله د امريکايي وسلې په وسيله امريکايي پوځيان وژل شوي دي. د روسانو د يرغل پرمهال دا ډول پېښې ډېرې زياتې ليدل شوې دي .

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

درنو لوستونکو!

پرون له یادې پېښې څخه وروسته یو بل ډول خبر خپور شوی و تاسو یې د لاندې لینک په کښېباسلو سره لوستلای شئ :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17798