لیکوال:

ش،حصین

نــــــــــــــړۍ د یوه نړیـــــــــــــــوال ناتار په درشـــــــــــــل کې

دشلمې پیړۍ دنږدې ټولو درنووژونکوپيښو تاریخ دپانګوالې نړۍ دخپل منځي استعماري او امپریالیستي سیالیوتاریخ و.دنړۍ ډیرزاړه او پیاوړي استعماري ځواکونه له اروپا څخه را پورته اونړۍ ېې په خپلو کې هریوه دخپل توان په اندازه وویشله.

داستعمار تاریخ اوږداو له دې څیړنې وتی دی.هغه څه چې دشلمې پیړۍ اروپا وه.کیدای شي دتوان او استعماري مستملکاتو له پلوه په درې برخو وویشل شي.لومړۍ برخه دپرتګال،هسپانی ،هالند ،بلجیم ، دنمارک او نورو په شان هغه هیوادونه وو چې لومړۍ استعماري هڅې ېې پیل او په چټکه دپراخه مستعمرو خاوندان شول،خوپه سمندر کې دفرانسوي او انګلیسي سمندري ځواکونو په وړاندې پاتې را غلل اودشاته تګ لوری ېې حتمي شو.دویمه ډله هغه چې لومړۍ ډله ېې شاته ووهله له دې سره سره چې په خپلو کې هم ددرنو جګړوزیږوونکي و خودالمان ایتالیا او اتریش په ګډون ېې یو ډول نړیوال مستعمراتي ویش تر سره کړ.په دې ویش کې درنه برخه د انګلیسي استعمار وه چې په رښتیا ېې هم لمر په امپراطورۍ که نه را کیوت.دلومړۍ ډلې نړیواله او کورنۍ بې وسي او په دویمه ډله کې دنوو چټکو صنعتي او اقتصادي ودې درلودوونکي هیوادونه او دهغوی دمستملکاتومحدودیتو نه ددې سبب شول چې دریمه ډله چې المان ېې مشري کوله هم را منځ ته شي.                                                                                    دتاریخي څیړنو له مخې ۱۹۹۰ میلادي کال د ارو پا د ټکنده کیدو او په اروپا کې د استعماري او امپریالیستي سیالیودروند کال وشمیرل شو.له همدغې نیټې څخه المان امپریالیستي سیالۍ په خپل بهرني سیاست کې ومنلې.دپام وړ داده چې همدغه کال جاپان خپله چټکه صنعتي وده وښوده او په ژیړ سمندرګي کې دژیړ فاشیزم نښې په خوځیدو شوې.                                                                                   
دامریکا په لویه وچه کې هغو استعماري انګلیسي کړیو چې امریکا ېې لاندې او وروسته ېې دځان لپاره په مستقل هیواد واړوله دنولسمې پیړۍ له دویمې نیمايي څخه ېې صنعتي او اقتصادي وده پیل اودنولسمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې عملاً په یوه نړیوال ځواګ واووښتل.دغه بهیرداروپا را تلونکې هم له پوښتنې سره مخ کړه اودا ځکه چې استعماري او امپریالیستي سیالۍ له یوې وچې څخه څو وچو ته پراخیدلې او دغه کار د اروپا را تلوونکي ګواښوله .                                                                                     
دشلمې پیړۍ له پیل څخه مخکې په امریکا،استرالیا،جنوبي افریقا او نورو ځایو کې هغه انګلوساکسوني واکمنۍ او ددوی ځای نیوونکې په دې باور کړي و چې دغه سپین نژاد به پر نړۍ واکمن کیږي.دغه واقعیت په اروپا اونوره نړۍ کې دنژادي لمسونو کارته مخه ورکړه.په اروپا کې دآریايي نژاد غوره توب هم ښايي له همدې لارې سیاست ته دوسیلې په توګه راغلی وي.                                                  
په ۱۹۸۲ میلادی کال کې د المان ، ایتالیااو اطریش دمثلث اتحاد دهمدغه واقعیت یو رنګ و.دپانګوالې ټولنې دسیالو درانه بهیر له لومړۍ نړیوالې نښتې څو میاشتې مخکې دا ذهنیت او اخیستنه پراخه کړه چې دنړۍ را تلونکې به زور ټاکې.او د«زور حقیقت دی» مقوله را مخته شوه.همدغو سیالیو او زورازمویلو لومړۍ نړیواله نښته پیل او دملیونونو انسانانو په مړینه او دتمدن دډیروبرخو په  ورکه مخته لاړه.جګړه له اروپا څخه را پیل او جګړې ته د ترکيي په ورګډیدوسره جګړه دآسیا لويی وچې ته را واووښته او دا ځکه چې داروپايي استعمار ډیرې شتمنې مستعمرې په آسیا کې وې،زړو استعماري ځواکونو دخپلو مستعمرو دساتنې هڅې درلودې او نوو ځواکمنو ارو پايي هیوادونړۍ ځانته تنګه لیدله اودنوو مستعمر په لټه کې وو.په دې توګه روښانه وه چې دجګړې ستر عامل اقتصادي او دمستعمرو ساتنه یالاسته را وړنه وه .

                                                                                                                                              
دویمه نړیواله خونړۍ نښته هم له همدې سیالیواو داروپا له سختې بیکارۍ او اقتصادي بحران څخه را وزیږیده.د۱۹۲۹-۱۹۳۳ کلونو اقتصادي بحران داروپا ملا ور ماته کړې وه،بحران متحده ایالاتو ته هم ورغزیدلی و. ددغه بحران شاته وهلونړیواله نښته حتمې کړې وه.اروپايي واکمن پانګوال دې باور ته رسیدلي وو چې دکورنیو سیاستونو دبدلون یا اقتصادي سپماوو له له لارې بیکاري ،ټکنده توب اودخپل منځي سیالو دروند بارشاته نشي وهلی.یوه نړیواله نښته ددغو بحرانونو دحل یوه لاره ګڼل کیده.دابه سمه نه وی چې دجګړې ملامتیا یواځې دجګړې په یوه لوري واچول شي.دویل دورانت په خبره که تاریخ دفاتحینو له خولې ولیکل شي هغه له واقعیت نه لرې یو سترګی تاریخ دی .

 به اروپا کې دواکمن اقتصادي بحران جرړې ډیرې ژورې او تاریخې وې ،بحران ظاهراً په ۱۹۳۳ کال په را لویدو شو خو پایلو ېې اروپايي زیارکښې ډلې وزبیښلې اودبیلګې په توګه دوخت په ډیر په ځان بسیا انګلیسي ټولنه کې پرګنیز لاریونونه په لاره ولویدل. ۱۹۳۳ کال انګلیسي زیارکښانودلندن په لور ستر تاریخي لایون تر سره کړ.په همدې کال دنیویارک دوالستریت مخې ته نیویارکیان را ټول شول او په ښکاره ېې دنړیوالې جګړې په لور دتګ داعلان نښې وښودې.په المان کې هتلرد الماني ټولنې ځپل  شوي اوتحقیر شوي احساس ته په کتودبیکارۍ دشاته وهلوستره وسیله دیوه مقتدر اردو په جوړښت  کې په نښه کړه. المان وروسته له دې چې په لومړۍ نړیواله نښته کې ېې ماته وخوړه سخت وه ویشل شو، ډیرې خاورې ېې له لاسه ورکړې او ډیر درانه اقتصادي ا و پوځي بندیزونه پرې ولګیدل.خلکو او تاریخ ته ېې سپکاوی وشو.او دراتلونکې تاریخي ودې لارې ېې اغزنې شوې . دغه حالت دالمان خلکوته دخپلې تاریخي ژغورنې رسالت ور په غاړه کړی و.خلک با القوه ځواک کیدای شي خو په با الفعل ځواک بدلیدل ېې هوښیاره واکمني غواړي.هتلر او ډله ېې له دغه توان څخه برخه منه وه.دیوه لوی اردو دجوړیدوپه بهیر کې ېې تر هر څه دمخه دبیکارۍ کچه لومړی را تیټه او بیاېې زنې ور وتړلې.دبیلګې په توګه المان شپږ ملیونه بیکاران در لودلو داردو دجوړښت په بهیر کې په یوه کال ۱۹۳۳ کې دغه شمیره څلور ملیونو ته را ټیته شوه او تر ۱۹۳۶ کال پورې بیکاري له المان څخه کډه وکړه. دغه خوځښت د هتلر ډیر استبدادي سیاست د عامه خلکو دځغم وړ وګرځاوه او دا ځکه چې خلکو په عمل کې لیدل چې هتلرددوی تاریخي ټپي شوي احساس ته نوی ژوند ورکوي.                                                    
ددویمې نړیوالې نښتې په پیل کې دارو پا بې ثباتي دې ته رسیدلې وه چې آن د ارو پا ډیر ې په ځان بسیا تولنې ، فرانسې اقتصادي سپما هغه چې نن ېې ا قتصادي ریاضیت بولي را پیل کړ.دجګړې له پیل نه مخکې دبیلګې په توګه هغه وخت دبیکارۍ کچه په انګلیس کې په سلوکې ۷،۸-په المان کې ۴،۶-اوپه متحده ایالاتوکې څورلس اعشاریه دریو ته پورته شوه.او یو ځل بیا دجګړې لاملونونه په دواړو لورو کې را وټوکیدل.                                                                                                                                                        
همدغې جګړې ته دجاپان په ور دانګلو جګړه دآسیا پاسیفیک زړه ته ور دننه کړه.جاپان چې لا پخواېې دچین هیواد لاندې کړی و،دې ته چمتو نه وچې په آرام سمندر کې خپلې ګټې نوروته ور پریږدي .په جګړه کې له المان او ایتالیا سره دجاپان ګډون دا هم وښوده چې نژادې نندارې دجګړې اصلي لوری نه بلکې د اړتیا په وخت کې یوه وسیله کیدای شي.په دې توګه ویلی شو چې دعامه وژنو او ظالمانه تیریو له پلوه جګړه فاشیستې ډوله وه .دغه عامه وژنې هم یواځې دنومول شوي فاشیزم له لوري نه بلکې دمتفقینوله لوري هم په پراخه توګه تر سره شوې. هغه وژنې چې دالمان ، ایتالیا او ژاپن له سر ایښودو  وروسته په دغو هیوادوکې تر سره شوې له بده مرغه په دې خاطرچې تاریخ دفاتحینو له خولې لیکل شوی تر ډیره دتاریخ پاڼوته ونه رسیدې.یواځې دهیرو شیما او ناګازاکې مرګونی ناتار په نښه شو.متحده ایالاتو دغه ناتارپه دې خاطر تر سره کړ چې خپل هیدروجني بمونه وآزمويي او داتومي تخنیک دپلورلو بازار ځانته را خپل کړي.          
دسړې جګړې په اوږدو کې دوسلو دتولید،پرمختګ او بازار موندلو سیالۍ ددغې جګړې دروند لوری و.متحده ایالاتو دجګړه ییزو وسله بازارله دې کبله هم را خپل کړ چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دنړۍ په څه ناڅه ۱۳۲هیوادو کې امریکايي پوځي اډې را منځ ته شوې. دنړیوال سوسیالیزم په وړاندې دپانګوالې نړۍ یو موټي توب او له خپلومستعمرو اوتر نفوذ لاندې هیوادواو واکمنیو څخه په ګټه اخیستو ېې تر هرڅه دمخه دوسلو بازاردپانګوالې نړۍ په ګټه وساته او له دغه حالت نه پخه ګټه دمتحده ایالاتودوسلو دتولید کمپنیوتر لاسه کړه.ویلی شو چې دمتحده ایالاتو داقتصادي او تخنیکې چټکې ودې په څنګ کې ددغه هیوادستره پولي منبع همدا دوسلوپلورلو تود بازار و.دپانګوالې نړۍ ډیر توان دوسلو دنوي پرمختللي تخنیک دتر لاسه کولوپه لاره کې ولګید.داسې چې دسړې جګړې نږدې ټول نوی اختراعات دهمدغې برخې و.پانګوالې نړۍ په واقعیت کې دوسله ییز تخنیک په اوچتوالي کې دکپیتالیزم دابدیت خوبونه لیدل.دغه سیالۍ دجګړو دپراختیاوواود یو ډول جګړه مار ملي غروردراپیدا کیدولامل شو او پر نړۍ دیو لاسې واکمنۍ نشه سخته را وپاریده.                 
دسړې جګړې پای ته رسیدل چې دنړیوالې پانګولی بری وشمیرل شو دغه تنده نوره هم بیړنۍ کړه.نړۍ یو قطبي شوه،دانګلو ساکسوني نژاد دنړیوالې واکمنۍ چې   متحده ایالاتو ېې مشري کوله خوب له خیال نه واقعیت ته را نږدې شو،لومړی تر ټولو نږدې یوالی دمتحده ایالاتو اوانګلیس تر منځ په خوځیدو شو،کانادا او استرالیا دواړو همدې اتحاد ته ور ودانګل،داروپا دلويي وچې پانګوال نظامونه چې داستعمار دوره ېې تیره اوداقتصادی لویدنې دور ېې پیل شوی ودمتحده ایالاتو تګ لاروته ورولویدل،نه یواځي دنړیوال اقتصادي نظم مشري دمتحده ایالاتو په منګلو کې وه بلکې دتیلودتولید اولیږددرنه برخه په امریکايی لاسونو کې را ایساره او اروپا دې ته اړ وه چې په هر نړیوال سیاست کې د متحده ایالاتو سترګوته وګوري.اروپا په دې برخه کې له دې سره سره چې دوسلې دپلورلوډیرهیوادونه متحده ایالاتو ورنه خپل کړل خوبیا يي هم داقتصادي مجبوریتونو له مخې دمتحده ایالاتو نړیوالو او سیمه ییزو سیاستونو ته هرکلی وکړ.
دغه حالت اروپا له بې ساري بحران سره مخ کړه،بیکاري پراخه،مالي بحران پیچلی،دپیسو او اعتباراتوارزښت را لویدلی او په پایله کې د اروپا میکانیکي یوالی له پوښتنې سره مخ شو.په دې برخه کې د نړیوال بانک،دآسیايي پراختیا بانک او نورو امریکايي بانکونوماهرانه لوټ داروپا بحران ته پراخه ټکان ورکړ.                                                                                                                          
دیونان،هسپانیي،پرتګال او ایتالیا اقتصادي بحران ژور شو،دارو پا داتحاد دمالي ضمانتونوژمن هیوادونه له پراخه کریدتونو ورکولو څخه پاتې راغلل.دغه حالت انګلیس مجبور کړ چې خپله پولي تګ لاره او ملي پیسې خوندې وساتي، مجارستان دبیلتون تر کچې بله لاره غوره کړه،سکندناوي هیوادونه په دې باور شول چې دایرو ټاکنه ېې په ګټه نه ده،یونان هم دایرو پرځای دخپلو ملي اسعارو دراژوندي کیدو ګواښ وکړ،دغه ټول څه ددې ښکارندوی شول چې د اروپا یوالی را تلونکې نه لري.داروپا دبحران ژورتیا  او دیوالي له منځه تګ دنړیوال بحران لمنه پراخه کړه.اوس متحده ایالات په خپله په ژور مالي بحران اخته دي او ددې لوي لامل د اروپا په بحران کې لټوي.متحده ایالات او په ژور بحران اخته ارو پا دخپلو کورنیو سیاستونو له مخې دحل لاره نه ویني.دغې تنګسیا ټول سیمه ییزو او نړیوالو نووکشالو ته را ټیل وهلی دي.                                                                                                                                                            
اوس په ښکاره دنړیوال پانګوال نظام ستنې کږي شوي،دابدیت افسانه ېې لویدلې،داستعمار دوران نه را ګرځیدونکی او دمزدورو واکمنیو خوندې ساتنه ناشونې شویده،نړیوال پانګوال ضد خوځښتونه په ډیر لوړ توان را روان دي . دپانګوالې نړۍ په دننه کې هم ۹۹ دیوه په وړاندې شعار کوڅو ته او دوال ستریت او جهاني تجارت مخې ته را وتی دی.دغه څه تر ټولو دمخه دپانګوالې نړۍ دموکراسي او دبشر حقوق له پوښتنې سره مخ کوي.همدا اوس په متحده ایالاتو او انګلیس کې په سلګونو تنه دسوله ییز لاریونو نو په جرم بندیان دي.په پانګواله نړۍ واکمن، چې شمیر ېې یوپه سلوکې ښودل کیږي نور دې ته اړ دي چې په خپلو هیوادو کې ددموکراسۍ پرده څیرې او دیکتاتوریوته مخه کړی.                                                                                                                                               
ډیر پانګوال واکمن او دوسلو دتولید کمپنۍ اوس په دې باور دي چې یواځې دنا آرامه سیمو په را جوړولو سره دوسلو بازار تود ساتلی شي او له دې لارې دکورني بحران مخه نیولی شی.هره جګړه ددغو کمپنیو ماشین ته نوي سا ور بښي،کارګران په کار لویږي، ترانسپورتونه په خوځښت راځي، نوي پولي زیرمې تر لاسه او بیکاري شاته وهل کیږي.خو دغه جګړه پال ،دمرګ سوداګر پر دې نه پوهیږي چې دجګړو او نا امنیو پراختیا نړیوال اقتصادي نظم له پښو غور ځوي،دبازارتنګسیا،دپانګې اچونې دضمانتونو له منځه وړل او په نتیجه کې دغیر تسلیحاتي تولید تشبثات په ټپه دروي.دغه حالت دولتونه دې ته اړ باسې چې بهرنیو او کورنیو پورونو ته مخه کړي او دانفلاسیون اود بودجې دکسر دروند بار په غاړه واخلي.دنړۍ ډیر پیاوړي اقتصاد چې دمتحده ایالاتو اقتصاد شمیرل کیږي اوس په دومره درنوپورونو کې کیوتی چې سر ېې له ۱۳تریلیونو ډالرو اوړي.دانګلیس اقتصاد هم دنږدې دوه تریلیونه  پور په وجه همدغه شپې سبا کوي.داروپا ډیر مقتدر هیواد المان نور پر ځان باندې له ډډې لګولو را لویدلی دی.دایتالیا او فرانسې لویدنه لوړو پوړیوته نږدې شوې.په ټوله اروپا او امریکا کې دبیکارۍ کچه دنفوس په تناسب د۱۹۲۹ او ۱۹۳۳ کلونو له بحران څخه اوچته شوې ده.دډیرو معتبرو بانکونو لویدنه او افلاس په بیساري توګه چټک او داعتباراتو ارزښت را لویدلی دی.له تسلیحاتي برخې پرته دنوو اختراعاتو اوتولیدي خو ځښتونو لاره تړلې ده .دتورم ټول ډولونه دلید وړ دي،بیي لوړیږي ،دخلکو دخرید توان را لویږي،پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکوي،دبانکونوبانکي دغل بازۍ پراخه او دپانګو تیښته لوړې کچې ته پورته شویده، د ریګن او تاچر دآزاد بازارتئوري له رنګه لویدلې ده. دغه ټول دهغه اقتصادي نړیوال نظم درالویدو نښې دي کوم چې متحده ایالات ېې دمشرۍ خبرې کوي.ددرنوصنایعو دواکمنۍ دوران پای ته رسیدلی،لویدیځ له وسلې پرته بل بازار نه لري، ډالردنړیوال پولي اعتبارله څلي رالویدلي،ایرو په مرګوني بحران اخته ده،ین دنړیوالې سوداګرۍ ډګر ته را ووځي. پانګوالې نړۍ ته ددغې کیسې پای خوشحاله کونکی نه دی خو دحل وخت ېې له لاسه ورکړی دی.                                                  
دبحران ژورتیا هغه وخت ځان ښيي چې په پانګواله نړۍ کې دبیکارۍ چټک او ژور بهیر ته یوځل بیا کتنه وشی.دټولې اروپا د بیکارانو شمیره  له ۲۶ ملیونو څخه اوښتې ده،د متحده ایالاتو ۲۹،۸ په سلو کې دکار طاقت بیکارۍ ته ورلویدلی دی،دغه شمیره په انګلیس کې ۷،۸په هالند کې ۵،۷ په بلژیک کې ۸،۶ په فرانسه کې ۱۰ په یونان کې ۱۱ په دنمارک کې ۶،۶په مجارستان کې ۱۰،۴په هسپانیه کې ۲۰په سویزرلند کې۶، ۴۰ په سویدن کې ۹،۳ ښودل کیږي.دبیکارانو په دغه شمیره کې دامریکا ،انګلیس ، فرانسې او نورو دهغو مستملکاتو د بیکارۍ کچه چې ډیره لوړه ده ځای نه لري.                                                                                                     
دپام وړ ده چې دشوروي اتحاد په را لویدواودهغه هیواد په پاشل کیدو او دغه شان دامریکا، اروپا او ناتو په مرسته دختيځي اروپا ویش او ناتو ته ور نږدې کیدو دغه نوې جوړ شوي هیوادونه له ستر بحران او بیکارۍ سره مخ کړل دبیلګې په توګه لیتوا ني شل په سلوکې،استوني ۱۹،۸،سلواک ۱۵،بلغارستان ۹،۷،بوسني هرزه ګوني ۴۲ ،تاجکستان۶۰،اوترکمنستان ۷۰ په سلوکې بیکاران لري. دغه ټول څه دسړې جګړې له پای څخه را وزیږیدل.                                                                                                                 
دحالاتو همدغه نیمګړي انځور ته که ژوره پاملرنه وشي دنړۍ حالات نه دسولې او ثبات په لور بلکې په چټکه دیوه نړیوال نا تار په لور خوځي.نړۍ درنو او پراخه مرګونو وسلو ډکه کړیده،متحده ایالات او متحدین ېې هره ورځ نوې نا امنه سیمې را جوړوي کله یو هیواد په اتومي او کیمیاوي وسلو درلودلو تورنوي او پوځي آن اتومی ګواښ ورته کوي او کله بل.له همدې لارې دیوه سیمه ييز او نړیوال خطرچاغوي او نور دخپل امنیت دساتلوپه لور داسې هڅوي چې امرکايی وسلو ته پراخه مخه خلاصه کړي.لویدیځ دخپل جګړه ییزسیاست په ډګر کې ځان هغه واکمن بولی چې دموکراسی ،دبشر حقوق،سوله ا  و امنیت باید یواځې ددوی په تعریف وپیژندل شي.                     
دامریکا په تاریخ کې که جورج ډبلیو بوش یو لیونی هستریک جګړه مار واکمن ګڼل شوی دبارک اوبا ما لوبې تر هغه ډیرې وژونکې اوناتار زیږونکې دي.بارک اوبا ما دامریکا داقتصادي بحران په درشل کې واک ته راغی.دهغه اقتصادی تګ لاره دبوش دپوځې مخامخ یرغلونو په څنګ کې  دامریکايي ډیر پرمختللي جګړه ییز تخنیک دآزمویلواو له دې لارې دنوو بازارونوموندلو ته واووښته.په افغانستان، پاکستان ،عراق،سومالي،یمن او سودان کې دنورو وژونکوآن ممنوعه وسلو دپه کار وړلو په څنګ کې له پرمختللو بې پیلوټه الوتکو په کار وړل د همدغې نوې اقتصادي تګ لارې یوه برخه ده.له ایران څخه دټولې نړۍ او په تیره بیا دعربي هیوادونو ویرول درسمي سیاست په توګه داوباما د اداري له اقتصادي غوښتنو څخه تومنه اخلي.                                                                                               
په دغو درنو حالاتو کې هیڅ داسې یو نړیوال ځواک نه لیدل کیږی چې له امریکايی تعریفاتو بهر دنړیوالې سولې او ثبات مسئولانه څیړنه وکړي او دزور مټې په نړیواله اراده وتړي. له بده مرغه دملګرو ملتونومنشورله پیل څخه دهغو هیوادو په لاس جوړشو کوم چې دنړیوالې جګړې لاسبري وو.ددغه منشور  دمندرجاتو تعبیر هم یواځې دلویو زبر ځواکونو په لاس کې دی.دملګرو ملتونوعمومي اسامبله یوننداره ییز یواځې توصیه(سپارښتنه) کوونکی ارګان دی.په واقعیت کې دامنیت دشورا دایمي غړي دملګرو ملتونواصلي واکمن دي،څرنګه چې د ملګرو ملتونوډیره بودجه متحده ایالات ورکوي او تم ځای ېې هم په نیویارک کې دی او برسیره پردې دملګرو ملتونو ټول اساسي اسناد هم دامریکا د متحده ایالاتو ددولت له لارې راټول او خپریږی او ساتنه ېې هم په امریکايی آرشیفونو کې ده نود ملګرو ملتونو سازمان په واقعیت کې دامریکا دلاس وسیله ده.ددغه سازمان هیڅ برخه استقلال نه لري.دیونسکو له خوا دیوه بې ساري عمل له مخې چې د فلسطین دولت ېې په رسمیت وپيژانده متحده ایالات دومره په غوسه کړل چې خپلې مرستې ېې پر دغه سازمان ودرولې.دایوه کوچنۍ بیلګه ده چې ښيي ، دملګرو ملتونو په سازمان متحده ایالات واکمني کوي. له همدې کبله دملګرو ملتونو دمنشور دهرې برخي تعریف هم امریکايی دی.دغه حالت دملګرو ملتونو سازمان ددویمې جګړې نه مخکې د ملتونو دټولنې(جامعه ملل) برخلیک ته رسولی دی. اوس دغه سازمان له ناتو سره اوږه په اوږه په هر تیري ،تجاوز او اشغال کې شریک دی.په افغانستان کې همداسې و،په عراق کې همدا ډول ،په لیبیا کې هم څه بل شان نه وو،سبا به په سوریه کې هم همدا شان وي.ملګري ملتونه  کټ مټ دمتحده ایالاتواو ناتو په شان پټې او ښکاره جیل خانې لري اوپراخه نیونې اوزورونې کوي.که  په افغانستان کې دآیساف لښکرې دملګرو ملتونولښکرې وګڼل شي دغه واقعیت د آیساف په کړنو کې په ډاګه دی.داچې رسنۍ یا تړلې او یا دجګړو،نیونو او زورونوپه ډګر کې ځای نه لري ډیر ترخه بشري ضد واقعیتونه تر پردې لاندې ساتل شویدي.                                                                                                                             
دحالاتو همدغه نیمګړی انځور ښيي چې نړۍ په لوی لاس دنابودۍ دکندې په غاړه درول شویده.پانګواله نړۍ په جګړه کې خپل ژوند او پایښت لټوي خو دنړۍ پرمخ ژوند تباه کوونکې وسلې دومره تیتې شویدی چې یوه ډیره کوچنۍ پلمه هم کولی شي نړۍ له ورکې سره مخ کړي.

دنښترویبلاګ یادښت :

له حصین صاحب څخه مننه کوو، چې دا مهم فاکټونه یې را بربنډکړل که ستاسو په یاد وي د نښتر ویبلاګ تېرکال هم دملیټاریزم او کپیټالیزم په ناخوالو لیکنې خپرې کړې او حتی دا خبرداری مو هم ورکړی، چې ددریمې نړیوالې جګړې نښې له ورایه ښکاري یوڅه خو یې تاسوپه لاندنیو لینکونو کې هم احساسولای شئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17165

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17112