غزل
زه افغان ماشوم يمه سوالګر يمه بې کوره يم
زه له ماشوم والي يتيم شوی يم بې موره يم
نه هغه ښايست لرم او نه هغه ځواني او زور
زه افغانستان يم ويرځپلی يم بې شوره يم
اوس هغه مورجانې ستا پر شونډو دعا نه لرم
اوس هغسې يمه خو کمزوری يم بې زوره يم
خدای ج خبر چې ولې مې له ښکلو څخه نه کيږي
دا دی بوډا شوی رسيدلی ان تر ګوره يم
اوس خو مې تسکينه په غزل کې يادوه ګله
هسې هم په کلي کې دا ستا په تهمت توره يم
د شپې لس بجې د رحيم سکندر د لاندې درد ناک بيت تر اغېزې چې په ټيليفوني پيغام کې يې راته راولېږلو
وخ له خور يتيمه راته پاتې ده
کورکې سکندر ساتي وړه ګله

فريد احمد تسکين / پکتيا


غزل
دا ستغې سپورې او ښکنځل ښه نه دي
ياره د زړونو ماتول ښه نه دي
اول يې ګوره او بيا زړه ورکوه
هسې بې ځايه زړه بايلل ښه نه دي
بې قدره کيږي بيايې قدر نه وي
مدام خوبونه په څنګل ښه نه دي
اسويلي کاږم په غم واوښتلم
هر خواته سترګې اړول ښه نه دي
چې همېشه دې ځوروي مهرانه
پردي خوپرېږده تاته خپل ښه نه دي

رفيق مهران / پکتيا

غزل
ته غواړې له ما نرمه نغمه ګله
وی ولې نه شل وارې خوږه ګله
اوښکومې له پښونه غېږ در تاو کړله
... وغوړېږه ومې بښه وه ګله
غرونو که د واورې کفن واغوستل
زه به يې پګړۍ شم ته غنچه ګله
رقص کې دې له سره خويېدلې ده
تکه شنه د پاڼولوپټه ګله
ستا له رنګ خوږبو بلا شهرت لري
هو! نوپه تا څه يې ورځ څه شپه ګله
وخ له خور یتيمه راته پاتې ده
کورکې سکندر ساتي وړه ګله
د شپې دوه بجې او پنځلس دقيقې د زيارمل تڼي حجره
2012/1/24

رحيم سکندر / خوست