د امریکا د پوځ راپور وايي، طالبان به بیا افغانستان ونیسي

A Taliban militant poses for a picture after joining the Afghan ...

تاند(چهارشنبه/فبروري۱) د امریکا د پوځ په یوه پټ سند کې خبرداری ورکړای شوی چې پاکستان هڅه کوي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان بیا پر افغانستان واکمن کړي.لندن ټایمز ورځپاڼې د دې راپور د افشا کولو په ترڅ کې لیکلي چې دا خورا سري یا پټ سند تېره میاشت د بګرام په هوايي اډه کې د ناټو جګپوړو چارواکو ته سپارل شوی دی.

ځینو نورو لوېدیځو رسنیو ته هم د دې سند کاپي په لاس ورغلې ده.

په راپور کې ویل شوي، طالبان باور لري چې که د ناټو تر مشرۍ لاندې د ایساف ځواکونه له افغانستانه ووتل دوی به بیا افغانستان ونیسي.

په دې سند کې ویل شوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې پر بهرنیو ځواکونو په حملو کې له طالبانو سره مرسته کوي.

لندن ټایمز وايي دا مالومات له څه باندې څلور زره طالبانو او د القاعده له غړیو سره د مرکو او تحقیقاتو پراساس چمتو شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی او د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور له څه ویلو ډډه وکړه. د ناټو او پاکستان چارواکي ونه موندل شول چې په دې موضوع تبصره وکړي.

بي بي سي هم په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې د همدې راپور په ارتباط لیکلي چې پاکستان او د دغه هیواد استخباراتي اداره (آی ایس آی) پوهېږي چې د طالبانو اصلي مشران چېري دي او له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د ایستلو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي.

«د طالبانو مشران په منظم ډول د آی ایس آی له غړیو سره غونډې کوي، د آی ایس ای غړي طالبانو ته سپارښتنې او مشورې ورکوي.»

ټایمز وايي، په سند کې یادونه شوې چې د طالبانو ملاتړ زیات شوی، او د دې یو علت دا دی چې طالبانو خپل دریځ نرم کړی دی.

دا پټ سند په داسي حال کې خپرېږي چې طالبانو په قطر کې له امریکایانو سره خبرې پیل کړي او د افغان چارواکو په ادعا له دوی سره هم په سعودي کې خبرې کوي.په داسي یو حالت کې، لکه څرنګه چې لندن ټایمز ورځپاڼې ورته اشاره کړې د دې راپور خپرېدا د سولې د پیل کړې پروسې په برخه کې طالبان په خپل دریځ کې بدلون ته هڅولی شي ځکه چې د جګړې له لارې قدرت ته د رسېدو لپاره د دوی هیله زیاتېږي.

دلاندني خبر له مخې دامریکا هم ټکا ده، ظاهرأ خو غواړي ژر پښې سپکې کړي خو بیا هم موږ باور نشوپرې کولای ځکه، چې ستراتیژي یې تر افغانستان پورې محدوده نه ده.

 

 امريکا غواړي په افغانستان کې ژر تر ژره خپل پوځي رول ته خاتمه ورکړي

 امريکا  غواړي په2013 ز کال کې خپل پوځي رول ته پای ورکړي او  پرځای يې د دوی په وينا  د روزنې او مرستې “train-and-assist”رول پر غاړه واخلي.

د امريکا دفاع  وزير ليون پانيتا ويلي، چې ناټو او د دوی نور متحدين غواړي  له افغانستانه خپل پوځونونه بهر کړي او دا پرېکړه په لزبون  کې د ناټو د غړو هېوادونو په غونډه کې شوې وه.

د يادونې ده، چې فرانسې څو ورځې مخکې د خپلو پوځونو د ويستلو لپاره يو کال رالنډ کړ او په 2013 ز باندې سلا شول. په همدې مهال د طالبانو سره په قطر کې خبرې او د پاکستان د بهرنيو چارو زيرې سفر افغانستان ته ،دا ښيي چې د سيمې په هکله بايد نوي بدلونونه رامنځته شي.

ښايي دا پرېکړې په ځينو هېوادنو کې د ټاکنو د رانږدې کيدو له امله هم، بيړنۍ شوي وي. په امريکا او فرانسه کې په نږدې وختونو کې ټاکنې کيدونکي دي.

زيږ اڅړ

لکه څنګه ، چې موږ پاس نظر ورکړی دی دا ده په څو ګړیو کې دیو بل خبرله مخې ثابته شوه، چې دسپینې ماڼۍ واکمنانو دخپل دفاع وزیر خبرې هسې اپلتې وبللې :

سپینې ماڼۍ د افغانستان په اړه د خپل دفاع وزیر څرګندونې رد کړې

تاند(پنجشنبه/فبروري۲) سپینې ماڼۍ نن د دفاع وزیر لیون پنیتا هغه څرګندونې غیر جدي وبللې چې ویلي یې و د امریکا متحد ایالتونه هڅه کوي تر پلان مخکې په افغانستان کې خپل حربي رول پای ته ورسوي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني وویل، د پنیتا څرګندونې د هغو بحثونو طرحه وه چې دی یې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې لري، خو دا خبرې د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون ښودنه نه کوي.

پنیتا د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې په افغانستان کې حربي رول پای ته ورسوي.

د پنیتا د خبرو تفصیل

امریکا او ناټو تر دې مخکې ویلي و چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي او خپل ټول حربي ځواکونه به له دې هیواده وباسي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د لیون پنیتا له خولې لیکلي و:«زموږ هدف دا دی چې چې د امنیتي چارو ټول مسوولیتونه د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې( افغان ځواکونو ته) وسپارو. هیله لرو چې د ۲۰۱۳ کال تر نیمايي به موږ د حربي چارو سپارل بشپړ کړي وي.»

د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني وویل هدف لا هم دا دی چې افغان ځواکونو ته د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوری د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیت وسپارل شي، خو شرایطو ته په پام سره دا کار کېدای شي تر دې مخکې وشي. پر دې موضوع به د مې په میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې خبرې وشي.