دکرزي مرستیالان او وروڼه دمځکو دغصب مخکښان دي
بېنوا پاڼي ته د ارګ ماڼۍ څخه ترلاسه سوي معلومات ښیي چي په افغانستان کي دمځکو د غصب تر ټولو لوی مخکښان د افغان ولسمشر دوه مرستیالان دي چي قابو یولس زره هکټاره مځکه ئې یا خپله او یا د خپلو وړونو لخوا غصب کړې او دا لړۍ لا په خورا شدت سره دوام لري . راپور مخکي کاږي چي افغان ولسمشر ته دغه معلومات د ښارجوړولو ، عدلې ، کرهڼي او مالیه وزارتونو لخوا برابر سوي وه خو ولس مشر ئې په اړه غوږونه کاڼه اچولي دي او یاد راپور ته ئې هیڅ اهمیت ندی ورکړي .
په راپور کي راغلي چي د ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي او دهغه ورور حاجي محمدنبي نژدې ۷ زره هکټاره دولتي مځکي غصب کړې او یاده مځکه ئې په خلکو ان جریب په ۷۰ زره امریکايې ډالره پلورلې اوڅه دپاسه دولس سوه میلونه امریکائې ډالره ئې له یاد غصب څخه ترلاسه کړي دي .
راپور ښي چي دولسمشر لومړي مرستیال قسیم فهیم او دهغه ورور حیسن فهیم نژدې ۴ زره هکټاره مځکه په مرکز او ۴ ولایتو کي غصب کړې او درې حصې ددغه غصب ئې دشهرکونو په نامه په ناقانونه ډول پلورلې ده .
په اوسني دولت کي د افغانستان د مځکو غصب ددې هیواد په تاریخ کي ساری نه لري او نه ئې هم په ګاونډيو هیوادونو کي ساری لیدل کیږي . شنونکي لا دا هم وائې چي دکورنیو جګړو په محال چي کلی په کلي ځانته پاچاهي وي او هیڅ قانون او ملي ځواک موجود نه و هم دونه دمځکو غصب نه و رامنځته سوي .
تر دې مخکي د افغانستان د دفاع وزارت لخوا دولس مشر په وړونو احمد ولي کرزي او محمود کرزي تور لګیدلی و چي په کندهار کي ئې څه دپاسه درې نیم زره هکټاره مځکه غصب کړې او نژدې نیمائې ددغه غصب ئې د عینو مېني په نامه دښارګوټي له لیاري په خلکو پلورلې ده . دیاد ښارګوټي مځکه مخکي د افغانستان د دفاع په وزارت د ۱۵ پلي فرقې اړوند وه چي په دې ورستیو کي د کندهار ښاروالي د ولسمشر په امر جریب په ۱۰۰ امریکائې ډالره دعینو مېنه په پانګوالو پلورلې چي په راس کي دولسمشرورور محمود کرزی قرار لري اونموړي پانګوالو یاده مځکه جریب په ۳۰ زره امریکایئ ډالره په خلکو پلورلی دی.
که څه هم په هغه وخت کي دولسمشر ، دهغه دورور احمدولي کرزي او محمود کرزي لخوا یاد تورونه په کلکه ردسوي وه .
شنونکي افغان دولت په خپله د قانون په ماتولو او دمځکو په غصب تورنوي او ګواښ کوي چي که چیري اوسنئ دولت دمځکو دغصب لړۍ ته په جدیت سره پام ونه کړي نو په راتلونکي کي بې ټولي خطرناکي پایلي د اوسنیو واکدارانو په زمه وي .او دابه راتلونکو نسلونو ته مرګوني او نه جبرانیدونکي پایلي تر شا پریږدي .
راحیله جواد- کابل
زموږ له مظلوم ملت سره دپورتنۍ جفا ترڅنګ دکابل رټلې او ناکامه اداره جنګي جنایتکارانو ته باج هم ورکوي:
ژوندون ټلوېزيون:
جنګسالاران له حکومته باج اخلي
ژوندون ټلوېزيون د سلواغې پر (١٥) مه نېټه په خپل لومړني خبري سرويس کې خبر ورکړ چې په افغانستان کې ځينې تنظيم سالاران او جنګسالاران د ساتونکو په نامه له حکومت څخه د سلو، پنځوسو او څلوېښتو کسانو ناقانونه امتيازي معاش اخلي. په دې ډله کې داسې اشخاص هم شته چې له حکومت څخه يې مرمۍ ضد موټر هم ترلاسه کړي او اوس يې د خپلو شخصي موټرو په توګه استعمالوي. دا داسې اشخاص دي چې په رسنيو کې د ((اپوزېسيون)) د مشرانو په توګه څرګندېږي. ژوندون ټلوېزيون په خپل لومړني خبري سرويس کې چې د سلواغې د پنځلسمې نېټې پر شپه خپور شو، ددې تنظيم سالارانو او جنګسالارانو له جملې څخه د ښاغلي حاجي محقق نوم واخيست. محقق اوس د ((ملي جبهې)) په نوم د يوه جوړ شوي ائيتلاف د رهبرۍ غړى دى او ځان د دولت ((اپوزېسيون)) معرفي کوي. حاجي محمد محقق له ژوندون ټلوېزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کې د ساتونکو د امتيازي معاش ضمني پخلى وکړ او دا يې پر حکومت خپل حق وګاڼه چې له طالبانو څخه د هغه او دده په اصطلاح د نورو جهادي مشرانو ساتنه وکړي. خو له ژوندون ټلوېزيون سره د سياسي چارو کارپوه ښاغلي ستار سادات بيا وويل چې ((دا ډول کسان دوه ډوله ( توره او سپينه) ماضي لري. که د دوى ماضي توره نه وي، نو ولې دومره پرځان وېرېږي؟ او که ماضي يې توره وي، نو ولې يې سپينوي نه؟)) د کابل يو شمېر ښاريانو له ژوندون ټلوېزيون سره په دې اړه په مرکو کې پر حکومت سخته نيوکه وکړه، ويې ويل: ((حکومت ددې پر ځاى چې جنګسالارانو ته سخت مجازات ورکړي، هغوى ته لا نور مکافات ورکوي.)) ژوندون ټلوېزيون ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې حاجي محقق له حکومت څخه دوه مرمۍ ضد موټر د باج په توګه اخيستي او هره مياشت د پنځوسو تنو ساتونکو معاش هم ترلاسه کوي .
دکابل په ښار کې د لستوڼي ماران، دافغان ولس اوکابل ښارنه بخښونکي قاتلان اوزموږ دګران هېواد تجزیه غوښتونکي په داسې حال کې په مرمۍ ضد موټرو نازول کیږي، چې دکابل په یخ وهلې غېږه کې زموږ هغه بېګناه ماشومان له یخني څخه مري، دکومو کورنۍ چې دیادو جنګي جناینکارانو له لاسه بې کوره شوې دي اوس نو تاسې قضاوت وکړئ، آیا د دوومرمۍ ضد موټروپه بیه او پنځوسو بې مسؤلیته ساتونکو په معاش به دا لاندې ۲۲ ماشومان له مرګه نه وای بچ شوي؟
د نیویارک ټایمز د ورځپاڼي په یوه رپوټ کي ویل شوي دي چي لږترلږه ٢٢ افغان ماشومان چي ټول یې ترپنځو کالو کم وو تیره میاشت په کابل کي د مهاجرو په دوو کمپونو کي د ډیري یخنۍ له لاسه مړه شوي دي. د هغوي کورنۍ د جگړو د سیمو نه دغو کمپونو ته را تښتیدلي وې. دغي ورځپاڼي په خپل رپوټ کي دا هم ویلي دي چي په دغو ماشومانو کي دوې غبرگوني نجوني چي عمرونه یې ددرو میاشتو وو او یو د یوې میاشتي هلک هم شامل وو.
رپوټ ویلي دي چي حکومتي چارواکو کوشش وکړ په دې اړه څه ونه وایي، مگر نیویارک ټایمز ویلي دي چي ددغو ماشومانو په دې مرگونو سره د مرستو د چارو کارکونکو ته دا پوښتني پیدا کیږي چي څنگه ماشومان دداسي یوه شي نه لکه یخني چي مخنیوی یې کیدای شي، په داسي یوه ملک کي مري چي په لسگونو ملیارډ ډالره بشري مرستي او د نړۍ وال پرمختگ د پروگرامونو مرستي وررسول کیږي. سږنی ژمی په افغانستان کي په لسگونو کالو کي تر ټولو سخت ژمی دی.
د ملگرو ملتونو یوه مامور نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته وویل چي په کابل کي په دوو کمپونو کي ٣٥ زره خلک اوسیږي چي بریښنا او د تودوخي وسایل نه لري. هغه وویل چي دا حالت « یو بشري بحران دی.»
نیویارک ټایمز وایي چي دغه کمپونه د پرمختیایي مرستو مستحق ځکه نه دي چي هغوي موقتي ځایونه دي او اکثره افغان چارواکي د هغو د موجودیت سره مخالف دي.
یوه افغان کارکونکي دغي ورځپاڼی ته وویل چي ددې کمپ د اوسیدونکو د روغتیایي چارو غم نه خوړل کیږي او خوراکي موادو او پاکي اوبه هم نه لري.
د کمپ اوسیدونکي وایي چي د نړۍ د خوراکي مؤسسې له خوا د خوراکي موادو ویشل تیر کال بند شوي دي.
پورتنی مطلب له امریکا غږ څخه راکاپي شوی دی