کای آيدي:
پر جنګسالارانو د کرزي تکيه ناهيلې کوونکې ده
ناروېژي دېپلومات او په افغانستان کې د ملګرو ملتو پخواني سفير(کای آیدې) په خپل نوي کتاب (د افغانستان پر سر د قدرت جګړه) کې ليکلي چې جنګسالارانو ته د ولسمشر حامد کرزي تمايل او پر هغوی تکيه ناهيلي کوونکې ده.
ده ليکلي چې دغو جنګسالارانو په تېر کې افغانستان تباه کړی او دوی ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان راتلونکې ککړه او تباه کړي.
ده پر امريکې او ناټو هم نيوکه کړې ده چې هېڅکله يې په رښتيني توګه په مهمو مسايلو کې له ملګرو ملتو سره سلا نه ده کړې او نه يې ملګرو ملتو ته د پارټنر په سترګه کتلي دي .
کای آيدې په افغانستان کې له 2008 څخه تر 2010 پورې د ملګرو ملتو ځانګړی استازی و.