طالبان :
افغــــــــــان سرتيري 7 تنه فرانســــــــــوي افســــــــــران وژلي
د طالبانو لخوا په يوه خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د يوه افغان عسکر په بريدکې (۷) لوړپوړي فرانسوي افسران قتل او ګڼ عسکرتپيان شوي. خبرپاڼه زياتوي، چې نن جمعه شاوخوا (۱۱) بجې دکاپيساولايت تګاب ولسوالۍ پاينده خيلوسيمه کې دلکې تيږې سيمه کې په فرانسوي او داخلي ګډ مرکزکې يوه افغان عسکر دخپل کارپه ساحه کې ۷ تنه لوړپوړې فرانسوي افسران قتل او تر(۱۷) پورې نورېې سخت ټپيان کړي دي، دغه بريد هغه مهال رامنځته شوی چې نوموړې افغان عسکر دخارجيانو يوه تجمع ځای ته ځان ورساوه او دخپل ټوپک شپيلۍ ېې په بهرنيو پوځيانو راواړوله.
طالبان وايي، چې وروسته له بريد نه نوموړی عسکر هم په نامعلومه دلائلو دبهرنيو عسکرو لخوا ژوندی ونيول شو چې دټپي کيدو او وژل کيدوپه اړه يې لاسم معلومات ندي لاسته شوي. طالبانو دا هم ويلي، چې ددې بريد نه لږ وروسته دفرانسې جمهوررئيس سرکوزي په افغانستان کې خپلو عسکرو ته دعملیاتو دمتوقف کيدو امرکړی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې پیښې نور جز ئیات چې آيادغه عسکر داسلامي امارت پورې اړه در لوده که نه ،تر او سه نه دي څر ګند شوي.
۱۴۳۳/۰۲/۲۶ هـــق
2012/01/20 م
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه