د برلین په غونډه کې د افغانستان پر له منځه وړلو هم خبرې شوې دي

تاند(چهارشنبه/جنوري۱۸) روانه میاشت د جرمني په برلین کې د یوشمېر افغان تنظیمونو د مشرانو او د امریکا د کانګریس د څو غړیو په ګډون د غونډې په اړه ویل کېدل چې دوی د افغانستان د فدرالي کېدو په اړه ږغېدلي خو تاند کره مالومات ترلاسه کړي چې د دې کنفرانس اصلي نوښګر جک ویلر د فدرالي کېدو نه بلکې د افغانستان د یو مخ له منځه تلو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي دي.

جک ویلر د رونالډ ریګن د جمهوري ریاست په موده کې له روهرابکر سره په سپینه ماڼۍ کې کار کاوه.

ده تېر کال په واشنګټن ټایمز ورځپاڼه کې د نړۍ له نقشې څخه د افغانستان د نوم او نښان د لېري کولو په باب یوه مفصله مقاله چاپ کړه.

روهرابکر یو له هغو کانګریس مینانو څخه و چې د برلین په غونډه کې یې ګډون کړی و.

ده خپل هماغه نظریات چې د ۲۰۱۰ کال په جولای کې یې په واشنګټن ټایمز ورځپاڼې کې څرګند کړي وو د برلین په وروستۍ غونډه کې تکرار کړل.

جک ویلر وايي چې افغانستان یو مشروع هیواد نه دی باید له منځه یووړل شي.

ویلر په خپله مقاله «ولې باید افغانستان وي.» کې وروسته له دې چې نړۍ ته د افغانستان له لوري د ستونزو یادونه کړې وړاندیز کړی چې افغانستان دې په تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان او د ایران د رژیم د پرزېدو په صورت کې پر ایران ووېشل شي.

دی د تاجکستان د ولسمشر ستاینه کوي چې غیرمذهبي افکار لري او بیا وايي که د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وپوهېږي چې امریکایان د افغانستان د شمال یوه لویه برخه ورکوي چې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت ترمځکې لاندې خزانې لري، خوښ به شي.

د ازبکستان په اړه وايي، سره له دې چې یو دیکتاتور پر دغه هیواد واکمن دی خو اسلام کریم اوف د سخت دریځو مسلمانانو په وړاندې هیڅ زغم نه لري نو که د افغانستان د شمال یوه داسي سیمه ورکړل شي چې تېل او ګاز لري د دغه هیواد لپاره  ډېره ښه زېری کېدای شي.

ویلر وايي چې په پاکستان کې پنجابیان د ټول ۱۷۷ ملیون نفوس شاوخوا پنځه څلوېښت فیصده تشکیلوي خو که د افغانستان پښتانه له پاکستان سره یوځای شي، په دې خاطر چې د پنجابیانو اکثریت ته یو څه زیان رسېږي ښايي پنجابیان حاضر نه وي چې د افغانستان پښتانه قبول کړي مګر امریکا کولی شي پاکستان ته دوه انتخابه پرېږدي او هغه دا چې د افغانستان د نورو سیمو د جلا کېدو په صورت کې لوی پښتونستان په خپله جوړېږي، پاکستان یا باید له خپلو پښتني سیمو تېر شي یا د افغانستان پښتانه هم له ځان سره شامل کړي.

دی په عین حال کې وايي چې پنجابیان لومړی له هنده کرکه کوي او په دوهمه درجه یې خپل ۲۷ ملیونه پښتانه بد ایسي چې د افغانستان پولو ته نژدې پراته دي.

د ده په نظر پنجابیان هم د تعلیم او هم له اقتصادي نظره لوړه سویه لري بناً له پاکستان سره د افغانستان د پښتنو یوځای کېدل د پنجابیانو حاکمیت او بر لاسۍ ته زیان نه اړوي .

او له بلې خوا پنجابیان د خپل دوست هیواد چین په مرسته د افغانستان د عینکو مسو کان او نورو کانونو ته زړه ښه کولی شي.

ویلر د ایران په اړه له یوې خوا وايي چې په افغانستان کې فارسان نشته چې له ایران سره د وینې شراکت ولري خو له بلې خوا وايي چې باید اول د ایران سپاه او بسیج د امریکا او اسراییلو له لوري له منځه یووړل شي.

ویلر د افغانستان په مرکز کې د هزاره مېشتو سیمو یادونه کوي، وايي، هزاره چې د چنګېز خان پاتې شوني دي له طالبانو او پښتنو بد وړي خو هغوی چې شیعه مذهبه دي له تاجکانو سره یوځای کېدل هم نه غواړي .

دنښترویبلاګ دردوونکی یادښت :

دنښتر ویبلاګ اداره دتاند له درنوچلوونکو څخه مننه کوي ، چې دا توره غونډه یې نوره هم  افشا کړه، که موږ واقعأ په پښتون مېشتو سیمو کې د تېرو لسو کلونو ظالمانه بموریو، دعلم، عرفان د ډېوواو قومي مشرانو وژلو، د تورتم خپرولو، په پښتنو هراړخیز ستم کولواو برخلاف دجنګي جنایتکارانو نازولو او باټولو ته سم ځیر شو نو دې نتېجې ته به ورسیږو ، چې راغلي نابللي په رښتیا هم زموږ دګران هېواد په تشپلو پسې راغلي، نه د تروریزم په ورکولو پسې .

اوس نو باید ژر تر ژر له دې تورې بلا څخه دنجات لارې پیدا کړو، زموږ له نظره بې له ملي یووالي اوملي پاڅونه بله د حل لارد فعلأ لپاره نشته.

ګرانو لوستونکو!

تاسو دا لاندې لینک کېباسئ هلته به تاسوته دجنګي جنایتکار او خونکار محقق له وارخطايي څخه ثابته شي، چې د برلین دتورې غونډې تر کاسه لاندې نیم کاسې هم شته .

http://www.youtube.com/watch?v=DxZ7f08FyFA&feature=player_embedded#!