د دیوه ګل درې د قومي شورا غړی حاجي کامل ازادۍ راډیو ته وویل، چې نړیوالو او افغان ځواکونو د دوی په سیمه کې ۷ تنه وژلي دي:
″په اندر لچک کلي کې اووه تنه ولسي او بېګناه کسان وژل شوي دي″
هغه وايي، په دغو عملیاتو کې هیڅ طالب ته زیان نه دی رسیدلی او ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي:
″که دغو خلکو سره چا یو توپانچه هم پیدا کړه، موږ به دا خبره ومنو، چې دوی په ریښتیا هم طالبان دي، خو دوی سره یوازې یو څادر او جامې وې.″
د څوکۍ ولسوالۍ دیني عالم او قومي مشر مولوي شاه جهان ازادۍ راډیو ته وویل، نړیوالو ځواکونو همیشه ملکي وګړي وژلي او هیڅکله يې معلومو وسله والو ته څه نه دي ويلي:
″هغه څوک چې واقعاً د افغانستان او د دې ملت دښمن دي، موږ ونه لیدل، چې هغه ته سزا ورکړای شوي وي، همدغه بې وزله ولس یا غره کې بزې ساتي یاګډې ساتي، یا لرګو پسي تللي یا خپل پټي اوبه کوي او دغسې خلک بې تحقیقه وژل کیږي. دا یو ځل نه شو له دې وړاندې هم دې ته ورته ډیرې پیښې شوي دي، خو تراوسه په کې کمي نه ده راغلې.″
په ولسي جرګه کې د کونړ خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد هم وویل، چې وژل شوي ټول ولسي خلک دي:
″دا ټول ملکي خلک دي. هیڅ ډول تشنج هلته موجود نه و، جنګ نه دی شوی، متقابلې ډزې نه دي شوي. دا خلک د شپې کوز شوي دي او چې څوک يې لیدلي هغه يې وژلي دي. یو لوی ظلم شوی دی، یو بربریت دی قومونه په دې باندې ټول خفه دي.″
د کونړ والي هم تراوسه وايي، چې په پیښه کې درې ولسي وګړي وژل شوي، خو د پاتې کسانو د معلومولو لپاره يې سیمې ته پلاوی لیږلی دی.
نړیوال ځواکونه وايي، چې دوی نهه وسله وال کسان وژلي، چې دوه يې د ښځو جامې اغوستې وي او د ملکې وګړو د مړینې په اړه معلومات نه لري.
دا لومړی ځل نه دی چې په پوځي عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي له دي وړاندې هم دې ته ورته وژنې شوي، چې ولسمشر کرزي پرې اوښکې توي کړي او له نړیوالو ځواکونو يې په کلکه غوښتي، چې باید د شپې له خوا عملیات پای ته ورسوي او عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.
دیوبل خبر له مخې یادو نابللو دنیمروز په ولایت کې هم ملکي وګړي وژلي دي :
بهرنيو ځواکونو دڅلوروملکي وګړو تر وژنې وروسته بښنه غوښتې
بهرينو ځواکونو، تيره شپه د نيمروز په وﻻيت کې، د يوې کورنۍ څلور غړي د شپې د عملياتو پر مهال وژلي. تر عملياتو وروسته څرګنده شوې، چې دغه ملکي خلک وو او د وسله والو ډلو سره يې کوم تړاو نه درلود.
که څه هم حامد کرزي په دې وروستيو کې، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ﻻسليک کولو شرط، د شپې لخوا د خلکو پر کورنو د عملياتو نه تر سره کول بللي وو، خو داسې ښکاري چې بهرنيان د دې ډول څرګندونو پروا نه لري.
د يادونې وړ ده، چې تيره ورځ د شمال ټلوالې يو تن مشر او د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي غزني ته په سفر تللی و. د غزني خلکو له نوموړي يوازې يوه اړينه غوښتنه درلوده، چې د شپې لخوا د بهرنيانو دچاپو مخنيوی دې وشي.
د پاملرنې وړ ده، چې ډېر ځلې داسې پېښې شوي، چې بهرني ځواکونو يې د مسووليت منلو ته غاړه ږدي خو د شمال ټلوالې چارواکي هڅه دا وي، چې پړه پر خلکو ورواچوي او له خپلې خيټې ورته د بې ګناهۍ دﻻيل جوړوي.