طالبانو له امریکايي کانګریس مینانو سره د جګړه مارو غونډه وغندله

تاند(دوشنبه/جنوري۱۶) وسله والو طالبانو په برلین کې د یوشمېر پخوانیو جګړه مارو تنظیمونو د غونډې په وړاندې په غبرګون کې وویل چې د امریکا د کانګریس د غړیو فتنه جوړوونکې دسیسه په کلکه غندي.

د برلین په اسپین انستیتیوت کې د محمد محقق، احمد ضیا مسعود اوعبدالرشید دوستم په ګډون د امریکا د کانګریس له څو تنو غړیو سره غونډه، چې د افغانستان د فدرالي کېدو او په نهایت کې وېشل کېدو په هدف جوړه شوې وه په افغانستان کې د حکومت په ګډون د ګڼو ملي ټولنو او شخصیتونو له لوري غندل شوې ده.

طالبانو د دې غونډې د نیتونو په اړه په خپله اعلامیه کې د (افغانستان ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې) کنفرانس د کانګریس د غړیو فتنه جوړوونکې دسیسه بللې او پر واحد- یوموټي افغانستان یې ټینګار کړی دی.

طالبانو ویلي؛ «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هرڅوک چې تر فدرالي نظام لاندې د دغه مشترک کور د وېشنې او تجزیې لپاره لار اواروي، اسلامي امارت د هیواد د ځمکني تمامیت د مدافع په توګه،  هغه ته د دښمن په سترګه ګوري او په وړاندي  یې له هیڅ راز عکس العمل څخه ځان نه دریغوي. ټولو ته معلومه ده چې اسلامي امارت د دې هیواد د امن او یو موټیتوب لپاره  په دشت لیلی کې د خپلو زرګونو غړو قرباني ورکړې ده.»

طالبانو تور لګولی چې د برلین غونډه د امریکا د کانګریس د مالومو غړیو په ابتکار او سرپرستۍ او همداراز د «جنګ سالارانو» په لمسون جوړه شوې وه او دوی دا غونډه یو لوی فتنه اچوونکی جنایت بولي.

د طالبانو په اعلامیه کې د پام وړ ټکی دا دی چې له جرمني څخه یې په غیرمستقیم ډول د یوه دوست هیواد په توګه غوښتي دي چې په افغانستان کې د جنګ د تودولو او د نویو غمیزو د رامنځته کولو لپاره د سازش برخه ونه ګرځي او د دوی په وینا د څو تنو رټل شویو څېرو په ځای د ټول افغانستان د خلکو هیلو ته درناوی وکړي.

د جرمني پرغونډې د افغانانانو تر سختو انتقادونو وروسته د دې غونډې افغان برخوالو افغانستان ته ترستنېدو وروسته خپلې خبرې واخیستې، د فدرالیزم پر ځای یې د نامتمرکز سیستم په نوم د صدارتي نظام او د والیانو د انتخابي کېدو غوښتنه وکړه.

محمد محقق وویل چې دوی له طالبانو سره جنګ کړی او له همدې امله له طالبانو سره خبرې هم باید دی او د ده ملګري وکړي.

د جنرال دوستم استازي فیض الله ذکي هم په برلین کې د خپل مشر پر څرګندونو انکار وکړ، چې له طالبانو سره د سولې له خبرو سره یې مخالفت کړی و، ویې ویل چې دوی له طالبانو سره جنګ کړی او باید له هغوی سره د سولې خبرې هم وکړي.

څارونکي وايي چې دوستم د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د شاوخوا اته زره طالبانو د وژلو په خاطر او محقق تر دې مخکې د شاوخوا پنخه زره طالبانو او عامو خلکو د وژلو په خاطر وېره لري چې د افغانستان له دولت سره د طالبانو د یوځای کېدو په صورت کې به محکوم شي نو له همدې کبله د سولې د خبرو مخالفت کوي.

ویل کېږي چې محمد محقق وروسته له دې چې جنرال ملک له طالبانو سره د مزارشریف له نیولو وروسته خپل ايتلاف مات کړ، په زرګونو طالبان په ډله ییز ډول ووژل.

دا هم ویل کېږي چې محقق د ایران په مرسته په کابل کې د ځان تلویزیون هم جوړ کړی دی.

د کانګریس له غړیو سره د داسي کسانو غونډه، چې دوی په خپله یې په جنګي جرمونو تورنوي، د بشري حقونو پرضد د امریکا د شعارونو په اړه ډېرې پوشتنې پیدا کړي دي.

له تاند څخه په مننه

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17457