دجنـــوري په څـــوارلســــمه نېټــــــــــه
لـــوی احمدشــــــــاه بابامــــــرهټیـــــان مات کــــــــړل
دستراحمد شاه بابا یوشعر
قافله دعشق راغلې له کوم خوا ده
پر زړګي باندې مې شپه کا څه غوغا ده
ټوله یو دي که غلجي که اودلي دي
ښه هغه چې یې دزړه ښیښه صفا ده
چې عمل یې دنېکۍ وي مېړه هغه
که اغوستې یې ګدله دخمتا ده
پښتانه دې ټوله لاس سره یو کاندي
چې مو نن غزا هر لوري شاوخوا ده
بې زحمته راحت چېري مونده نسي
داحمد ځکه پر هر لوري غزا ده
له نن څخه ۲۵۱ کاله پخوا د ۱۷۶۱ ع کال د جنورۍ په څوارلسمه ډیلي ته نژدې په پاني پت کې د لوی احمدشاه بابا او د هند د مغول پاچا د لښکرو ترمنځ لویه جګړه ونښته.
افغانانو په دې جګړه کې د هند مرهتیانو او مغولو ته ماته ورکړه.دا جګړه د مرهټې په سیمه کې وشوه چې د جنوبي اسیا اکثره قومونه پکې له یو بل سره مخامخ شوي دي.
احمدشاه بابا ،چې د مرهټیانو له لاسه د مسلمانانو په بلنه د مرهټیانو د ځپلو لپاره دې جګړې ته دانګلي وو، دښمن ته له سبق ورکولو وروسته افغانستان ته راستون شو او د افغانستان اصلي پولي یې ټینګې کړې.
په ۱۷۷۳ ع کال د احمدشاه بابا د وفات په وخت د افغانستان د نفوذ ساحه د اوسني چین له تبت رانیولې، د هند د سمندر تر غاړو او په لوېدیځ کې تر نیشاپوره پورې رسېدلې.
هغه وخت افغانان دومره ویاړلي اوغښتلي وو چې د نورو برخلیک یې ټاکه او د هغو خلکو دفاع یې کوله چې دوی او د دوی نیکونو په خپلو مبارزو او سرشیندنو مسلمان کړي وو خو نن د هغو کسانو له لاسه د اسلام په نوم پرې لوبې کېږي چې د افغانانو د تورې په زور مسلمانان شوي وو.
نن د وروسته پاتیوالي او نفاق له کبله زموږ دومره سپکاوی کیږي، چې آن په مړو مو بولې کوي خو دا دیاد ولري، چې نمرود هم زوال وموند، قارون هم ورک شو او دوی به هم . . .
امریکایي عسکر او د افغان مړو سپکاوی
ورځنی کارتون
له تانداو دعوت څخه په مننه