(پنجشنبه دجدی ۲۲مه ) پکتياميشتوقومونو،ولايتي شورا،مدني ټولنو اود مجاهدينوشورادجرمني هيواددبرلين په ښارکې دهغې غونډې په سختو ټکوغندنه وکړه چې دهيواددرياستي نظام دله مينځه تګ اودفدرالي نظام دراتللو په موخه جوړه شوې وه:
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې دپکتيا ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي وويل چې چې افغانستان اوسني شرايط دې ته نه دي برابرچې دفدرالي نظام پواسطه وچليږي ،ده وويل چې ځيني کسان داچاره پدې هدف ترسره کوي اوهڅې ورته کوي چې افغانستان يوڅل بيا پرکنډوالو بدل شي .
همدارنګه په دې سربيره دقومونو،مدني ټولنو ،مجاهدينوشورا،علماووشورااوځوانانواستازودخپلوويناووپه ترڅ کې له دولته په سختو ټکو کې وغوښتل چې بې واکه واکداران ،جنګ سالاران اوملي يوالي ته زيان رسوونکي محاکمه اودبې ځايه کړنو مخه يې ونيسي.
دوی ديوه پريکړه ليک په صادرولو سره له دولت اونړيوالې ټولنې وغوښتل چې داشان څيرې بايدله دولته ليرې اونړيواله ټولنه هم بايدپداسې موضوعاتوکې ترې کاروانخلي ،دوی له نړيوالې ټولنې داهم وغوښتل چې دتفرقې په اچولو کې دې له دولت اوافغان وګړوسره مرسته نه کوي دوی سره دې دملي يوالې،سولې اوامنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي.
پريکړه ليک:
لومړۍ:څرنګه چې افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري اودپيړيوراهيسې يوواحدملت دی هروخت چې هيواداوولس ته خاين عناصر پيداشويدي افغان ولس دخپل ملي وحدت په توره وهلي او د تاريخ توروکندوته يې غورځولي دي.
دوهم: لويه اوبا عظمته پکتيا چې له برمه ډک تاريخ لري ،پکتياوال هغه جنګ سالاران اوخپل سري بې واکه واکداران په کلکه غندي چې پرديو هيوادونو کې دخپل هيوادبربادي ،نفاق اچونې اوملي وحدت ته زيان رسوي .
دريم: موږ د دولت اونړيوالې تولنې څخه په کلکه غواړو چې هغه پيژندل شوې کرغيړنې څيرې چې دالمان پلازمينې برلين کې يې دافغانستان درياستي نظام دله منځه تګ اودفدرالي نظام دراتللو هڅه يې کړې وه دمحکمې ميدان ته راکش کړي چې بيا داشان کړنې ترسره نکړي .
څلورم : دلويې پکتيا ولسونه په ټولو هيوادوالوغږکوي چې چې دداشان څيرو په اړه چې هيواد ته زيان رسوي په يوغږراپاڅي اومخه يې ونيسي .
پنځم: همداشان مونږ په نړيوالوغږکووچې زمونږ سره دنفاق اوتفرقې په اچولو کې مرسته ونکړي اوديوالي ،سولې اوامنيت په برخه کې راسره مرسته وکړي ،چې پدې سره به دښمن هيڅکله هم شوموهدفونو ته ونه رسيږي .
روح الله سمون
دنښتر ویبلاګ یادښت :
دنښتر ویبلاګ چلوونکي ددې ویاړ لري، چې دجنګي جنایتکارانو دتورې توطیې(فدرالیزم) یا په بل عبارت دګران افغانستان دتجزې په رسوا کولو کې یې پخپل وخت منډې ترړې او مثمرې هڅې وکړې، موږ له ټولو هېواد پالو افغانانو څخه منندوی یو ، چې په دې حساسو شېبو کې یې زموږ غږ په وروري سره واورېد او خپل مسؤلیت یې ادا کړ
موږ دلویې پکتیا له باتورو وروڼوڅخه خورا زیاته مننه کوو، چې پخپل وخت یې غبرګون وښوداو دیادې توطیې مرتکبین یې په ملي خیانت تورن کړل .
دنښتروالو هڅې دلاندې لینک په کښېباسلو سره لوستلای شئ:
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17403
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17457