د غمــــــرازۍ پيغـــــــام
رالېږونکی فرید احمد تسکین
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې خوږ ژبی ولسي شاعر وزيرمحمدڅمکني له دې نړۍ سترګې پټې کړې ارواښاد څمکنی چې د پښتو ژبې يو ولسي شاعر او قومي مخور هم وو.
دی سوله پرست وو ده همېشه د سولې او يووالي نارې د شعر په ژبه ترنورو رسولې .
د لويې پکتيا فرهنګي او حپرندويه ټولنه د ارواښاد کورنۍ سره په دې غم کې ځان شريک بولي .
د ده مړينه د پښتو ادب په ډګر سر بېره د پښتون په قوم کې يوه لويه تشه ګڼي اود الله ج په دربارکې د دعا لاسونه لپه کوي، چې دا ډول شملور پښتانه اوپوی کسان د هرپښتون په کورکې پيداکړي چې د پښتون قوم د يوالي او سولې سندره تر نړيوالو ورسوي ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جميل صبر غوښتنه کوي .
اروا يې ښاده او ياد يې تلپاتې لرې
د لويې پکتيا فرهنګي او خپرندویې ټولنې اداره
دنښتر ویبلاګ ادره دڅمکني صاحب په مړینه ژوره خواشیني ښيي دهغه مړینه زموږ دشاعرو ملګرو په روحیاتو یوه سخته حمله او دیوې ژورې تشې سبب بولي، موږ دڅمکني صاحب درنې کورنۍ ته له الله تعالی څخه جمیل صبر او خدای بخښلي ځمکني صاحب ته فردوس جنت غواړو.
الله پاک دې وبخښي