دبایــرن مېشــــتو افغانانــــو احتجـــاج لیـــک
موږ دجرمني په بایرن آیالت کې مېشتو افغانانو په خواشیني سره خبر تر لاسه کړ، چې ددوست هېوادجرمني یو شمېر خاموسیاستوالودخپل تاریخي دوست افغانستان په وړاندې په یوه ناوړه توطیه لاس پورې کړی دی .
دا لویه دسیسه له کلونو کلونو په پام کې وه خو بازینګران پکې تر یوحده مبهم ووخو اوس؟
اوس ، چې په ځان مینو زورورو خپله ملاماته ولیده نو په یوه داسې غچ اخیستنه یې پیل وکړ، چې د ټولو انساني او اخلاقي نورمونو خلاف ګڼله کیږي .
نن د ۲۰۱۲ ز کال د جنوري میاشتې نهمه نېټه ده چې د پخواني ختیځ المان پلازمېنې برلین ښار ته د افغان جګړې هغه تورې او جنایتکارې څېرې رابلل شوې دي، چې لا پخوا باید دهاګ محکمې ته کش شوې وای .
د دیموکراسي نغاره چیانو په تېرو لسو کلونو کې ټولې نړۍ ته خپل جعل اوناکامي وښوده اوس چې نور څه نه لري نویوتاریخي او استثنايي هېوادته یې دبالکان خیال کړی چې ویې وېشي اوخپله ناکامي پکې پټه کړي .
دافسوس ځای دادی، چې یرغلګرو پوره لس کاله زموږ په هېوادکې شپې سباکړې خولا تر اوسه زموږدولسونو په روحیاتو پوه نه شول .
دوی په دې لټه کې دي ، چې دا یو څو برمته شوي جنګي جنایتکاران د فدرالي نظام لپاره وهڅوي، ظاهرأ یې په قدرت کې پرېږدي اوله عدلي تعقیب څخه یې هم معاف کړي خو په حقیقت کې هم پخپله ناکامي پرده وغوړوي او هم زموږ ځمکنۍ زېرمې ورڅخه لوټ کړي .
دلته دیوې ترخې اوتاریخي یادونې لیکل اړین ګڼو هغه دا چې :
ستالین په خپل زور او وحشت دالمان هېواد په دوو برخوووېشه خو دګردون سېلۍ دالمان دواړه برخې بیا سره یو او موږ افغانان ورته بار بار مباره کي وایو خو په عین وخت کې له همدې دردېدلو المانانو څخه ګیله کوو، چې نو دا تاسو ولې زموږ دګران او تاریخي هېواد افغانستان په وېش پسې را اخېستې ده؟
تاسو خو پخپله یو ځل دبیلتون څپېړې خوړلې دي نو بیا مو ولې دومره ناروا ته مخه کړې ده؟
موږ دنړۍ له سیاسي سستمونو او نظامونو څخه پوره مالومات لرو موږ دفدرالي نظام دښمنان نه یو خو زموږ د ولس او هېواد ځانګړتیا په دې کې ده، چې د اوس لپاره فدرالي نظام هلته نه شي بریالی کېدای .
که موږ دلته په تفصیل سره د فدرالي نظام د ناکامي دلایل ولیکو دلوستونکوحوصله به ختمه او تر اخېره به زموږ دااحتجاج لیک ونه لولي .
موږ الماني ، امریکا يي اونورو سیاستوالو ته وایو، چې که تاسو په افغانستان کې د فدرالي نظام په اړوند له افغانانوسره مشورې کوئ ، له هغوپوهانو اوعالمانو سره یې وکړئ ، چې هم یو څه په سرکې ولري او هم زموږ ملي ګټو ته ژمن وي نه دا، چې تاسو له وحشت، نفرت او تعصب څخه ډک مجرمین را وبولئ .
موږ بایرن مېشتي افغانان له تاسو څخه په دې هم زیات خوابدي یو، چې تاسوخپلې ورانوونکې غونډې ته د افغانستان له اکثریت توکم (پښتون) قام څخه یو کس هم لانه دی رابللی، داپخپله ستاسود بد نیت او توطیې ثبوت دی په دې اړوند به موږ دملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې محکمې ته خپل عرض وړاندې کړو .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
موږ بایرن مېشتي افغانان تل خپلوملي ګټوته ژمن او د هېواد لپاره هرې قرباني ته تیار یو، موږ په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پرېکړه ليک، په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون، په بلجیم کې د افغان کلتوري بهیر د دریـځ او نورو هېواد دوستو افغانانو له هڅو ملاتړ اعلاموو او په عین وخت کې د هېواد په دننه او بهر کې زموږ په وطن مین هېوادوال دملي پاڅون تیاري ته رابولو تر څو دداسې تورو توطیو مخه ونیسو .
دیادولوده، وړمه ورځ چې موږ ته دا تورخبر راورسېد د اریانا افغانســـتان تلویزیون له لارې مو د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپل غږ ورساوه .
ومن الله التوفیق
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17403
http://larawbar.org/details.php?id=30054&date=2012-01-09
http://larawbar.org/details.php?id=30044&date=2012-01-08
دامریکا يي کانګرسمینانو دتوطې نور جریان په لاندې ډول سره ولوللئ :
دوستم له طالبانو سره د خبرو مخالفت او د غیرمتمرکز سیستم ملاتړ وکړ
Tuesday, 01.10.2012, 12:57am (GMT)
تاند(سې شنبه/جنوري۱۰) د شمال د پخوانۍ ټلوالې درو مشرانو پرون په جرمني کې له څو امریکايي سناتورانو سره په افغانستان کې د فدرالي سیستم په اړه له غونډې وروسته وویل چې دوی له وسله والو طالبانو سره د روانو خبرو مخالف دي ځکه چې په دې خبرو کې برخه نه ده ورکړای شوې.
د جرمني په مرکز برلین کې د څلورو امریکايي ستاتورانو په ګډون «افغانستان ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې» په نوم د کنفرانس په پای کې افغان ګډونوالو په قطر کې له امریکایانو سره د طالبانو د خبرو پر بریالیتوب شک څرګند کړ، ویې ویل: طالبان غواړي چې په دې توګه وخت ضایع کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملي جنبش مشر عبدالرشید دوستم، چې د دفاع وزارت درستیزوال هم دی، وویل، طالبان ممکن له دې لارې هڅه وکړي چې وخت ترلاسه کړي او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته بریاوې لاس ته راوړي.
جګپوړو امریکايي مامورینو رویټرز خبري اژانس ته وویل چې له لسو میاشتو وروسته له طالبانو سره خبرې حساس پړاو ته رسېدلي او دوی ته به ژر څرګنده شي چې ایا په دې خبرو کې د پام وړ پرمختګ ممکن دی او کنه دی.
دوستم او د پخوانۍ شمال ټلوالې درو نورو مشرانو پرون/ دوشنبه/ په برلین کې د امریکا د کانګریس له څلورو غړیو سره وکتل. دوی د خپلې غونډې په پای کې په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د غیرمتمرکز سیستم غوښتنه وکړه او د سولې خبرې یې وغندلې.
د دوی په اعلامیه کې او خبري غونډه کې د فدرالیزم یادونه نه ده شوې خو له غیرمتمرکز سیستم څخه یې هدف فدرالیزم ته اشاره ده.
دوستم د برلین په اسپین انستیتیوت کې له کنفرانسه وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل:«داسي تصور شته چې طالبان به ممکن د خبرو له پروسې د یوې وسیلې، د امریکا د متحدو ایالتونو د ارامولو او تر ۲۰۱۴ پوري په جګړه کې د سوبو لپاره کار واخلي.»
دوستم همداراز وویل:«موږ دومره ساده نه یو چې منفي لور ته د وضعیت د بدلېدو په احتمالي حالت کې له صحنې وتل وزغمو.»
پرون د عبدالله عبدالله په مشرۍ ملي ايتلاف اعلان وکړ چې د برلین په غونډه کې یې د دې لپاره ګډون ونه کړ چې د هغې د جوړوونکو له نیته خبر نه ول او له بلې خوا په دې کنفرانس کې د افغانستان د فدرالي کېدو پر مسلې بحث کېده چې دا د ملي ايتلاف په تګلاره کې شامله موضوع نه ده.
ملي ایتلاف د مرکزي حکومت د اختیاراتو د کمېدو ملاتړ کوي او وايي چې والیان دې انتخابي وي او ریاستي سیستم دې په صدراتي بدل شي.
د برلین په کنفرانس کې همداراز د بلخ والي عطا محمد نور هم ګډون ونه کړ.
خو د دوستم د ملي غورځنګ ترڅنګ د وحدت ګوند برخه واخیسته.
په غونډه کې د امریکا د کانګریس هیڅ دیموکرات غړي برخه نه لرله – د کانګریس څلور واړه استازي د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي وو.
د کانګریس جمهوري غوښتونکي استازي ډنا روهرابکر وویل، ده او په کانګریس کې ورسره درو نورو ملګرو یې په دې کنفرانس کې د دې وېرې په خاطر برخه واخیسته چې د امریکا متحد ایالتونه به (له طالبانو سره) داسي معامله یا جوړجاړی وکړي چې د نه منلو وړ وي.
څرګنده نه ده چې د امریکا د کانګریس دا غړي به څرنګه د خپل ملت په وړاندې د ځان دفاع کوي چې ولې له داسي کسانو سره خبرو ته کښېناستل چې د بشري حقونو په سرغړونې او هر یو د زرګونو انسانانو په وژلو تورن دی.
جنرال دوستم او محمد محقق د بشري حقونو د ملاتړو ډلو او لوېدیځو رسنیو له لوري په ځلونو د زرګونو انسانانو په وژلو تورن شوي دي.
د وحدت ګوند مشر محمد محقق، چې د ولسي جرګې غړی هم دی، د دوستم خلاف له طالبانو سره د سولې مخالفت ونه کړ، ویې ویل:«موږ د خبرو له لارې د سولې مخالف نه یو، د خبرو د میکانیزم او څرنګوالي په برخه کې یو لړ شکونه لرو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عکس العمل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د برلین د دې غونډې په اړه وویل چې دوی د کانګریس غړیو ته وړاندیز کړی و چې له افغانانو سره په خپل هیواد افغانستان کې وویني نه په جرمني کې.
د بهرنیو چارو زوارت ویندويې ویکتوریا نولنډ همداراز وویل چې دوی تل د کانګریس غړیو ته ویلي چې د ټولو افغانانو له سیاسي استازو سره وویني نه د خاصې ډلې یا پرګنې له کسانو سره.
دې همداراز وویل چې دا غونډه د بون د کنفرانس په دوام کې جوړه شوې وه او یوه خصوصي غونډه وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه وه ترتیب کړې.