د فـــــــدرالیزم (تجزې) مخــــــه ونیســـــــئ !
دنښتر ویبلاګ اداره په ټولوهېوادوالو غږ کوي، چې دګران افغانستان د تشپلو (تجزې) دمخنیوي لپاره ملي پاڅون ته تیاری ونیسي .
نن غرمه له کابل څخه لوړو باوري منابعوخبر راکړ، چې یو امریکایي کانګرسمن دافغانستان دتجزې هڅې ګړندۍ کړې دي .
دا کانګرسمن هغه څوک دی، چې څوځلې یې مخکې هم دشمال ټلوالې له جنګي جنایتکارانو سره دهمدې توطیې لپاره په دوبۍ، جرمني ، امریکا او نورو ځایونو کې پټې او ښکاره غونډې کړې دي .
دافغانستان دا تاریخي دښمن ظاهرأ غواړي، چې د فدرالي نظام لپاره زمینه برابره کړي خو اصلي موخه یې زموږ دپلرني هیواد او وروڼو قومونو وېشل او دربدري ده .
ددې لوې دسیسې یو ګډونوال ریچار دهولبروک و چې دا ارمان یې خاورو ته وېوړ دهغه تر څنګ رابرت بلکویل، ګالبرایت او ځینو نورو هم خپل وس وکړ خو دا اوسني کانګرسمن په ښکاره ډول پراخې هڅې پیل کړې دي تر څودا تور ارمان ته ورسیږي .
نن له کابل څخه په داسې وخت کې له موږ سره دپورتنۍ دسیسې په اړوند تیلیفوني اړیکه ونیوه شوه، چې څو شیبې وروسته روهي ویبپاڼې هم دې ته ورته جریان په لاندې ډول خپور کړ :
په برلين کې د افغانستان پر فدرالي نظام غونډه کیږي د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه د باوري سرچينو له خولې د جرمني د (کونراد ادېناور شتېفتونګ)، چې د واکمن مسيحي دموکرات ګوند يو معتبره انستيتوت دی او د امريکې د يوه معتبره فاونډېشن له خوا په برلين کې د جنوري په نهمه نېټه د افغانستان د فدرالي نظام د طرحې په اړه يوه غونډه رابلل شوې ده.
په دغه غونډه کې د افغانستان له خوا حاجي محمد محقق، لطيف پدرام ، ډاکتر عبدالله ، احمد ضيا مسعود، احمد ولي مسعود او يو شمېر نور قومپاله شخصيتونه وربلل شوي دي. نوموړي کسان برلين ته پرلاره دي او واردمخه دوبۍ ته رسېدلي.
راروانه غونډه اصلاً ټاکل شوې وه چې د بن کنفرانس په درشل کې جوړه شي، خو د ولسمشر کرزي د سخت مخالفت له امله هغه مهال وځنډول شوه.
اوس له افغان حکومت سره له سلا او خبر پرته دغه غونډه په بېړنۍ توګه بلل شوې ده.
درنو لوستونکو!
دپورتني ناوړه خبر په اړوند موږ داریانا افغانستان تلویزیون له لارې ټول افغانان په جریان کې واچول او دکابل له ادارې څخه مو وغوښتل، چې یا خو له جرمني څخه خپل سفیر ور وغواړي، ددې ترڅنګ په کابل کې دجرمني سفیر هم دموضوع په اړوند وراحضار کړي او یاخو فورأ استعفاوې وړاندې کړي .
یادونــــــــــــــــــه :
څه کم دوه کاله مخکې موږ د رابرت بلکویل په وړاندې هم کلک غبرګون ښوولی و تاسو یې په لاندې لینک کې لوستلای شي :