د سياسي چارو کارپوه قاضي محمد حسن حقيار وايي، چې د حسن نيت او د باور د رامنځته کېدو په خاطر دواړو خواوو ځينې لومړنۍ ګامونه اخيستي دي.
نوموړي زياته کړه، چې له دغې ډلې څخه د طالبانو لپاره په قطر کې د سياسي دفتر له پرانيستلو څخه د امريکا ملاتړ او هرکلى او همدارنګه له ګوانتانامو څخه قطر ته د لوړپوړو طالب بنديانو انتقال او په مذاکراتو کې د افغان دولت نه ګډول شامل دي.
حقيار وويل: ((له تور ليست څخه د ملامحمد عمر مجاهد د نوم ايستل تر اوسه کومې باورې سرچينې نه دى تاييد کړى، خو زما په اند امريکا د طالبانو له وړانديزونو سره موافقه کړې او د ملا عمر په شمول يې د ټولو افغان طالب بنديانو نومونه له تور ليست څخه ايستلي دي.))
له لوی افغانستان څخه په مننه
دنښتر ویبلاګ یادښت :
موږ خپل ګران هېواد او ځورېدلي ولس ته سوله او بسیا ژوند غواړو، زموږ لپاره مهمه نه ده ، چې دیوزنداني یا په تور لست کې شامل کس په مټ زموږ ولس هوسا کیږي، که دکوم بل چا په مټ خو له هرڅه لمړی دمورنۍ او پلرنۍ خاورې(ګران افغانستان) تمامیت موږته ارزښت لري .