امریکا:
ددافغانستان د رسنیو له مرکز سره د انتقادي غونډې په خاطر مرسته بنده کړه
تاند(پنجشنبه/دسمبر۲۹) په کابل کې د امریکا سفارت وايي چې متحده ایالات د افغان حکومت د رسنیو له مرکز سره پر خپلو اړیکو بیا غور او کتنه کوي او په داسې حال کې چې د واک لیږد بهیر پر مخ روان دی، دا یې لازمه وګڼله چې خپل کارکوونکي له دغه مرکز څخه وباسي.
خو د دغه مرکز مسوولانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې امریکا وروسته له دې د رسنیو له مرکز سره خپلې مرستې بندې کړې او کارکوونکي یې ترې وبلل چې په دغه مرکز کې په یوه خبري غونډه کې د ملکي تلفاتو په خاطر پر بهرنیو ځواکونو نیوکې وشوې.
د امریکا سفارت پرون/چهارشنبه/ په یوه لنډکۍ خبرپاڼه کې ویلي:«موږ له وړاندې د خپلو مرستو او کارکونکو لیږد په پام کې نیولې وو، دغه لړۍ پیل شوه. په داسې حال کې چې د واک دلیږد بهیر روان دی، موږ غواړو ډاډمن شو چې د امریکې د متحده ایالاتو مرستې او سرچینې په اغیزمن ډول کارول کیږي. موږ په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو ملاتړ ته په بشپړ ډول دوام ورکوو.»
د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مرستیال رييس عزت الله صافي پرون/چهارشنبه/ وویل، له انتقادي خبري غونډې وروسته موږ ته وویل شول چې د امریکا سفارت له دې مرکز سره پر خپلو مرستو بیا غور کوي.
د ملکي تلفاتو په باب د دولت استولي پلاوي درو ولایتونو ته له سفره وروسته د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د رسنیو په مرکز کې له خبریالانو سره خبرې وکړې او د خپلو څېړنو د نتیجو په اړه یې مالومات وړاندې کړل.دوی د ناټو ځواکونو له لوري د وژل شویو کسانو د کورنیو غړي هم له ځان سره راوستي وو.د قربانیانو د کورنیو پاتې غړیو د ناټو ځواکونو د وحشت او جنایت په اړه خبریالانو ته خپل لیدلی کتلی حال تشریح کړ.
په خبري غونډه کې پلاوي پر بهرنیو ځواکونو نیوکې وکړې او د هغوی اقدامات یې بې رحمانه او ظالمانه وبلل.
خو په کابل کې د امریکا د سفارت ویندوی ګفین سنډوال دا خبره رد کړه چې ګنې د افغانستان د رسنیو له مرکز سره د امریکا د مرستو بندېدا پر بهرنیو ځواکونو له انتقادونو سره تړاو لري.
ده وویل چې د انتقال د پیلولو پرېکړه مخکې لا تر غور لاندې وه خو تصادفاً په داسي وخت کې وشوه چې په دې مرکز کې خبري کنفرانس جوړ شو.
د امریکا سفارت په موقتي ډول له دې مرکزه خپل کارکوونکي هم ایستلي او له هغه سره د مرستې پر دوام بیا غور کوي.
ده همداراز وویل: د امریکا سفارت پر دې مرکز، په ۲۰۰۷ کال د هغه د جوړېدو له وخته تراوسه پوري، ۹ ملیون ډالره لګولي دي.
ویل کېږي چې امریکا دې ته ورته په خصوصي رسنیو په سلګونو ملیون ډالره لګولي خو اکثره خصوصي رسنیو عملاً د امریکا د ګټو پرځای د دغه هیواد د دښمنو هیوادونو لکه ایران په ګټه کار کړی دی.