البغدادیة خبري اژانس :

صــــدام حسین لــــــــــه نیولو وروســــــــته قطـــــــر ته لیږدول شـــــــوې و

په پلازمینې بغداد کې عدلي او قضايي سرچینو ، چې له پخواني ولسمشر صدام حسین سره تړاو لري  دا خبره رابرسېره کړې ده ،چې هغه له نیولو کېدو څو وروسته  دامریکايي ځواکونو لخوا  په  قطر کې امریکايي اډې ته ولیږدول  شو امریکايي چارواکو  دلیدنو کتنو هغه لړلیک له منځه  وړلې دی ، چې عراقي چارواکو په همدې امریکايي اډه کې  له صدام سره لیدنې ترسره کړې دي . البغدادیة خبري اژانس  پخواني ولسمشر صدام حسین  ته دنږدې سرچینو پر حواله کاږي : صدام حسین  په قطر کې له دولسو ورځو ډیر وخت تېر کړ  او همدلته یې له قطري او عربي چارواکو سره  لیدنې درلودې  ان دا ، چې ځینې عراقي چارواکو ، چې اوس په عراق کې له مطرحو سیاسي څیرو بلل کیږي له صدام سره لیدلي او کتلي دي  ، وروسته بیا صدام حسین  له امریکايي چارواکو سره دلیدنې په موخه  دهوا له لارې  امریکا ته  واستول شو ، خود امعلومه  نه ده ، چې هلته یې له کوم سیاسي او نظامي امریکايي چارواکو سره کتلي دي .

سرچینه زیاتوي  صدام حسین  دامریکایانو له ناوړه چلند سر ټکاوه دخپل یو وزیر  پر وسیله  کوبايي سګرټ  دمڼو په ګډون یو شمېر اروپايي او بیروتۍ مېوې ورسیدلې  وزیر به  دا ټول څیزونه لومړی امریکایانو ته سپارل او دوی به بیا خپله صدام حسین ته  ور وړل . 
FBI تېره پنجشنبه له هغو لاسوندونو څخه  دمحرمیت  ټاپه لیرې کړه ، چې دوی دصدام حسین په اړه پیدا کړې وو دبیلګې په توګه  : صدام حسین  دپراخه ویجاړونکو وسلو دڅارونکو په پرتله  له دې  ډېر ډارېده ،چې ایران یې  کمزوري اړخونه  ونه پيژني  صدام حسین خپل څارنوال ته ویلي وو : ما نړۍ ته دا انګیرنه ورکړه ،چې زه پراخه ویجاړونکې وسلې لرم  او موخه مې داوه ، چې زه دخپلو دښمنانو پر وړاندې پیاوړی  څرګند شم . دصدام  همدې ځانګړي څارنوال ،چې هغه مهال یې له FBI سره کارکاوه له دې هم پرده پورته کړه ،چې صدام حسین چمتو و ، چې له امریکاسره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي او وتوانیږي ،چې عراق له  بهرنیو ګواښونو وژغوري . 

دا هم دیادونې ده ،چې له  دې لاسوندونو دلومړي ځل لپاره پرده پورته کیږي  دا لاسوندونه  نږدې پنځه کاله وړاندې له صدام حسین سره دپوښتنو او ګرویږنو پر مټ چمتو شوې  و او له  2003 ز دجنورۍ څخه نیولې دصدام تراعدام پورې یې دهغه ژوند خوندي کړې دی . د FBI  دڅارنوال له خولې ،چې صدام حسین ورته نقل کړې و : ما هغه وخت  دبغداد دپرېښودو پریکړه وکړه کله ،چې پردې باوري شوم ، چې بغداد نور سقوط کوي  او دامریکایانو دبرید په پیل کې زه په خپل دفتر او کور کې وم  . زه وروسته بیا دبغداد په شمال کې هغه کروندې  ته ولاړم ،چې نږدې څلور لسیزې وړاندې هم په کې پټ شوې وم  هغه مهال ما دلومړي وزیر عبدالکریم قاسم د ترور هڅه کړې وه ،چې ناکامه شوه . صدام په پای کې څارنوالانو ته ویلي و : ما بله  څېره نه درلوده ، زه دوه شپې سرپه سر پر یوه ځای نه یم بیده شوې  اوما  له 1990 ز  راوروسته  یوازې دوه ځل تیلفون کارولې دی  ما له نورې نړۍ  او خپلو مامورینو سره دخپلو باوري استازو پر وسیله خبرې کولې . 

هوسۍ

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

دنښتر ویبلاګ یادښت :

دنړۍ په مخ دبشري تاریخ په ټولو پړاونو کې تر بل هر ژوي یو شمېر انسانان  وژونکي ، څیرونکي او مکار لیدل شوي دي .

موږ خپل ځان ته خوښ یو، چې انسانان او اشرف المخلوقات یوخوله بده مرغه،  دانظر دهر انسان په اړوند صدق نه شي کولای او که نه نو بیا ولې یوشمېر انسانان تر داړونکو او وژونکو ژویو(حیواناتو) بې رحمه او څیرونکي وختل ؟

نن، چې دغبرګولي شپږمه نېټه  ده ۳۲ کاله مخکې ولې  او دڅه لپاره روسانو په افغانستان یرغل وکړ؟

صدام چا، ولې  او دڅه لپاره له ایران او کویټ سره جګړې ته وهڅاوه ؟

دپورتنیو پېښو نتېجه دا شوه، چې ښکرور دپردیو دشتمني چور،چپاول او دسیمې اشغال ته ځانونه راورسوي .

داتورې دسیسې ددې څرګندونه کوي ، چې یو شمېر انسانان دومره وحشي او مکار حالت خپلولای شي، چې آن نړیوالو جګړو ته لار پرانیزي .