د سویډن لومړنۍ سترمنه پولیسه



تاند(دوشنبه/دسمبر۲۶)د سویډن د رسنیو د راپور له مخې په دې هیواد کې لومړنۍ سترمنه یا حجاب داره ښځینه پولیسه یوه شپږ ویشت کلنه نجلۍ ده چې دونا الجمال نومېږي.

اغلې الجمال مخکې تر دې چې پولیسه شي په یوه محبس کې کار کاوه.

دا وايي چې حجاب نه یوازې د دې د کار مخه نه نیسي بلکې مرسته کوي چې د سویډن په شان ګڼ کلتوري هیواد کې د بېلابېلو کلتورونو او عقایدو ترمنځ پوهاوی زیات کړي.

دې ته له دې کبله چې لومړنۍ سترمنه پولیسه ده د رسنیو زیات پام اوښتی. دا وايي چې هیڅکله به حجاب ته شا نه کړي.

په سویډن کې ځینو مسلمانانو په خپلو مرکو کې د الجمال کار ستایلی او ویلي یې دي چې دا ډول ستر د اسلام رنګ نه بدوي خو بورقه او چادري، چې ښځه له نوک تر سره پکې پټه وي اسلام وروسته پاتې دین معرفي کوي.

دوی همداراز ویلي چې الجمال نړیوالو ته وښودله چې اسلام پراخ نظره دین دی او د اوسني عصر غوښتنو ته ځواب ویلی شي.